یوه امریکايي درې مسلمان زده کوونکي ووژل

رصد افغانستان

د آمریکا په شمالي ایالت کيرولینا کې د یوې مسلماني کورنۍ دری تنه غړي د یوه ۴۶ کلن امریکايي له خوا په ډزو وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې ډاکټر ضياء برکت، د هغه میرمن ۲۱ کلنه يُسر محمد او د هغې خور ۱۹ کلنه رزان محمد ابو صلحه نن ورځ د شمالي کیرولینا په چيپل هِل سیمه کې په خپل کور کې کې ویده ول، چې یوه وسله وال امریکایي یې کور ته ور اوښتی او پر دوی يې ډزي کړي دي.

ضياء برکت، میرمن یې او د هغې خور د کیرولینا دولتي پوهنتون په روغتون کې د غاښونو په برخه کې تخصص کاوه. دوی د فلسطيني ماشومانو د غاښونو د درملنې په موخه وخت په وخت په غزه کې روغتیايي کمپونه جوړول.

ويل کيږي ډاکټر برکت د وليبال او فوټبال وتلی لوبغاړی وو او په امریکا کې يې په دې برخه کې ګڼې جايزې هم اخيستې وې. پوليسو ۴۶ کلن امریکايي کریګ سټيفن هیګز د پيښې پر ځای کې له اتومات وسلې سره نيولی دی.

برکت تل له خپل ټويټر پاڼې د انساني ډلو تر منځ د سولې پيغام خپراوه. د برکت د میرمنې خور رزان محمد ابو صلحه هم تکړه بلاګره وه او د خپل بلاګ له لارې یې امریکایانو ته د فلسطين د قضیې په اړه پوهاوی ورکاوه.

دا پداسې حال کې ده، چې د چارلي هيبډو له پيښې وروسته په لویديځ کې د مسلمانانو پر خلاف د متعصبو کړیو په منځ کې کرکه زیاته شوې ده.

ځينې شنونکي په دې باور دي چې د چارلي هیبډو پيښه هم په حقيقت کې د مرموزو کړیو له خوا رامنځته شوه تر څو په لویديځ کې پراخې اسلاموفوبیا ته لاره هواره کړي او هلته د اسلام د سپيڅلي دين د پرمختګ مخه ډب کړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *