چین په کونړ کې د بریښنا فابریکه جوړوي

چین ژمنه کړې، چې د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د ۱۵۰۰ میګا واټه په ظرفیت د بریښنا فابریکه جوړوي. چین همدارنګه په پام کې لري، چې تر پاکستان پورې د ریل کرښه وغزوي.

د ازادي راډیو په وینا په پیکنګ کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هووا چونیانګ خبریالانو ته ویلي، چین به یو شمیر پروژې په افغانستان کې عملي کړي چې په دغو کې په کونړ کې د بریښنا د بند جوړیدل او تر پاکستان پورې د اورګاډي او موټرو لارې جوړول شامل وي.

پاکستان په کونړ کې د ۱۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د بریښنا د تولید فابریکې جوړولو پروژې ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې یوه اندازه بریښنا به یې واخلي.

کونړ د پاکستان پر پوله پروت هغه ولایت دی چې ډیر کله پکې جګړې وي او امنیت یې ښه نه دی. خو رویټرز اژانس لیکي چې په کونړ کې به د چین له هڅو سره دغه هیواد پر نورو هغو پروژو چې پخوا یې ژمنې کړې وې کار پیل شي، لکه په لوګر کې د عینک د میسو د کان پروژه.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې چین به په کونړ کې د بریښنا پر فابریکې او د اوبو پر بند او تر پاکستان پورې د موټرو او اورګاډي د لارو پر جوړیدو څومره مصرف کوي خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج وویل چې د دغو پروژو د لګښت په اړه به د دریو واړو هیوادونو تر منځ په راتلونکو غونډو کې پریکړه وشي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *