ځوانان او کاندیدان

لیکنه:مدثر اسلامي

افغانستان کې، چې ځوانان څومره محروم دي په هماغه اندازه یې پرمختګ ته پام کم کیږي. دوی یواځې هغه وخت هر چا ته تر نورو ډیر ګران شي چې کله د چوکۍ، پیسو او نوم په سر سیالۍ وي څو هر څوک یې د خپلو شخصي ګټو لپاره وکاروي.
نن سبا چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو تر منځ ګرمه سیالي روانه ده، ځوانانو بیا ښه خریدار پیدا کړی، ځینې یوه کاندید ته لاس په نامه ولاړ وي او ځینې نور د بل کاندید لپاره شپه او ورځ نه ستړي کیدونکې منډې وهي. له ځوانانو همدا هیله کیږي، چې د ترپ او منډې پر مهال تر ټولو مخکې وي، خو دا هلې ځلې باید د ټولو ځوانانو د وضعې د ښه کیدو په موخه وي. ولې هغه ځوانان چې د کاندیدانو شاوخوا ته ګرځي راګرځي، یواځې د دې لپاره خواري کوي چې د کمپاین پر مهال د کاندید صاحب له پیسو خپل ځان ته موبایل، لپ ټاپ او آن موټر واخلي او ښې ډیرې پیسې ټولې کړي که نه نو نور نه د ځوان غم ورسره شته او نه د ځوان د پرمختګ.
له بل پلوه د ځوانانو د راتلونکې اندیښنه له یوه کاندید سره هم نشته، بس په ټاکنیزو سیالیو د خپلې بریا لپاره یې هر ډول چې وغواړي کاروي یې. له بریا (يا ناکامۍ) وروسته به کاندید صاحب نه ځوان ویني او نه زوړ. د چوکۍ نشې به یې هر څه هیر کړي وي.
پدې توګه ځوانان تل د هیواد په مهمو سیاسي پریکړو کې هیڅ ډول اغیز نلري او د وسایلو په توګه په بیلابیلو وختونو او فرصتونو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.
حل لاره دا ده چې له یوې خوا د ځوانانو ټولنې، د پیسو ټولولو او پروژو لاس ته راوړو په ځای د ځوانانو د حالاتو د بدلولو لپاره مخلصانه هڅې وکړې او له بله پلوه ځوانان په خپله لاسونه سره یو کړي او د نورو د موخو او ګټو لپاره له کوښښونو لاس په سر شي او په بدل کې یې خپل ځان ته موخې وټاکې او د لاسته راوړو په لار کې یې پوره کار وکړي. پایله به دا شي، چې دولتي چارواکي به د ځوانانو وضعې ته ښه پام وکړي او پدې اړه به لازم ګامونه واخلي.
د افغان ځوانانو د سرلوړۍ په هیله!

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *