د نجومو پیژندنه: ذبیح الله حلیم

ذبیح الله حلیم د ډاکتر شهزاده حلیم زوی، د محمد دل لمسی د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالی د تنګی د درې د حسن خیلو اصلي اوسیدونکی دی.  په ۱۳۶۸ لمریز کال کې یی دې نړۍ ته سترګی پرانیستي دي. تر دریم ټولګي یې زده کړې د تنګي د درې په عثمانیه ابتدائیه ښوونځي کې ترسره کړي، منځنی ښوونځی یې د کابل د قلعه کاشف په متوسطه کې او لیسه یی د کابل ښار د ابوذرغفاری په عالي لیسه کې پای ته رسولې ده.

په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د کانکور د آزموینې له لارې د کابل پولیتخنیک پوهنتون ساختماني انجینري پوهنځۍ ته په ډیرو ښو نمرو بریالی شو.

د پوهنتون او درسونو په جریان کې یی په خپل پوهنتون کې دعوتي کارونه هم پر مخ بیول. په یاد پوهنتون کې د پيام اصلاح د ویشلو مسؤل وو.

له فراغت څخه وروسته نوموړي په خپله اړونده رشته کې زیات روزنیز پروګرامونه د مختلفو ملی او نړیوالو ادارو او انجوګانو لخوا ترلاسه کړي او په ترڅ کې یې ګڼ شمیر ستاینلیکونه او تصدیق پاڼې هم ترلاسه کړې دي.

په پښتو، دری او انګریزی ژبو روانې خبرې کولی شي او له یادو ژبو مقالې او نور اړین مواد ژباړلی شي.

ذبیح الله حلیم مخکې د اصلاح پیغام اداري مسؤل او وروسته د رسالت فرهنګی انجمن اداري مسؤل په حیث پاتې شوی دی.

ذبیح الله حلیم د نهاد جوانان مسلمان د رهبری هیئت په لمړۍ دوره کې مالی مسؤل او اوس د رئیس د مرستیال (معاون) په توګه مسؤلیت پر مخ وړی.

نوموړی تازه تازه د نجم د ویب پاڼې لپاره له انګریزی څخه پښتو ته د مدیریت په ډګر کې ژباړې پیل کړی دي.

په ورزشی ډګر کې حلیم د فوټبال او هنډبال خاص علاقمند دی او په نړیوالو ټیمونو کې د ریال مادرید لوبه خوښوي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *