د شبل اپلتې او د جمعیت اصلاح حقیقت

مدثر اسلامي

د کب ۱۲مه د سه شنبې ورځ ټول افغان ویب پاڼې د جمعیت اصلاح په اړه د شبل حامد په نامه ناپیژاند سړي لیکنه خپره کړه. زه په سر کې د شبل لیکوالۍ او معلوماتو ته دوه لاسي سلام کوم؛ ښاغلي د لیکنې او څیړنې نږدې ټول اصول تر پښو لاندې کړي. د لیکنې له پیله تر پایه بې اساسه ادعاوې دي، چې د ده په وینا د نورو قولونه دي؛ خو د لیکنې په هیڅ ځای کې شبل د خپلو ادعاوو لپاره دلایل او سرچینې نه یادوي. زه له لسو کلونو جمعیت اصلاح پیژنم او په درسونو کې یې برخه اخلم؛ څه، چې شبل یاد کړي، ما یې یو هم ندی لیدلی.

د جمعیت اصلاح د غړو او مشرانو په توګه د شبل تورونه داسې دي، چې یواځې الله یې لده سره معامله کولای شي.

د جمعیت اصلاح په اړه دومره ویل ضروري دي، چې یو انساني ټولګی دی، پرښتې ندي؛ غړي به یې ضرور خطا هم کوي او ګناه هم، خو د ولس مادي او معنوي رغونې کوم کار ته یې چې اوږه ورکړې سپیڅلی دی؛ پدې لار کې د هیڅ ډول امتیاز تمه نکوي او له ملامتۍ نه ویریږي. طبیعي ده، چې داسې سپیڅلی کار وخت په وخت د مغرضو او کینه ګرکو اشخاصو او ډلو د تیر نښه کیږي، خو د کمزورتیا په ځای یې لا پیاوړی کوي.

جمعیت اصلاح، چې د تاسیس په یوه لسیزه کې د هیواد په دیني، تعلیمي او تحصیلي، فرهنګي، اجتماعي، اقتصادي او صحي ډګرونو کې کومې کارنامې کړي، د افغانستان په تاریخ کې هیڅ یوې ټولنې یا تنظیم ندي کړي؛ جمعیت اصلاح د دې کارنامو په بریا کې د ولس د بې ساري مرستو پوروړې ده.

جمعیت اصلاح د خالص افغاني فکر او تصور زیږنده ده، چې د یو شمیر لوستو، متخصصو او د هیواد پرمختیا ته ژمنو افغانانو په هڅو رامنځ ته شوې او اساسي موخه یې د افغانستان هر اړخیز پرمختګ دی.

د غړو غوڅ اکثریت یې افغان کدرونه دي، چې په بیلا بیلو علمي څانګو کې یې د لیسانس، ماسټرۍ او دکتورا تر کچې زده کړې کړي؛ هغوی، چې نالوستي دي، خو د اسلامي فکر لپاره د کار جذبه لري هم د دې ټولنې غړیتوب لري. له پوهې او تخصص سره سره یې غړي او مشران دومره متواضع او مینه ګرکې دي، چې یو نااشنا به یې په لیدو داسې فکر ونکړي، چې د دومره لویې ټولنې غړي یا مشران دي.

ټول غړي یې د منځني یا ټیټ اقتصاد خاوندان دي، او په ټولیزه توګه د جمعیت اصلاح په هر درس او پروګرام کې د حلال کسب او اسلامي ژوند په اړه تاکید کیږي.

د جمعیت اصلاح په اړه دا تور تر ټولو ډیر بې اساسه دی، چې هره خبره د ځان په وړاندې ګواښ ګڼي؛ د ټولنې له تاسیس راهیسې پرې ګڼ شمیر ښکاره او پټ تورونه لګیدلي، خو ټولنې هیڅ وخت د دې تورونو ځواب ندی لیکلی. جمعیت اصلاح د ولس په منځ کې کار کوي او د ولس باور ورته تر ټولو لویه تکیه ده.

د جمعیت اصلاح د غړو کورنۍ د هیواد د ننه اوسیږي او اقتصادي وضع یې د یو عادي افغان له وضعې ډیر توپیر نلري؛ ډیری غړي یې ګاونډیو هیوادونو ته له اړتیا پرته سفر نکوي، واشنټن او پاریس په ځای پریږده.

د ژبنیو توپیرونو په ډګر کې جمعیت اصلاح یواځینۍ افغاني ټولنه ده، چې غړي یې له ژبې، سمت او قوم پورته د یوه ولس او یوه امت په توګه فکر کوي، چې مسئولیتونه یې له دې محدودو او مصنوعي دایرو ډیر پراخه او ستر دي.

په ټولنه کې یې اغیز او حضور، په ټولنه کې د دوی له مقبولیت او محبوبیت له ورایه بریښي. د دوی په غږ زرګونه هیوادوال د قرآن پوهنې دورو کې برخه اخلي او په لس ګونه زره نور د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دفاع لاریون ته راوځي.

د شبل څرګندونې، د دې په ځای، چې په منطقي استدلال او د خیر غوښتنې په اراده ولاړې وي، تر ډیره د ده د عقدو تولید ښکاري. د ده او دا ډول نورې څرګندونې هیواد او ولس ته د خدمت په میدان کې د جمعیت اصلاح هوډ نه اغیزمن کوي. زه او نور هیوادوال، چې جمعیت اصلاح پیژنو او له پروګرامونو یې خبر یو، داسې څرګندونې راته بې ارزښته او بې اساسه دي. مونږ په هیواد کې د جمعیت اصلاح پر کړنو د بې ځایه انتقاد په ځای، لدې ټولنې سره د مثبتې او رغنده سیالۍ غوښتونکي یو. هیواد اوسمهال داسې افرادو او ډلو ته اړتیا لري، چې د هیواد په جوړولو کې له یو بل نه د مخکیتوب لپاره مټې ونغاړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *