ننګ لرو وجدان لرو ایمان لرو

عبدالصبور صابری

ننګ لرو وجدان لرو ایمان لرو
زړونو کې جذبې لرو طوفان لرو
نورې فيصلې پر چا  نکوو
ښکلي اسماني کتاب قرآن لرو
مه ژاړه هېواده لا څوک شته درته
تاته حماسي ځوانان لرو
د اسلامي او بريت نابغه
د ورورولۍ ملي  وحدت نابغه
خدای دې ياد تل لره او تل به وي هم
پر تا دط تل وي تل رحمت نابغه
مونږ دې به ياد کې خپل هطواد يادوو
د سيد جمال الدين افغان وطنه
نور دې خدای جوړ کړه او خپلواک شې نور
د احمد شاه او ميرويس خان وطنه
تا د اسلام سرلوړۍ په خاطر

له ځانه تېر شوی خو جهان دې جوړ که
الله دې ستا دښمن تباه تباه کړي
کافر دې سم که مسلمان دې جوړ که
مونږ دې په ياد کې حماې جوړوو
مونږ افغانان يو، مونږ دنيا پېژني
د و خت فرعون ته مو ښکاره ښودل
زمونږ اسلام غيرت الله پېژني
د مشرقي نړۍ ځلانده ستوريه
نورې دې ياد کې ترانې جوړو
د سيدجمال الدين افغان يادونو
نورې دې ياد کې حماسې جوړوو

1 دیدگاه برای «ننګ لرو وجدان لرو ایمان لرو»

  • نوامبر 21, 2017 در t 7:40 ق.ظ
    Permalink

    ښه شعر وو خو یو دوه ځایه د ې په ځای ط لیکل شوی، هیله ده چې تصحیح یې کړئ.

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *