ليبيا کې څه تېريږي؟

قدرت الله جاهد

ليبيا کې د ۲۰۱۱ کال د انقلاب څلورم کال د فبرورۍ په ۱۷مه پوره شو. دا هېواد اوسمهال له ډېرو کورنيو او بهرنيو ننګونو سره مخ دی.

دې هېواد کې د ۲۰۱۱ کال د ولسي پاڅون او ورپسې کورنيو جکړو له امله د معمر القذافي حکومت ړنګ او نوموړی د انقلابيانو لخوا ووژل شو. د ۲۰۱۱ کال اکتوبر میاشت کې نوی انتقالي حکومت رامنځ ته شو او د ۲۰۱۲ کال اګسټ مياشت کې د هیواد واک د ليبيا منتخب پارلمان (المؤتمر الوطني العام‎) ته وسپارل شو. د ۲۰۱۴ کال مې مياشت کې د معمر القذافي د وخت جنرال خليفه حفتر‎ په دې هېواد کې د الکرامه په نامه هوايي او ځمکني عمليات پېل کړل او د پارلمان د منحل کیدو هڅه يي وکړه چې په دې هېواد کې د نويو ټاکنو سبب شو. د ۲۰۱۴ کال جون میاشت کې کې نوې ټاکنې وشوې چې يواځې ۱۸٪ خلکو په کې خپله رايه وکاروله.

د ۲۰۱۴ کال اګسټ مياشت کې نويو ټاکل شوو وکيلانو د خلکو د مجلس (مجلس النواب) په نامه نوی پارلمان جوړ کړ چې د تېر پارلمان غړو لخوا رد شو او زيات شمېر سياسي ډلو او اسلامپالو دا د سياسي ډګر څخه د دوی ويستلو لپاره پلمه وبلله. د همدې کال په نومبر په میاشت کې د ليبيا سترې محکمې مجلس النواب منحل او غير قانوني اعلان کړ چې له دې وروسته داخلي جګړې دوام پيدا کړ او د خليفه حفتر په مشرۍ نوي حکومت د طبرق ښار ته کډه وکړه.

ليبيا له دې وروسته دوه حکومته شوه، يو يي په طرابلس (Tripoli) ښار کې او بل په طبرق (Tobruk)  ښار کې. د ليبيا قانوني او ولسي حکومت په طرابلس کې دی چې د ليبيا اسلامپالي يي هم ملاتړي او برخوال دي او ولسمشر يي نوري ابو سهمين او لومړی وزير يي عمر الحاسي دي، خو ملګري ملتونه بيا د حفتر په مشرۍ د طبرق حکومت په رسميت پيژني. د طبرق حکومت او پارلمان خپل مجلسونه په يوه يوناني ماشيني کشتۍ کې کوي او خاص دولتي جوړښت نه لري.

د ۲۰۱۵ کال د جنوري په ۱۶مه د ليبيا د حکومت او حفتر ترمنځ اوربند وشو او موافقه وشوه چې د ملي يووالي حکومت به جوړوي.

د مصر حکومت د جنرال عبدالفتاح سيسي په مشرۍ وروسته له دې چې د ليبيا په درنة بندري ښار کې د داعش ډلې لخوا د ۲۱ تنو قبطي عسويانو سرونه غوڅ شول په دې ښار اته ځله هوايي بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يي شاوخوا ۵۰ تنه ووژل شوو چې ويل کيږي ډېری ولسي وګړي په کې هم شامل دي. د مصر د عملياتو سره په همغږۍ کې د حفتر حکومت هم په دې ښار هوايي بريدونه وکړل، خو دا کار د ليبيا د حکومت لخوا ترورېزم او د ليبيا د ځمکنۍ بشپړتيا خلاف عمل وګڼل شو. د راپورونو له مخې د مصر حکومت د ليبيا د طبرق د حکومت ملاتړی دی چې ګمان کيږي لامل يي د ليبيا حکومت کې د اخواني ګوند عدالت او ودانۍ شتون دی.

ليبيا اوس د داعش ډلې له ګواښ، داخلي جګړو، بهرنۍ لاسوهنې او نورو ننګونو سره مخ ده. د ليبيا حکومت د داعش څخه د دې هېواد د ساتلو په موخه خپل پوځونه ټولو هغو ښارونه ته ليږلي چېرته چې د دې ډلې ملاتړي ليدل شوي دي چې په ترڅ کې يي د درنة ښار بېرته حکومتي پوځونو نيولی دی.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *