افغان میرمنې، ستونزې او حل لارې

مدثر اسلامي

دا نږدې ټولو ته جوته ده، چې میرمنې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې له بلا شمیر ستونزو سره مخ دي. د میرمنو ستونزې په هر ځای او هره سیمه کې ځانګړي لاملونه لري. د افغان میرمنو ستونزې تر ډیره حده د خلکو د پوهې د ټیټوالي، ناسمو ټولنیزو دودونو او له دیني ښوونو لریوالي پایله ده. په ټولو کې ستره ستونزه بیا ښوونې او روزنې ته په ځانګړي ډول د افغان میرمنو لاس رسی نه درلودل دي، چې نه یواځې میرمنې بلکې د ټولنې پرمختګ یې له ګواښونو سره مخ کړی.
په تیره څه له پاسه یوه لسیزه کې د افغان میرمنو د وضعې د ښه والي په موخه بیلابیلې هڅې شوي. نړیوالې ټولنې، د ښځو د حقونو ادارو، د ښوونې او روزنې ادارو او د افغانستان مدني او اجتماعي ټولنو پدې برخه کې ګڼ شمیر کارونه تر سره کړي، چې ډیری یې د ستایلو وړ دي. خو په یادو شوو ادارو کې یو شمیر داسې هم وې چې د ښځو د حقونو د خوندي کولو او د هغوی د وضعې د ښه والي په نامه یې یواځې د خپل ځان لپاره پیسې راټولې کړې. دا ډول ادارو ته مونږ پروژه ای ان جي او ګانې وایو، ځکه دوی د هرې لویې مالي پروژې د اعلان پر وخت ښه پروپوزلونه جوړ کړي او د پیسو له لاسته راوړ وروسته هیڅ د پام وړ کار نکوي او د پروژې په پای کې داسې راپورونه برابر کړي چې ته به وا دافغانستان د میرمنو ستونزې ټولې له یوې مخې هوارې شوي. بې غمه او له افغانستانه ناخبره تمویل کوونکي یې هم ومني او په ستاینلیکونو یې وستايي.
د افغان میرمنو ستونزې پدې نه حل کیږي، چې ټوله پړه په طالبانو واچول شي او دا یې هم چاره نده چې افغان میرمنو ته په بیلا بیلو ښارونو کې د امن خونې جوړې شي، بلکې په تعلیمي، اقتصادي او سیاسي ډګر کې د مناسب ګډون زمینې برابرول له میرمنو سره مرسته کولی شي.
د افغان میرمنو د وضعې د لا خرابیدو او یا کم له کمه نه ښه کیدو اصلي دلیلونه دا دي، چې لومړی په افغانستان کې مشران، چارواکي او عام خلک په ریښتيني ډول د میرمنو د حالت د بدلون په غم کې ندي، چارواکي خپلې سیاسي اجنډاوې لري او خلک د خیټې ډکولو پسې سرګردانه دي. او دا ځکه چې افغانستان کې ډیری خلک، د پوهې د ټیټې کچې له امله، په ټولنیز ژوند او د هیواد په پرمختګ کې د میرمنو له ونډې ناخبره دي او هغوی چې پدې خبره یې سر خلاصیږي بیا د وطن د پرمختګ غم ورسره کم وي.
دویمه دا چې د ټولنې د هرې بلې برخې په څیر د میرمنو د ژوند د هوسا کولو لپاره هم فعالانو، یا په خپله خوښه او یا د بهرنیانو په تلقین، پردي موډلونه (نمونې) خپل کړي. یعنې د افغان میرمنو کلتوري، اجتماعي او آن سیاسي چاپیریال په پام کې نیولو پرته یې د بدلون او پرمختګ د غربي اجنډا د عملي کولو هڅې کړي. پداسې حال کې چې د ټولنپوهنې څیړنې ښيي، چې په یوه ټولنه کې بدلون هغه وخت راتلای شي او د بریالیتوب مرحلې ته رسیږي، چې د نوموړې ټولنې له کلتوري او په ځانګړې توګه دیني ارزښتونو سره ښکاره ټکر ونلري. که داسې نه وي نو یا به بدلون له سره پیښیږي نه او یا به داسې پایلې ترې منځ ته راځي، چې ټولنه د پرمختګ په ځای د ویشل کیدو او اختلاف لور ته لیږدوي.
پایله دا شوه، چې د افغان میرمنو حالت بدلول د ريښتینو هڅو، عامه پوهاوي او ښوونې او روزنې ته د مساوي لارسرسي په نتیجه کې، چې له سمو افغاني دودونو او اسلامي ارزښتونو سره په سمون کې وي، راتلای شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *