افغانان هر کال شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر بهر کې په درملنه لګوي

بي بي سي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي افغانان هر کال له ۳۰۰ میلیونو ډالرو ډېرې پيسې په بهرنیو هیوادونو کې په دارو درملو لګوي.

په کور دننه د معیاري روغتونونو او اسانتیاوو نشتوالی له هغو مهمو لاملونو دی چې ګڼ شمېر افغانان بهرنیو هیوادونو ته د درمنلې اړوي.

اوس دغه وزارت وايي داسې پروګرامونه یې جوړ کړي چې له مخې به د دغو پيسو نیمايي په افغانستان کې مصرف شي.

حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې لیکي چې د نور خدماتو ترڅنګ، په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او آن دا چې د عامې روغتیا وزارت په وینا په دغه هیواد کې یو دولتي معیاري روغتون هم نشته.

ښايي همدا لامل وي چې ګڼ شمېر افغانان د درملنې لپاره ګاونډیو او یا هم نورو هیوادونو ته ځي.

که څه هم په تېرو نژدي ۱۴ کلونو کې د روغتیا په برخه کې کارونه شوي، خو په هغه کچه نه دي چې د ناروغانو ټولې ستونزې اوارې کړي.

دعامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي چې افغانان میلیونونه ډالر په بهر کې پر روغتیايي خدمتونو مصرفوي او زرګونه کسان بهر ته د درمنلې لپاره ځي.

نوموړی وايي هڅه کوي دغې ستونزې ته د حل لاره ومومي:

د هغې ژمنې له مخې چې موږ کړې او که خدای کول عملي به هم شي، دا ده چې د حکومت او خصوصي سکتور په مرسته به په افغانستان کې یو معیاري روغتون جوړ کړو. د یوه معیاري روغتون جوړیدل ښایي لږ تر لږه دوه کلونه ونیسي“.

اول قدم به دا وي چې که موږ د دغو پيسو نیمايي مخه را ډب کړو، په افغانستان کې به ښه عاید وي. خو زموږ هدف دا دی چې په ټول افغانستان کې روغتیايي خدمتونه معیاري کړو“.

نوموړی وايي چې حکومت اوس د خلکو شپږ فیصده روغتیايي اړتیاوې پوره کولای شي.

دعامې روغتیا وزیر دارنګه وايي چې بهرنۍ مرستې هغسې چې لازمې دي، سمې نه لګول کېږي او له دغه وزارت سره د شویو مرستو ډېره برخه سلاکاران اخلي. ښاغلی فیروز وايي چې دغه وزارت له ۴۵۰ ډېر سلاکاران لري.

نوموړی چې نوی د عامې روغتیا وزیر شوی، وايي هڅه یې دا ده چې د بې ځآیه لګښتونو مخه ونیسي او اغېزمن سیستم رامنځ ته کړي.

که په کور دننه معیاري روغتونونه جوړ شي، ښايي هغه زرګونه افغانان چې بهر ته د درملنې لپاره ځي، په افغانستان کې روغتونونو ته مخه کړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *