اسلامي بدلون تګلوري او ستونزې

ليکنه: محمد نعيم جليلي

اسلامي نړۍ په ټوله کې د يو بدلون په لور روانه ده، د امت په دننه کې هم دبدلون نښې څرګندې دي، او په نړيواله سطحه هم د شوروي امپراتورۍ او کمونستي نظريې له ړنګيدو وروسته دا ځل د امريکې د امپراتورۍ او د کپيټلزم او ديموکراسۍ د زوال شيبې رالنډې شوې دي.
په ځوانانو او پيغلو  کې د ديني التزام زياتيدل، په امت کې د اسلامي اخوت احساس راژوندى کيدل، د اسلام د يو لړ هيرو شويو مفاهيمو  او احکامو لکه جهاد ، اسلامي حکومت او خلافت او داسې نورو، راژوندې کيدل او د عمل ډګر ته راويستل، دا ټول د داخلي بدلون نښې نښانې دي. او تر ټولو زيات مهم ټکى دا دى چې په امت کې د يو بدلون راوستلو احساس راپيدا شوى او په دې لټه کې دى چې په اسلامي ټولنو کې بايد يو هر اړخيز بدلون رامنځ ته شي او بيلابيلې ډلې او جماعتونه په کې د خپل توان او فهم سره سم  په دې لګيا دي چې په دغه هر اړخيز بدلون کې ونډه واخلي، خو په دې لړ کې ستونزه دا ده چې د تګلارو د اختلاف او بيا د دې په نتيجه کې د خپل منځي ټکرونو له کبله د بدلون دغه مزل ټکنى شوى دى، او څه ناڅه له ستونزو سره مخ دى.
د زيات شمير ځوانانو سره دا سوال په کلکه مطرح دى، چې په کومه ولاړ شي؟ په ځان او امت کې د تغيير لپاره کومه تګلاره غوره کړي؟ او آيا د شته تګلارو اختلاف کوم اصولي او اساسي اختلاف دى او که زياته برخه يې د دين او اسلامي دعوت په اړه د فهم او پوهې کمزوري ده؟

قضاوت به څرنګه کوو؟

په دې اړه قضاوت کول خورا ستونزمن کار دى، ځکه چې ډير داسې اسباب شته چې په دې اړه يې قضاوت کول ستونزمن کړى دى، او قضيه يې نوره هم پيچلې کړې ده. د بيلګې په توګه:
1.    د ځينو ډلو يا افرادو په داخل کې نفسي ستونزې وي چې قضيه نوره هم پيچلې کړي، چې عمده بڼې يې بيلابيل تعصبات، ځان غوښتنه، د جاه او منصب غوښتنه، په خپل نظر او فکر بې ځايه ټينګار، په خپلو عقلي او فکري وړتياوو غره کيدل او يا د دښمن سره د مخامخ کيدو څخه ويره دي.
2.     په يوه ټولنه کې د يوځانګړي منهج او تګلارې  رواجيدل کله ناکله د دغه ستونزې په لا ستونزمن کيدو کې لامل وګرځي چې په نتيجه کې د هغې په اړه تعصب رامنځ ته شي ، د هغې لپاره د شرعي دلايلو پلټل پيل شي، او بالآخره نور مناهج او تګلارې د شريعت او دين څخه مخالف وګڼل شي.
3.    د شرعي احکامو مراتب په نظر کې نه نيول او د روا او ناروا پولې نه پيژندل، د واجب ، سنت، مستحب او مباح ترمنځ توپير نه پيژندل او هر يو ته د فکر او عمل په ډګر کې خپل ټاکلى موقعيت نه ورسپارل، هم د دغه مشکلاتو يو لامل دى.
4.    او تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې په اسلامي نصوصو کې د هيڅ يو منهج د تعيين په اړه کوم ځانګړى نص نشته،  چې ګواکې همدا يو منهج او تګلاره حقه ده او پاتې ټول په ناحقه دي،بلکې هره ډله او هر جماعت د خپلې تګلارې لپاره له عامو نصوصو او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د ژوند د بيلابيلو برخو څخه د خپل منهج د حقانيت لپاره دلايل وړاندې کوي. څوک يې مکي ژوند معيار گڼي، ځينې بيا دهغه جهادي ژوند تر ټولو اساسي تګلاره بولي ،ځيني نور دهغه سياسي تګلاره د خپل ځان لپاره د لارې مشال گڼي. لدې برسيره  د اسلامي تاريخ په بيلابيلو پړاوونو کې د بيلابيلو علماوو تګلارې، دريځونه او يا ويناوې د دغه ډلو لپاره د استدلال اساسي ټکي وي، چې دغه کار په خپل وار د اسلامي دعوت کار ستونزمن کړى دى او ديته اړتيا لري چې په دې اړه يو لړ مفاهيم تر څيړنې لاندې ونيول شي تر څو د ځوانانو په وړاندې د لارې انتخاب آسانه شي او يا هم هر چا سره د خپلو امکاناتو او قناعتونو په رڼا کې د منتخب کار تر څنګ د نورو مسلمانانو سره د کار د تکامل او مرستې روحيه غښتلې شي.
په عمومي توګه اوسني اسلامي جريانات او تګلوري په دريو ډلو ويشلى شو:
1.    دعوتي جريانات: لکه د تبليغ جماعت، سلفي جماعت، او ځيني تصوفي جماعتونه.
2.    انقلابي او جهادي جريانات: لکه د اسلامي نړۍ په بيلابيلو برخو کې په مختلفو نومونو راپاريدلي ځوانان، حزب التحرير….
3.    د هر اړخيزکار پلوي جريانات: لکه الاخوان المسلمون او جماعت اسلامي.

هره ډله دلايل لري:

پورتنۍ هره ډله له خپل ځان سره بيلابيل دلايل لري، د بيلګې په توګه د پيغمبر عليه السلام په ژوند کې د هغه دعوتي هڅې، او يا هم د دعوت الى الله ، امر بالمعروف، بلاغ او تبليغ اصطلاحات او عملي بيلګې بل پلو ته د عقيدې او ايمان د تصحيح او تجديد هڅې د لومړي ډول جرياناتو لپاره منصوص دلايل دي.
په همدې توګه په قرآن عظيم الشان کې د جهاد او قتال په اړه آيتونه او د جهاد او مجاهد په فضيلت کې نصوص،  د پيغمبر عليه السلام په وخت کې د کفارو د مشرانو د ترور او وژنې پيښې او په دې اړه د پيغمبر عليه السلام تشويق او هڅونه، د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ټول جهادي ژوند او هڅې او بيا چې لدې سره په اسلامي امت باندې د کفري نړۍ اوسنى هر اړخيز يرغل او د اسلامي هيوادونو د اشغال واقعيتونه يوځاى شي، او هغه حالت رامنځ ته شي چې د ټول امت په نيز په اجماعي توګه په کې جهاد فرض عين دى. دجهادي ډلو لپاره ښه دلايل دي، هاخوا د اسلام او کفر تر منځ د مفاصلې او د فاسد يا کافر نظام د له منځه وړلو په اړه د اسلام لارښوونې او احکام او داسې نور د انقلابي خوځښتونو لپاره ښه دلايل دي.
شامل او هر اړخيز اسلامي حرکتونه د همدې پورته دلايلو پر اساس دا باور لري چې په پورتنيو ټولو اړخونو کې کار کولو ، اصلاح او تغيير ته اړتيا ده،ځکه چې د امت د حالت د بدلولو لپاره د علم، عمل، دعوت او جهاد په ټولو ډګرونو کې تجديد ته اړتيا ده او په يو ډګر کې کار کول هيڅکله نشي کولاى چې له نورو اړخونو څخه استغناء راولي، او نن سبا که امت له يوې خوا د خلافت د نشتوالي سره مخ دى، له بله پلوه بيا د اخلاقي، عقيدوي، فرهنګې او فکري يرغل لاندې دى، چې هر يو يې په خپل ځاى او په خپل وار جدي کار،مقاومت او بدلون ته اړتيا لري، او هيڅکله هم په يو ډګر کې کار کول د بل کار سره منافي نه دى، بلکې کيداى شي چې د هغه لپاره تکميلونکى شي.


د حل لاره څه ده؟

پر همدې بنسټ د تګلورو تعدد او زياتوالى کومه ستونزه نه ده، اصلي ستونزه دا ده چې هره ډله د دې هڅه وکړي چې بل په ناروا وښيي او يا د هغې پر ضد په عملي ډګر کې هلې ځلې وکړي، خپلې هڅې او استعدادونه د دې پر ځاى چې د دښمن پر ضد وکاروي د نورو مسلمانانو په مقابل کې ترې کار واخلي او له دې سره بله ستونزه دا ده چې هره ډله خپل جزئي کار ته ټول اسلام ووايي، او د خپل ځان پرته نور ټول د اسلام څخه وتلي وبولي. خو که چيرې د امت حالت ته ځير شو ګورو چې دغه امت د ژوند په ډيرو اړخونو کې د ستونزو سره مخ دى.  له يوې خوا يې په عقايدو کې ډول ډول خرافاتو ځاى نيولى دى، بل پلو ته په فکري ډګر کې زيات شمير مسلمانان په يو ډول سيکولريزم معتقد دي، د اسلام اصلي څيره نه پيژني، او نه ورسره د اسلامي نظام تصور او فکر شته، په عملي توګه د سيکولر نظامونو لپاره منډې ترړې وهي، په دې هم نه پوهيږي چې دا کار د اسلام سره اړخ نه لګوي، په ټوله اسلامي نړۍ غير اسلامي نظامونه حاکم دي، خو مسلمانان په دې اړه هيڅ ډول د مسئوليت احساس نه کوي،د لويديځ اخلاقي، فرهنګې او تمدني يرغل په اسلامي ټولنو کې خورا زيات ناوړه بدلونونه راوستي چې په نتيجه کې يې اوس د معروف او منکر  تر منځ پولې ړنګې شوي دي، هاخوا په امت کې دجهاد روحيه له منځه تللې او يا کمزورې شوې او د دنيا سره مينه او محبت يې په زړونو کې ناست دى.
کله چې انسان دغه واقعيتونه ته ځير شي، دې نتيجې ته رسيږي چې په دغه ټولو اړخونو کې بدلون راوستل د يوې ډلې يا جماعت له وسه پوره نه دي بلکې ديته اړتيا لري چې هره ډله د خپل توان او شرايطو په رڼا کې د خپل ځان لپاره د کار ډګر وټاکي او د امت د احياء او تير برم د بياراژوندي کولو په لار کې خپله ونډه وټاکي. دا کار کټ مټ داسې دى لکه په يو لښکر کې چې هر څوک خپله دنده پيژني او د کار ساحه يې ټاکلې وي. که چيرې دغه ټول لښکر په يو کار بوخت شي، نتيجه به يې دا وي چې د ماتې سره به مخ کيږي.
لدې کبله دغه تعدد په خپل وار يو مثبت او رغنده کار دى، خو په دې شرط چې دغه دوه ټکي په نظر کې ونيول شي.
1.    هره ډله او تګلورى د خپل کار په ډګر کې اسلامي احکام، او په ټوله کې د اسلامي امت مصالح او ښيگڼې په نظر کې ونيسي، او د خپلې ډلې مصلحت د امت پر مصلحت مخکې ونه بولي.
2.    هره ډله او تګلورى بلې ډلې ته دقدر په سترګه وګوري، د هغې د کار قدرداني وکړي، او هغه د اسلامي امت د احياء او تجديد په اړه دهغوى کار اړين او ضروري وبولي، او په دې توګه خپل کار د اسلام لپاره د شامل کار يوه برخه وګڼي.
هلته به بيا تعدد د يوې ستونزې په بڼه نه بلکې يو د بل د مرستندوى کار ورکړي، او د امت ځوانان به د دوه لاريو پر سر د دريدو پر ځاى په ډاډ سره په يوه لار روان او د دين په چوپړ کې به مصروف شي.

1 دیدگاه برای «اسلامي بدلون تګلوري او ستونزې»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *