د دفتري چارو د سمبالولو لارې

ژباړه: ذبیح الله حلیم

کله چې ته په خپل مسلک کې بریالی کس شې او زیات شمیر مسؤلیتونه د پر اوږو دربار شي، هغه وخت به دا درک کړې چې ستا موجوده وخت ستا د کارونو په تناسب ډیر کم دی.

مهمه ده چې ته د خپلو لاسته راوړنو څخه باخبره اوسې او هغه لارې چارې تشخیص کړې چې ستا وخت نیسي. د وخت د ضایع کوونکو مواردو په اړه پوهیدنه مهمه ځکه ده چې د تکتیک او پوهیدنې له پرمختګ سره به لاسته راوړنه هم زیاته شي.

لومړی: ځنډول پریږده

معمولا د کار تر ټولو سخته برخه پر مخ روانه وي، هر هغه کار دې چې ځنډولی پیل یې کړه. یو ځل چې حرکت پیل شی بیا به پوه شې چې کار مو هغومره چې تاسو یی فکر کاوه ستونزمن او سخت نه وو. هڅه پدې وکړئ چې لمړی هغه کار ترسره کړئ چې پر اوږو مو پروت خو ډیر مو اړخ نه ورسره لګیږی. دا په دې معنې چې لویه ستونزه مو مخکې پرته ده، د دې په حل کیدو سره به تاسو په پوره خوښئ د نورو کارونو په لور وخوځیږئ.

دویم: دمه وکړه

د یوه اوږده مهال لپاره مثمر کار کړل ستونزمن دی، ثابت شوی حقیقت دی چې بې له وقفې به ستا د کار کیفیت او پر هغه باندې تمرکز له منځه لاړ شی.

له خپل کاري میز اخوا شه، قدم ووهه، تازه هوا تنفس کړه، خپل ذهن او مغز ته اجازه ورکړه، لږ په نورو کارونو کې هم فکر وکړه… دا او دې ته ورته نورې چارې به ستاسو په ذهنې پیاوړتیا او کاري تولید کې ستر مرستندوی شی.

دریم: حواس راټول کړه

د خپل کمپوټر د سکرین شا ته چې د انټرنټ کوم لین دی هغه لرې کړه، دا ثابته شوې چې انترنټ د حواسو د تیتیدو باعث ګرځی. په بصري هغه شیانو کې هم فکر وکړه، آیا ستا د میز مخه هغه لورې ته ده چې خلک دې مخې ته اوړی را اوړی او سلامونه درته اچوی؟ غوره خو دا ده چې د میز جهت بل اړخ یا لوري ته واړوې تر څو دې سترګې له خلکو پناه وي او پخپل کار صحیح تمرکز وکړای شې.

څلورم: په مهمو ټکو تمرکز وکړه

اړینه ده تر څو د خپلو ورځنیو چارو لیست ترتیب کړې، په هغه مهمو چارو چې باید ترسره شي زیات تمرکز وکړه، په غیر مهمو چارو وخت لګول کیدای شی تا ته پوره روحي ستونزه او فشار وزیږوی نو تل د هدف خواته درومه.

پنځم: ځان منظم کړه

د یوه شي پیدا کول او یا هم پلټل، حتی د یوه سټیپلر پیدا کول ستا د وخت په ضایع کولو کې ونډه لرلئ شي او وخت دې ضایع کوي. د مهمو اسنادو، وسایلو او موادو لټون او موندنه هم تر ډیره ستا د وخت د ضیاع باعث ګرځیدلی شي او تر څنګ یې د روحي فشار زیږنده هم ګڼلی شو.

هره ورځ څو دقیقې دې چارې ته وقف کړه چې څنګه کولی شې منظم شې، له کلیزې (جنتری) ګټه اخیستنه هم له یاده مه باسه، د دې کار په کولو سره به ته په خپلو اړوندو چارو حاکم او برلاسی شې.

شپږم: استازی وټاکه

که چیرې کاري ټیم لرې نو د استازو په ټاکنه کې هڅه وکړه، نوو کسانو ته فرصتونه او مسؤلیتونه ورکول په حقیقت کې هغوی نازول دي او ته به پدې توګه وکولی شې خپلو نورو مهمو چارو ته رسیدګي وکړې.

اووم: (نه) ویل زده کړه

دا به غیر واقعي وي چې د هر ډول او هر کار د کولو هڅه مونږ پخپله وکړو، په رسمي چارو کې ځینو چارو ته (نه) ویل یو مهم او اساسي ټکی ګڼل کیږی. (پدې اړه بیله لیکنه شته)

اتم: خپل ایمیلونه منظم وساته

د خپلو ایمیلونو د سمبالښت لپاره یو وخت ځانګړی کړه، (Inbox) ته د هر ایمیل په رارسیدو هغه ته عاجل او پر وخت ځواب ورکړه، دا کړنه به ستاسو له اوږو د کارونو د انبار پیټی کم کړي.

نهم: ټایپ کول(Typing)  زده کړه

په یوه ګوته ټایپ کول او یا هم کمزوری ټایپنګ، ستاسو د زیات وخت د ضایع کیدو او د کار د کیفیت د ټیټیدو لامل ګرځیدلی شی. ښه او په سرعت ټایپنګ به تاسو ته زیات وخت وسپموي.

لسم: تمرکز

په یوه وخت کې څو روان کارونه مه ترسره کوه، په چارو کې تمرکز ډیر اړین دی نو د هغه غیر اړینو چارو شمیر کم کړه چې د زیات وخت لپاره ستا د مشغولتیا او دخیلیدو باعث ګرځي.

یوولسم: خپل ځان ته پام وکړه

خپل ځان ته پاملرنه، ښه خوراک، خوب او ورزش به تا ته د پوره ورځې لپاره کافی انرژي دروبښي او ته به پدې توګه وکولی شې د ستونزمنو کارونو ترسره کولو ته په ډیرې آسانۍ اوږه ورکړې.

دولسم: له خپل کمپیوټر یا کارځای څخه لیرې شه

له یو چا سره ملاقات وکړه، په کافی شاپ یا رستورانت کې د خپلو نورو کارونو لیست ونیسه… په کاري چاپیریال کې بدلون راوستل کولی شي تا ته نوې انګیزه او روحیه دروبښي او ذهن ته مو ښه، نوي او مفید نظریات درشي.

دیارلسم: د کوټې دروازه بنده ساته

دا به کیدای شي د دې لپاره یوه نښه وی چې په غیر مستقیم ډول له نورو څخه د مزاحمت نه کولو غوښتنه کوې، یو غیر مزاحم کاري ساعت تاسو سره دا مرسته کولی شي تر څوپه خپلو مهمو ټکو ښه تمرکز وکړئ او هغه چارو ته حل لارې پیدا کړئ چې په مزاحم ماحول کې یې موندل ستونزمن بریښي، همدې چارې ته پابندي به ستا دوستان عادت کړي تر څو په یاد صورت کې ستا مزاحم نشي.

څرنګه چې ستا وخت د کارونو د زیادښت په تناسب ډیر کمی کوي نو ته باید پوه شې چې کوم موارد ستا د وخت د ضیاع باعث ګرځي، اوس د دې لپاره چې چارې مو بریالۍ او پر وخت ختمې شی د مدیریت(Management)  قوی تعقیب او په کار اچونې ته اړتیا ده.

دا هغه ټکی وو چې تاسو سره ستاسو په بریا کې مفید تمامیدای شی.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *