وطندوستي، یعنې؟

روح الله ساحل

زه په خپل شعر کې وطن ستایم، آیا دا له وطن سره مینه ده؟

زه په مبایل کې ملي سرود لرم او په ورځ کې ېې دوه دری ځله اورم، آیاپه دې مې وطن ته ګټه رسیږي؟

زه په خپل موټر کې د افغانستان بیرغ ساتم، آیا په دې سره به مې د وطنوالو د ژوند کچه ښه شي؟

هو، د دې ټولو پوښتنو ځواب مثبت دی. دا ټول له هېواد سره د مینې ښکارندوی دي، هېواد او هېوادوالو ته یې ګټه رسیږي او د تقویې لپاره یې باید کار وشي.

ستونزه دلته ده، چې له بده مرغه ډيری وخت له وطن او وطنوالو سره مینه په دې ډول ظاهري کارونو کې راخلاصه کیږي او له وطن سره د مینې اصلي غوښتنې له یاده ایستل کیږي. دا که ځینې وخت د ناپوهۍ له کبله کیږي؛ ډیری وخت د پوهې سره سره د شخصي ګټو د لاسته راوړلو د حرص د غلبې له امله وي.

ځوانان مو کله کله ځانونه په همدې پلمه خلاصوي چې بیرغ مې په کورتۍ کې ټومبلی، وطني شعرونه خوښوم او تور، سور او شین دسمال مې په اوږه پروت دی. هېوادنۍ مینه چې له ما او تا څخه څه غواړي، له دې ډېر پورته دي. له هر اړخه د وران او ویجار هیواد سره د رغونې په روحیه مینه درلودل یوازې په څو ظاهري کارونو کې باید راخلاصه نه شي، او نه هم باید د څو ظاهري کارونو په لیدلو سره په چا کې د وطندوستۍ د شته والي حکم وکړو.

ځوان نسل په ځانګړي ډول باید په دې پوه شي چې له خپلې خاورې سره مینه د وطن د ورانو ویجاړو د پیوندولو له لارې ریښتیا کیدلای شي، هر څوک د یو څه کولو توان لري او هېڅوک دې نه وايي چې یوازې زه به څه وکړم.

د یوه هېواد په ټول تحصیلي سیستم کې چې کم تر کمه ۲۰ سلنه تازه درسي مواد د محصلینو په خپله ژبه نه پیدا کیږي، په لسګونو ولایتونو کې یې د مکتبونو دروازې بندې وي، هره میاشت یې سلګونه ناروغان نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره روان وي، د پرېمانه اوبو او ځمکو له لرلو سره سره بیا هم تر ډېره پورې ټول خوراکي مواد له بهر څخه تهیه کوي، سیاسي نظام یې د لسګونو کلونو لپاره په چل، دوکه، قتل او لوټ سره چلیدلی وي، د ځوانانو لپاره یې په کار ده چې یوازې په وطني شعر، وطني سمبولونو او وطني شعارونو باندې ځان خلاص نه کړي.

که څوک له وطن سره د مینې د اظهار خبره کوي نو د وطن او وطنوالو ګټې باید له خپلو ګټو وړاندې وبولي او د هغو د لاسته راوړلو په لار کې داسې هلې ځلې وکړي لکه د شخصي مهمو ګټو د لاسته راوړلو په لار کې چې ستړی وي. زمونږ په وطن کې ډېر داسې کسان شته چې د وطن سره د مینې تر نامه لاندې یې د وطن شتمني لوټ کړه، د وطن سره د مینې په نامه باندې یې له نورو هېوادونو څخه پردی کلتور راوارد کړ او عامیانه یې که ووایو د تور، سور او زرغون دسمال لاندې یې تور، سور او زرغون ډمتوب ورتخته کړ او د هېوادپالنې نوم یې پرې‌کېښود.

د تعلیمي او تحصیلي ادارو اړوند او په ټوله کې ټولو ځوانانو ته په کار ده چې په هر مسلک کې د زده کړو پر وخت د وطن د وراثت فکر وکړي او په دې روحیه زده کړه وکړي او د کار لپاره ځان چمتو کړي چې له ده پرته د دې هېواد بل غمخور نشته او څه چې زده کوي یا یې زده کړي، د ټولو هېوادوالو حق پکې شته او باید اداء شي.

زه دلته د وطندوستۍ د غوښتنو په اړه په تفصیل خبره نه کوم، بلکه یوازې همدومره مې غوښتل ووایم چې که څوک د بل مالونه غلا کوي، ګاونډی په تکلیفوي، تعصب پالي، د نورو قومونو حقونه خپل قوم ته غواړي، هرځای په نوبت کې له خپل هموطن څخه د مخکې کېدلو هڅه کوي، عامه منافعو ته تاوان رسوي، په یوه نه یوه لاره د هیواد د ثبات د له منځه تللو لامل کیږي، په دنده کې غفلت کوي، فساد او رشوت ته یې ملا تړلې ده؛ که د افغانستان لس بیرغونه هم په ځان پورې وځړوي بیا هم وطنپال او وطندوست نه ورته ویل کیږي. که د ګاونډي ماشوم دې د قلم او کتابچې پیسې نه لري او ته د هرې جمعې په مېله کې زرګونه افغانۍ مصرفوې، له هېوادوالو سره د مینې په ادعا کې دروغجن یې. هغوی چې د هېواد د ځوان قشر تر منځ اخلاقي فساد خوروي او ځوانان د تعلیم او تحصیل پر ځای عبثیاتو ته رابولي؛ که د وطن په مینه کې سل ترانې هم ثبت کړي، له وطن سره خپله مینه نه شي ثابتولی.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *