نوی کال اوستوري

لیکنه:انس فدایی
د نوی کال لومړی ورځ ده ، دولتي او نا دولتي اداري عمومي رخصت دي هر څوک په خپلو خپلو کارونو کې بوخت دي ځیني په مهمو او ځیني په غیر مهمو دنیوي امورو کې اخته دي او د بلي خوا لا ځیني ناپوهان په ۲۱مه پیړۍ کې هم هماغه د جاهلیت په ناروا دودونو کې اخته دي او د نوروز او جمشیدي اختر په لمانځلو کې ټوله ورځ ځانونه ستړي کړي ، خو د ننګرهار ولایت په زړه د جلال اباد ښار په یو څنډه کې بیا د یو څو تنو مخلصو متدینو او په هیواد میئنو تنکیو ځوانانو یو ډلګی باندي مي سترګي ونښتي چې افغان نسل ته د اسلام دصحیح پیغام رسولو په موخه را ټول شویدي او د نوی کال سره سم یې يه خپل مینځو کې یو نوی تصمیم او کلک هوډ وکړ چې د هیواد د هر اړخیز پرمختګ ،د علم او پوهې د لاسته راوړلو او د افغاني ټولنې څخه د هر راز تبعیض او فساد د له منځه وړلو په موخه به خپلي هڅي لا ګړندۍ کوی.
هو! دا ټولی بل څوک نه دي هماغه د نجم ځوانانو یو ټولی دي.
هو! هماغه ځوانان چې تېر کال يې د هیواد دهر اړخیز پرمختګ کې د ځوانانو د ونډي اخیستلو او د توطیه ګرو او استعمارګرو د سازشونو څخه د ځوانانو د خبر ساتلو په موخه په همدي همیشه بهار ښار کې د نهاد جوانان مسلمان افغانستان (نجم) تر نامه لاندي د یوې مستقلې ټولنې د بنسټ ډبره کیښوده.
د جلال آباد ستورو د مثبت ټولنیز بدلون او ملي پرمختیا لپاره د ځوان نسل د روزلو د پروسې پرمخ بیولو لپاره د نوی کال په  لومړۍ ورځ د کوټلي ګامونو د اوچتولو پریکړه وکړه او د خپلو مقدسو اهدافو ته د رسیدلو لپاره یې په نوی شرعي وسایلو او تګلارو باندي په غور کولو بوخت وو.
ددی ټولګي په لیدلو سره مي ډیر زیات د خوښۍ احساس وکړ او په لومړي ځل مي د یو ویښ، بااحساسه، د کړاونو او تکلیفونو څخه په امان کي د یو ملت د درلودلو امیدونه او هیلې د تحقق په لور وموندی او دزړه له تله می د خولی څخه دا دعاء وکړه:
یا الله! دغه مخلص ځوانان او د دعوت د لاری سر ښندونکی سپاهیان چي ستا سره دمحبت له امله را ټول شوي دی او  ستا د ددین د نصرت او کامیابي لباره یې ژمنې کړی ته ددوی په هڅو او جهودو کي برکات واچوه او ددوی دغه هڅې ددې دردیدلي او کړیدلی ملت د درد دوا کړه
يا الله! هغه خنډونه او مشکلات چی ددوی مقصد د رسیدو په مسیر کی پراته دی ته یی په خپل قدرت سره حل کړی.
امین

1 دیدگاه برای «نوی کال اوستوري»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *