د مینې په څپو کې

لیکنه: اسدالله ریان

توره شپه وه، په خولو کې ډوب وم، خوله مې وچه وه، تبه مې هم درلوده، خپلو زګیرویو راویښ کړم. سر مې پورته کړ، د مخامخ کوټی ور پر مخ خلاص او څراغ په کې بل وو. د سلګیو غږ مې تر غوږ شو. په ډیرو ستونزو خونې ته ورغلم. چې ومې لیده په سترګو مې توره شپه شوه او له ځان سره مې وویل چې تر اوسه ولې ویښه ده؟ آخر دا خوب نه لري؟
زه یې چې ولیدلم، د اوښکو په پاکولو یې پیل وکړ. را څخه یې وپوښتل: « څنګه یې؟»
ما ورته وویل:
–    ډیر تږی یم.
سمدلاسه لاړه او چای یې را ته دم کړ. درمل یې هم راکړ. ما سر کیښود او د څو ګړیو وروسته بیا ویښ شوم. بیا مې هم سلګې واوریدی. ګورم چې د دې لاس په دعا دي. دومره سیک را کې نه وو چې څه ورته ووایم. سر مې پټ کړ. د دې سلګې زما د روغتیا په خاطر وی او زما د دې د حق لپاره کوم چې ما تر پښو لاندې کړی وو.
په دی سوچ کې شوم چې اوس لوی شوی یم او د دې تکلیفونه مې په سترګو ولیدل او حس مې کړل. خدای خبر چې په ماشومتوب کې به یې څومره ربړونه زما په خاطر ګاللي وي؟
نن تاسې ته وایم:
–    مورې! مورې! مورې! او پلاره!
زما بې پروایي ستاسې په حق کې وبښئ.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *