ټویټر څه شی دی؟

تاند

د ټویټر کلمه له ټویټ Tweet څخه اخیستل شوې چې د کوچنیو مرغانو د اواز په معنا ده. دا هم یو ټولنیزه شبکه ده چې د همدې کمپنۍ له لورې پر مخ وړل کیږي. دا شبکه جک ډورسي، نوح کلاس، بیز سټون، او ایون ویلیمز لخوا د ۲۰۰۶ د مارچ په ۲۱مه جوړه شوه، خو د جولای په ۱۵۵مه یې فعالیت پیل کړ.

دا شبکه اوس مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه کاروونکي لري او د هغه څخه یې ۲۷۱ فعاله کاروونکي دي چې له فیس بوک څخه وروسته په دویمه درجه کې راځي.

د فیس بوک څخه دومره فرق کوي چې په فیس بوک کې نوې لیکنې ته پوسټ Post وايي، چې پکې څومره وغواړو لیکنه کولای شو او په ټویټر کې ورته ټویټ Tweet وايي چې یواځې د ۱۴۰۰ تورو په اندازه لیکنه پکې کیږي.

د یوې څیړنې له مخې هره ورځ دغه شبکه کې خلک د ۳۴۰ میلیونو په شاوخوا کې ټویټ کوي.

له ټویتر څخه ډیری وخت هغه کسان کار اخلي چې ډیر مشهور وي او یا په ډیره کچه ملګري او خوښوونکي ولري. په ټویټر کې څوک مجبوره ندی چې یو بل کس د ځان ملګری کړي تر څو د هغه لیکنې وګوري، فقط هغه شخص دې فالو Follow کړي او د هغه ټولې لیکنې به لیدل کیږي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *