مدني ټولنه (طنز)

حفیظ پیرزاده

یو دوست غټه دوسیه راته په میز کیښوده او هیله یی راڅخه وکړه چې په پوره غور او دقت یی ولولم، سمونې پکې وکړم او خپل ملاحظات پرې ولیکم؛ تر څو یی هغه نړیوالې ټولنې ته د فنډ د تر لاسه کولو لپاره وړاندې کړي. دوست مې راته وویل: د اکثریت، ډیموکراسۍ، ښځو حقوق، بشردوستي، آزادي او دیته ورته نور کلمات پکې د ښو جملو په کارولو وراضافه کړه. د نړیوالې ټولنې سر هسې هم زموږ په مسایلو نه خلاصیږي او چې دا کلمات وګوري نو د بودیجې د منظوریدو ضمانت یی له همدا اوس څخه زه کوم. هغه زیاته کړه: په نظر کې لري د نړیوالې ټولنې کوم زوړ آشنا جنګسالار یی افتخاري رئیس کړي، هسې هم ډیري جنګسالاران اوس اوزګار دي او ما (لیکونکی) ته یی د حقوقي مشاوریت مقام غوره کړی. هغه همداراز وویل د ټولنې په سر کې د کوم مشهور جنګسالار موجودیت پخپله له نړیوالې ټولنې څخه د مرستو د اخیستلو تر ټولو مجربه او موثره لار ده.
ما خپل ملګري ته وویل: ستا خبرو کې وزن شته، سمه ده دوسیه به زه وګورم او خپل نظر به درسره شریک کړم، خو په دې پوه نه شوم چې زه دې په کومه ښادۍ کې حقوقي مشاور ټاکلی یم؟! زه خو نه جنګسالار یم او نه حقوقپوه! په ځواب کې یی راته وویل: په افغانستان کې هیڅوک هم د مسلک له مخې نه ټاکل کیږي. زموږ هیڅ وزیر، رئیس او یا کوم بل چارواکی د مسلکي وړتیا له مخې نه دي ټاکل شوي او پاتې شوه ستا خبره، نو ته یوه جوړه دریشي او یوه ښه غټه نیکټایي پیدا کړه، زه به دې د یو څو تلویزونونو ګردي میزونو ته د ټولنې د حقوقي کارپوه په استازیتوب واستوم، او چې یو ځل په حقوقي کارپوه مشهور شوې، بیا به نو تلویزونونه وي، ګردي میزونه به وي او ته به یی. خو که بیا هم پخپل کار کې ټکنی وې نو د کومې فاکولتې ماکولتي اسناد به درته پیدا کړو. ما بیا ترې پوښتنه وکړه: په جعلي اسنادو به څنګه مخته ځم؟!
هغه ځواب راکړ: لکه څنګه چې پرې زموږ ډیري وزیران، رئیسان، سلاکاران او نور جګپوړي چارواکي مخته ځي. موږ همدا خبرې کولې چې زما نظر د دوسیی په پښتۍ پریوت. غټ یی پرې لیکلي وو؛ د افغانستان د نسواریانو ډیموکراتیکه ټولنه.
ما دوسیه ورځنې ترګوتو کړه، د شپې مې په لوستلو پیل وکړ او تر پایه مې ولوسته. په لنډ مهالو موخو کې یی یوه هم د ټولنې مشرانو ته ډالري معاشونه برابرول وو او په اوږدمهاله موخو کې یی د همدې مشرانو موقف اوچتول او زامنو او لمسیانو ته یی د پیسو او جایدادونو پریښودل شامل وو. د فعالیتونو له جملې څخه یی د ملي سرود په سلاته کې د ټولنې د نورو پوړونو تر څنګ د نسواریانو د نوم ذکر کول، ځېنې کوڅې او څلور لارې د دوی په نوم کول، د پارلمان په منځ کې د یوې غټې مرمري تف داني نصبول، وکیلانو ته له پستې او بادامو سره د نسوارو توزیع کول، د نسوارو غټې فابریکې جوړول او پر دولت د مظاهرو، جلسو، نه یی منم، قبول نداریم او نورو ډیموکراتیکو ګواښونو له لارې فشار واردول او په دغه وسیله په دولتي تشکیل کې د نسوارو وزارت منظورول او نور شامل وو. زما دوست یقین لري چې دا ټولې موخې ترلاسه کیدای شي. هغه وایي: که زموږ سړکونه او څلور لارې د ایراني جاسوسانو په نوم کیدای شي نو نسواریانو، چې د همدې خاورې پیداوار دي، څه ګناه کړې. د وزارت په اړه وایي: زموږ دولت خو هسې هم د ټول ولس رایې د یوه شرابي امریکایي له یوې بیهوده مشورې سره نه برابروي، نو که زموږ د وزارت وړاندیز یی ونه مانه، موږ به هم کوم خارجي ته پیسې ورکړو چې د متفکر صیب فکر وربدل کړي. د وزارت د تدارکاتو، د نسوارو د توزیع او نورو قراردادونو په اړه مې دوست هو بهو د نورو وزارتونو او ارګانونو د پالیسۍ د تعقیبولو او پلې کولو طرفدار دی، یانې د دې ټولنې او ورسره د احتمالي وزارت ټول غټ قراردادونه به د وزیرانو او نورو جګپوړو چارواکو، زامنو، وریرونو، زومانو او انډیوالانو ته ورکول کیږي خو د دوی له منځ څخه به هغه څوک غوره کیږي چې د نسوارو په استعمال کې تر نورو ډیره تجربه او سابقه ولري. زما د ملګري په پروپوزل کې ډیرې داسې خبرې وې چې نړیواله ټولنه به یی بودیجه په خوشالۍ منظور کړي، د بیلګې په ډول د سګریټ څښونکو په مقابل کې د ټولنې سخت او له دښمنۍ ډک دریځ که له یوې خوا د افغانانو تر منځ د نفاق تخم شیندي، له بلې خوا د بودیجې لاس ته راوړل یقیني کوي.
په هر حال، د دوسیې له لوستلو وروسته زه د خیال پلو نړۍ ته رسیدلی وم، کله به مې خپل ځان د یوه تلویزون په ګردي میز کې لیده او کله د بل چې دغه وخت تیلفون وشرنګید. ما بلې وویل. دا زما هماغه ملګری و. هغه ځواب راکړ: حفیظ جانه سلام! څه حال دی؟ صحت دې ښه دی؟ کور کې خیر دی؟ که هغه دوسیه دې خلاصه کړي وي چې درڅخه یی راواخلم ، د نړیوالې ټولنې له ځینې چارواکو سره خبرې شوي او هغوی هم ورته سترګې په لار دي. ما ځواب ورکړ: هو صیب، دوسیه خلاصه ده. زه یی پخپله دروړم چې ژر تر ژره یی ذیدخله مقاماتو ته وسپارئ. تاسې ته دې الله اجر درکړي چې دیدې مظلوم ولس خدمت ته مو ملا تړلې. خو یو وړوکی عرض لرم. هغه وویل: مهرباني وکړه! ما وویل: که نه خواشینی کیږې او له نن څخه پس د حفیظ پر ځای مشاور صیب راته ووایاست نو لوی احسان به مو وي. هغه سمدلاسه راته کړه چې: سمه ده مشاور صیب!

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *