د نجم قافله

اسد الله ریان – رسالت فرهنګي انجمن
۱۹ – ۱۱– ۱۳۹۱
خوب مي ولید چي هر ځای توره تیاره ده
خوره شوې په اسلام، صلیب سایه ده
هر یو کور د غم ټغر دی غوړولی
د ځوانانو له غفلته مې ګیله ده
د خاتم نبي امت دی دړې وړې
زمونږ د خلکو نوره ختمه حوصله ده
په زاریو شومه خدای ته چې یا ربه!
نن راغلې په مونږ هر ډول فتنه ده
خامخا هرو مرو به باطل درومي
راکړل شوې چې له تا کومه وعده ده
که مونږ وکړلو حرکت ستا برکت دی
د مؤمن ټولي نصرت ستا نښانه ده
په دې وخت کې یو کاروان مخې ته راغی
ورته ګورم چې د نجم قافله ده
په اسلام باندې مین دي راټول شوي
په ګوټ ګوټ کې د همدوی رڼا خپره ده
ریان هم له دوی سره شولو ملګری
ځکه نن سبا د کفر معرکه ده

1 دیدگاه برای «د نجم قافله»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *