د امام حسن البنا فکر او لاره

پوهندوی محمد مزمل اسلامي

د معاصر اسلامي امت لومړنۍ ستونزه له اسلام څخه په فهم او برداشت  کې ده، چا ترې جزوي فهم اخستی، چا ترې يوازې صوفيانه، چا ترې  وچ سياسي، چا ترې افراطي او چا ترې نيمګړى او تفريطي.

امام حسن البنا د ٢٠ اصولو په رڼا کې – چې د امت د وحدت وثيقه بلل کيږي- د اسلام  شمولي او وسطي فهم چې له انساني تمدن او پرمختګ سره مسايرت او همغږي لري او د روحانيت، سياست، دعوت او جهاد ټولې ښيګڼې پکې دي، معتقد وه او نورو ته یې معرفي کړ.

د امت يوه بله ستونزه د ژوند له واقعيتونو څخه ليرې فلسفيانه طرز تفکردى چې يوازې پر بحثونو، مناقشاتو، نظرياتو او خيالونو باندې ولاړ دى او متاسفانه د امت يو زيات شمير ځوانان په همدغه مصيبت ککړ دي. امام بنا عملا له ځان څخه پيل  کوي،کورنۍ جوړوي، او کلي او ټولنې ته وزي. (د فرد، کورنۍ اوټولنې اصلاح). لومړى ځان جوړي بيا بل دعوتوي (اصلح نفسک وادع غيرک). لومړی اسلام پر ځان پلى کوي او بيا يې پر نورو د پلې کولو هڅه کوي (اقيموا دولة الاسلام فى قلوبکم تقم على ارضکم).

د امت بله ستونزه د دعوت، امربالمعروف، او نهى عن المنکر ناسم اسلوب دى چې ډير ځله سرچپه پايلې لري او له ګټې يې تاوان ډير وي. د شريعت له مقاصدو څخه هاخوا پر ذوق او سليقه ولاړ وي.

امام بنا ډ ټولو حکيمانه شرایطو په نظر کې نيولو سره دعوت د شريعت له مقاصدو سره وتاړه، اوهغه يې د اولوياتو، موازناتو، مصالحو او مفاسدو په معيارونو باندې منضبط  او د دقيق پلان او تخطيط  په اصولو منسجم کړ.

د امت څلورمه ستونزه د جهاد په اړه ناسم فهم، ناسم تعامل او هغه له خپلو غصو، انتقامونو، جذباتو او احساساتو قربانول دي.

امام بنا جهاد دهغه له رښتينې انځور، د هغه له سپيڅلي هدف او لوړو انساني اهدافو او آدابو سره د خپل دعوت او حرکت جزء وګرځاوه، داسې لکه د اسلام چې يو جزء دى او عملا يې د مسلمانو او اسلامي خاورو دازادۍ او انسانيت د نيکمرغۍ اسلامي جهاد ته ودانګل، او تر اوسه د هغه لارويان د جهاد پر وياړمنې لار روان دي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *