نجم د مثبت بدلون او ملي پرمختګ لپاره کار کوي

نهاد جوانان مسلمان (نجم) د هیواد په کچه تر ټولو لویه د ځوانانو اسلامي ټولنه ده، چې د هیواد نږدې دیرشو ولایتونو کې فعالیت کوي. نجم ویب پاڼې دا ځل د دې ټولنې له رئیس ښاغلي دکتور رحمت الله زاهد سره د نجم د موخې، پوښښ او فعالیتونو په اړه مرکه کړې ده. ښاغلي دکتور زاهد د مرکې په ترڅ کې د ځوانانو ټولنو عمومي وضعت او د ځوانانو حالت ته په پام سره د هیواد راتلونکی هم څیړلی.

مرکه: مدثر اسلامي

پوښتنه: نجم کله او د څه لپاره تاسیس شو؟

ځواب: نهاد جوانان مسلمان چې په لنډه توګه ترې په (نجم) یادونه کيږي د ۱۳۹۰ هـ ش کال د حوت مياشتې په ۱۹مه نيټه له ټول هيواد څخه د ۵۰ تنه متعهدو او متدينو ځوانانو په حضور کې د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې جوړه او په فعالیت يې پيل وکړ.

نجم د دوو لویو موخو لپاره کار کوي. لومړی، د افغانستان په ټولنه کې داسې مثبت بدلون راوستل چې د یو ملت د ديني او ملي ارزښتنو سره په ټکر کې نه وي؛ هر هغه بدلون چې د ملت د ديني او ملي ارزښتنو سره په ټکر کې وي هغې ته مونږ منفي بدلون وايو.

دویم، د هیواد ملي پرمختیا چې د ژوند په ټولو اړخونو کې ولس داسې پرمختګ وکړي چې نور چا ته د لاس غزولو څخه بې پروا شي او په نړۍ کې ورته د یو محترم ملت په سترګه وکتل شي.

د دغه دواړو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره مونږ لومړی ځوانانو ته بیلا بیل روزنیز پروګرامونه جوړوو او بیا يې د نجم د قافلی سره مل کوو.

دغه ټول کارونه مونږ د اسلام د سمې پوهې په رڼا کې کوو، او د اسلام د سمې پوهې څخه هدف دا دی چې اسلام هغه رباني، نړيوال هر اړخیز دين دی چې د بشريت د ټولو ستونزو حل وړاندې کوي. اسلام يواځې په عقيده او عبادت کې نه خلاصه کيږي، او نه اسلام په څو فروعي مسایلو کې رانغښتل کيدای شي، لدې امله (نجم) د چا سره په فروعي مسایلو کې نه بحث کوي او نه څوک د يوې ګناه له امله کافر ګڼي، څه رنګ چې د اهل سنت والجماعت نظریه ده.

پوښتنه: نجم څو څانګې لري او د هیواد په کومو سیمو کې فعالیت کوي؟

ځواب: نجم د ښه او منظم فعالیت د ترسره کولو لپاره اته څانګې لري: تربیت، هنر او فرهنګ، تعليم، عامه فعالیتونه، اړيکې، مالي او اداري، سپورت، او نونهالان.

هره څانګه د خپلو فعاليتونو د ترسره کولو لپاره مشخص وسایل لري چې د نجم په اساسنامه او لوایحو کې ترې یادونه شوې ده.

د نجم پيغام د افغانستان نږدې ټولو ولايتونو ته رسيدلی دی، خو په منظمه توګه مونږ د اوس لپاره د هيواد دننه په کابل، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، لوګر، پکتيا، خوست، کندهار، فراه، هرات، بادغیس، غور، غزني، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب کې رسمي مسؤولین او څانګې لرو او په کونړ، پروان، پنجشیر، نیمروز، نورستان او پکتيکا کې د ځوانانو سره په اړيکه کې یو چې راتلونکی کال به هلته هم نجم منظم فعالیت پيل کوي ان شاء الله.

په دغه توګه د هيواد څخه بهر په افغاني ځوانانو کې هم نجم حضور لري، لکه په پاکستان، هند، ترکيه، انګلستان او استراليا کې.

پوښتنه: څوک کولی شي د نجم غړی شي؟ تر اوسه څومره غړي لري؟

ځواب: په نجم کې هر افغان ځوان غړيتوب ترلاسه کولای شي، پدې شرط چې په تربيتي پروګرامونو کې برخه واخلي. مونږ د ځوانانو لپاره په هره ساحوي حلقه کې پنځلس ورځني اجتماعات لرو چې د يو ځانګړي اسلامي نصاب په رڼا کې پرمخ بیول کيږي. کوم ځوان چې په منظمه توګه پدغه اجتماعاتو کې ګډون کوي هغه ته د ساحوي حلقې لخوا د همکار فورمه ورکول کيږي، بیا د يو مشخص وخت فعالیت او يو شمیر کتابونو د مطالعې څخه وروسته هغه د نجم غړي او په دریمه مرحله کې هغه د نجم رکن جوړيږي.

د اوس لپاره مونږ له سلو ډير ارکان، شاوخوا پنځه سوه اعضاء او تر دوه زره زيات همکاران لرو. د نجم فعالیتونو کې د ګډون کوونکو شمیر لسګونه زرو ته رسيږي، او زمونږ پيغام نږدې يو نيم مليون ځوانانو ته رسيدلی دی.

پوښتنه: د هیواد په رغولو کې د ځوانانو ټولنو ونډه څنګه ارزوئ؟

ځواب: اوس مهال د هیواد په کچه له پنځه سوه ډیرې د ځوانانو ټولنې کار کوي، که په سمه توګه دا ټولنې فعالیت وکړي، د ټولنې په بدلون او د هيواد په جوړولو کې به د قدر وړ ونډه ولري. متأسفانه په دغه ټولنو کې یې ډيرې پروژيي بڼه لري، یا د ځينو لويانو د سياسي نفوذ د پراخوالي په موخه رامنځ ته شوي؛ څه پکې ښه فعالیتونه هم لري، خو په عمومې توګه د هيواد په جوړولو کې چې څومره وڼده پکار وه، د ځوانانو ټولنو هغومره کار نه دی کړی.

پوښتنه: په نظر مو د ځوانانو ټولنو خپل رسالت په سمه توګه ادا کړئ؟ پدې اړه د نجم امتیاز په څه کې دی؟

ځواب: لکه مخکې چې مې وويل: متأسفانه د ځوانانو ټولنو خپل رسالت لکه چې لازمه ده نه يې دی ادا کړی، ديته اړتيا ده چې د ځوانانو ټولنې له سره په خپل کار او اهدافو باندې غور وکړي او د هيواد او ملت په اړه خپل مسؤولیت او رسالت په سمه توګه ادا کړي.

نجم په لنډه موده کې ډير کار کړي دی. زه د نجم د رئيس په توګه دا منم چې زمونږ په کار کې کمی شته او بايد لا ډير فعالیت مو کړی وی، کوم پرمختګ چې تر اوسه نجم کړی د مخلصو او سرښندونکو ځوانانو د هڅو پايله ده. د نجم امتياز په مخلصو افرادو کې دی، په درې کلونو کې د هيواد په نږدې دیرشو ولايتونو کې فعالیت ترسره کول، ځوانانو سره اړيکې ټينګول، هر کال په سلګونه بيلا بيل پروګرامونه جوړول اسان او ساده کار نه دی، که مخلص ځوانان نه وی چې يواځې د الله د رضا لپاهر د دې هيواد او ملت د بچيانو د سالمې روزنې لپاره شپه او ورځ کار کوي نو دومره فعالیت په هيڅ ډول ممکن نه وو.

زه په ډاډ سره وایم چې نجم نن په افغانستان کې د ځوانانو په کچه تر ټولو لويه اسلامي، ملي ټولنه ده چې د هيواد په هر سمت، او هر قوم او هرې ژبې پورې اړونده افراد لري.

پوښتنه: د ځوانانو اوسني وضعیت ته په کتو راتلونکی څنګه ګورئ؟

ځواب: زما په فکر زمونږ د هيواد راتلونکی روښانه دی. ځينې خلک او په ځانګړې توګه پردي پاله رسنۍ هڅه کوي چې د هيواد راتلونکی تياره وښايې، ملت او په ځانګړې توګه ځوان قشر د خپل راتلونکي په اړه بې باوره کړي، تر څو ځوانان د خپل راتلونکې څخه ناهيلې او د هيواد د پرمختګ او ملت په هوساينه کې ونډه وانخلي، خو زما په اند اوس زمونږ د هيواد ځوانان با سواده، ويښ او په خبره پوه دي. که دوی خپلو مسؤولیتونو ته متوجه، د پرديو د سازشونو څخه خبر او د سيکولرزم او قوم پالنې له مرضونو وژغورل شي نو زمونږ راتلونکی به ان شاء الله ډير روښانه وي.

پوښتنه: د نجم د رئیس په توګه ځوانانو ته څه ویل غواړئ؟

ځواب: تر اوسه زما ټول ژوند د ځوانانو سره تير شوی او الحمد لله لا تر اوسه ځوان یم، د ځوانانو سره ډيره مينه لرم، دځوان په ليدلو ډير خوښيږم، هميشه ځوانان پوهې ته هڅوم، او کله چې هم ځوانان په داسې کارونو اخته وګورم چې د دوی ځوانۍ ته زیان رسوي، ډیر زوريږم.

د نجم د رئيس او یو عام افغان په توګه په خپلو ځوانانو غږ کوم چې خپل هر عمل او قدم ارزيابي کړي، چې ایا دغه کار د دوی د دين، ملت او هيواد په ګټه تماميږي که په زيان. همدارنګه ځوانان خپل حقیقي دوست او دښمن وپيژني، د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په رڼا کې خپل هيواد او ملت ته خدمت وکړي، په خپل اسلامي کلتور باندې ووياړي، د بې دينۍ او قوم پالنې څخه ځانونه وساتي، او د خپل ملت په يو موټي کولو کې هڅه او هاند وکړي.

دیو آباد، آزاد او خپلواک اسلامي افغانستان په هيله!

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *