موسیقي د روح غزا ده!

عبدالمصور برکت

په وار وار مې د افغانستان له راډیويي او تلویزیوني چینلونو، چې په ډیری ښارونو او کلو کې یې ځوانان له چتې ایستلې دي، اوریدلي، چې موسیقي (په اصل کې له ډمګرۍ پرته نور پکې څه نشته) د روح غذا ده. دا پداسې حال کې ده چې تر اوسه هیڅ یو رسمي تحقیق نده ثابته کړې، چې موسیقې د روح غزا ده، بلکې برعکس ډیری تحقیقات دا ثابتوي چې ډیره موسیقي اوريدل د ډول ډول نارغیو لکه دزړه ناروغي، د اعصابو ناروغي، زر په قهر کیدل او د انسان د پوستکي رنګ د توریدو سبب کیږي.

دا راډیويي او تلویزوني چینلونه له یو پلوه په خپله دروغ وایي اوله بل پلوه د افغانستان نوی او ځوان نسل، چې د افغانستان بیا راتلونکې د هغوی په لاس کې ده او دا شاړې ویجاړې دوی ته د آبادی په تمه په تورتمونو کې شپې سبا کوي، دې هڅوي چې موسیقی د روح غذا وبولي او د موسیقي اوریدو ته یې لیوالتیا ډیره شي.

پر لویو لارو ډیری وخت موټر چلوونکي د لوړې موسیقۍ د اوریدو له امله د موټر کنټرول له لاسه ورکوي او د ځاني زیان اړولو پرته دی او سوارلۍ د ګناه په حال کې ژوند له لاسه ورکوي.

ای هغو انسانانو چې موسیقي د روح غذا بولئ! تاسې تر لوی خدای جل جلاله څخه، چې د ټول بشر خالق او روزنکی دی، ښه پوه یاست؟

ایا تر محمد صلی الله علیه وسلم، چې د بشر لارښوودونکی دی، هم ډیره پوه یاست؟

که موسیقی د روح غذا وي نو بیا قرآن د څه له پاره؟ پداسې حال کې، چې الله پاک فرمايي: الا بذکر الله تطمئن القلوب.

له پورته مبارک آیت څخه جوتیږي چې د روح غذا د لوی رب جل جلاله  ذکر دی، نه موسیقي او که موسیقي د روح غذا وای نو محمد صلی الله علیه وسلم به په احادیثو کې له هغه څخه هرومرو یوه یادونه کوله چې تر څو یې خلک واوري او روح یې پرې تازه شي. خو موسیقي اوریدل د ذهن له مزاحمت، د وخت له ضیاع او مبتذلو کلماتو اوریدو پرته نوره ګټه نلري.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *