حمزه په جمعیت اصلاح کې

اسد الله ریان، د رسالت فرهنګی انجمن غړی
حمزه چې ډیر ستړی وو له خپلې مور سره تر ستړي مشي وروسته یې ورڅخه هیله وکړه چې که ډوډی ورته تیاره کړي. موریې ورته وویل: حمزه زویه! غونډه ورځ ورک وی، اوس چې راغلې ډوډی غواړي، مونږ مخکې ډوډی خوړلی ده، چیرته تللې وی؟
حمزه: موره کی! پلار ته مې احوال ورکړی وو چې نن په جمعیت اصلاح کې مصروف یم او لږ ناوخته درځم.
مور: حمزه زویه! آخر جمعیت اصلاح په تا څه جادو کړی چې ډوډی، چای او معاش نه درکوي، وخت دی هم ضایع کیږي مګر ته دوی نه پریږدی؟
حمزه: مور جانې! ښه پوهیږم چې هلته نه پیسی شته نه ډوډی. مګر هلته دومره اخلاص دی چې سړی دی ته اړ باسي تر څو په اونۍ که حد اقل یوځل ورشي.
حمزه زیاته کړه: مورجانې که په اونۍ یو ځل ور نه شم نو زړه مې چوي.

1 دیدگاه برای «حمزه په جمعیت اصلاح کې»

  • نوامبر 22, 2017 در t 7:31 ق.ظ
    Permalink

    که څه هم زه جمعیت اصلاح ته نه یم تللی، خو د هغوی مقالې تل انترنت له لارې لولم.

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *