خبر څه ته وايي؟

عبدالمعید هاشمي

سره له دې چې په چاپي او برېښنايي رسنيو کې پراختيا رامنځته شوې او هر څوک خبر  پېژني. په نړۍ کې بېلابېل سرويسونه د ((خبري سرويسونو)) په توګه کار کوي او  ساعت په ساعت خبرونه خپروي، د ورځنيو خبرونو ترڅنګ بېړني خبرونه ((بريکېنګ نيوز)) هم ترلاسه کوي او خپروي يې.

د ژورنالېزم د علم پرمختګ او پراختيا له امله د خبر علم تر کتابونو، ژورناليستانو او ((ټولګيو)) پورې محدود نه دى پاتې.

په نړۍ کې د ژورنالېزم او عامه رسونې د ښوونې او روزنې بنسټيز پيل د خبر له تعريف او پېژندنې څخه کېږي. نو له همدې امله له هر څه وړاندې لومړى خبر ته، تم کېږو.

خبر څه ته وايي؟

د دې پوښتنې ځواب له هغه مهاله ورکول کيږي، له کله نه چې چاپي رسنۍ پيل شوې دي، هو خبرونه تر دې وړاندې هم وو، په دومره توپير چې د خبر ترلاسه کولو سرچينى او خلکو ته د رسونې لارې چارې بېلا بېلې وې.

ګڼو خلکو دغې پوښتنې ته بېلابېل ځوابونه ورکړي دي، داسې لکه د ټولنيزو، سياسي او نورو غير ساينسي علومو په اړه چې څه ډول دي؟ لامل يې دادى چې يوه علم ته د ټاکلي تعريف بريد نه دى په ګوته شوى او په ګوته کول يې ستونزمن دي. هرڅوک له خپل اند او  واند ددې تعريف کوي. خو د بېلابېلو تعريفونو او نظرونو له مطالعې او کتنې وروسته سړى يوې پايلې ته رسېدلى شي.

ځينو خلکو د خبر اسانه لفظ، عام فهمه پېژندنې ته په کتلو داسې تعريف کړى، چې ((خبر)) خبر ته وايي.

ددغه تعريف منل داسې مانا ورکوي چې: (( شعر شعر ته وايي، اهنګ اهنګ ته ويل کېږي او ژورنالېزم ژورنالېزم ته)).

د خبر تعريفونه

ډاکټر عبدالسلام خورشيد د خبر د تعريف په بحث کې ويلي دي، چې د خبر اړيکه له هغو پېښو او مشاهدو څخه ده چې له معمول پورته وي.

رحيم علي شاه هاشمي په انګليسي کې خبر ته (News) وايي او نيوز يې له نيو (New) څخه اخيستل شوى، چې د نوي په مانا دى.

په اردو ژبه کې خبر( عربي لفظ) هم د تازه په مانا راغلى دى.

حامد جلال په خپل کتاب ((دلته دي خبرونه ((Here is the news)) کې وايي چې خبر هغې نوې خبرتيا ته وايي چې، لېدونکو، کتونکو او اورېدونکو ته په زړه پورې وي او يا ترې څه زده کړي.

  • په انګليسي ژبې اکسفورډ ډکشنرۍ کې د خبر تعريف داسې شوى ((نوې اطلاع او د تازه پېښو راپور)) ته خبر وايي.
  • وايل ايرون ((Will Lrwin)) په خپل کتاب پراپېګنډه او خبر کې وايي: ((د خبر د متصادمو ځواکونو شخړې هغه نوم دى، چې د معمول او دود پر خلاف د لوستونکي، ليدونکي، کتونکي او اورېدونکي پام ځان ته را آړوي)).
  • ويلم اېف بريکس ((William F. Brooks)) په خپل کتاب راډيويي خبر ليکنه کې ليکلي چې: ((خبر د هغو زړه پورې، تازه او رښتينو پېښو بيانولو ته وايي چې پېښېږي)). پېښيدونکى وي او يا نه پېښيدونکى وي. له توقع سره سم پېښيدونکى او يانه پېښدونکى وي.
  • کارل وارن واېي ((خبر هغه راپور دى چې عامو خلک ته يې معلومات نه وي)).
  • برتانوي ژورنالست جيرالډاى بليو سېنليډ_په لاندې ډول د خبرتعريف کوي:

زما هدف له خبر څخه حقايق دي، يانې داسې شيان چې پېښ شوي او يا پېښيدونکي وي. داسې معلومات چې د رسنيو مينه والو ته په زړه پورې وي او يايې په اړه معلومات ترلاسه کول غواړي. او يوبل ته ددغو معلوماتو رسول غواړي.

په يوه هېواد کې زلزله، په نړۍ کى يو نوى منځته راتګ، ديوه پېژندل شوي تن وژنه، د يوه بانک سقوط، په يوه کابينه کې اختلافات، له يو نوي ژوبڼ څخه د زمري تښتېدنه، يوه ساري ناروغي خپرېدل، توپان، سيلابونه او باد باران. دغه شيان خبر دى.

د خبر پورتنى تعريف اوږد دى، خو بشپړ او د خبر بېلابېل تعريفونه پکې يوځاى شوي دي.

يعنې هره هغه پېښه خبر دى چې:

الف: خلکو ته په زړه پورې وي.

ب: ريښتيا وي.

ج: په اړه يې خلک پوهېدل غواړي. يا يې ژورنالستان خلکو ته ويل غواړي.

  • ويليم سټيډ وايي خبر (( هغه څه ته وايي چې تازه او غير معمولي وي)).
  • لارډ نارتو کلف خبر داسې تعريف کړى. ((که يو سپى انسان وداړي خبر نه دى، خو که يو انسان پورته شى او سپى و داړي دا خبر دى)).
  • بدر شکېب وايي: خبر د هغې پېښې راپور ورکولو ته وايي چې ټولنې ته په زړه پورې وي.
  • د خبر ليکنې کتاب لېکوال ايم _ لائل _ سپنسر ((M. Lyel Spencer)) وايي خبر هغه پېښه او رښتونى خيال دى چې ډېرو خلکو ته په زړه پورې او لېوالتيا ورسره لري.

جاسن په خپل کتاب ((What is news)) کې ليکي:

((خبر د هغې پېښې رېښتنى بيان دى چې د خبر ليکلو يوه لوړ پوړي کس (( خبريال، اېډيټر يا مدير))  ډاډ پرې راشي)).

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *