افغانستان کې جهاد څه ګټه وکړه؟

عبدالمصور برکت

لوی الله جل جلاله جهاد د اسلامي شعایرو د ساتلو، مسلمانانو د حقونو، دین، وطن، او ناموس څخه د دفاع په موخه په هر مؤمن او عاقل مسلمان د قیامت تر ورځې فرض کړی او په سپیڅلي قرآن عظیم الشان او نبوي احادیثو کې ګڼ شمیر لارښوونې پدې اړه راغلي دي.

هر مسلمان مکلف دی چې د هماغو لارښوونو سره سم له خپل دین څخه د هر ډول تیري په مقابل کې دفاع وکړي. جهاد یو داسې لوی او ارزښتناک عبادت دی چې له لارې یې مسلمانان نه یواځې اسلامي شعایر، ننګ او ناموس خوندي کوي، بلکې په هسکه غاړه او خلاصو مټو یو خوندور او باعزته ژوند کولای شي.

دا چې په افغانستان کې د روسانو په وړاندې جهاد څه ګټه وکړه، غواړم لوستونکو ته پرې لږ رڼا واچوم. پدې ښه پوهیږو چې له روسانو سره جهاد تر یو واحد او قوي چتر لاندې په ښه همغږۍ تر سره نه شو او کیدای شي په دې توګه یو لړ اسلامي شعایر هم د ځینې اشخاصو له خوا تر پښو لاندې شوي وي چې په ترڅ کې یې ځینې رهبرانو څه چې ډیرو وړو وړو مریدانو یې  ځانونو ته دنګې دنګې ماڼۍ جوړې کړې، ځینې پکې د مجازي قدرتونو خاوندان شول او ځینې یې بیا د بې ګناه وګړو په وینو ځانونه ښه سیراب کړل، خو ځینې یې بیا لا اوس هم په غرو او رغو کې د یو اسلامي نظام د ټینګښت په مقصد شپې او ورځې هلې ځلې کوي.

په دې کې هم شک نشته چې د جهادي تنظیمونو په اوو ټوټو ویشلو کې د بهرنیو یا کورنیو استخباراتو لوی لاس وو چې کیدای شي د همدې رهبرانو ډیری به له دې کشالې خبر هم وو چې په پایله کې یې دروسانو پرضد سپیڅلۍ جهاد دیولړ سیاسې څیرو د انتقادونو ټوکرۍ شوه او یاد جهاد یې په افغانانو د بل په اشاره ورتپلې جګړه حساب کړه.

خو! ځوانانو او هغو چې د جهاد صحنې مو پر خپلو سترګو ندي لیدلي، یوه خبر له یاده مه باسئ چې یاد جهاد او تر ۲ میلیونه د ډیرو مسلمانانو د شهادت ګټه دا وه چې کمونیزم نه یوازې په افغانستان کې له ماتې سره مخامخ شو بلکې په ټوله نړۍ کې یې ټغر د تل لپاره ورټول اود یوې منسوخې نظریې لقب یې خپل کړ.

د وخت د ابن سینا ښوونځي شاګرد راز محمد فدایې وایي: ((د کمونیزم او اسلام ترمنځ فکري جګړه داسې حال ته رسیدلې وه چې حتی ډیرو کمونستانو به آذان ته د خره انګولا ویله (العیاذ باالله). نوموړی زیاتوي چې مونږ درسونه دومره نه ویل لکه څومره مو چې داسلامي شعایرو په خاطر له کمونستانو( خلقیانو او پرچمیانو) سره دلایل ویل)). د نوموړي په وینا کمونستانو په ښکاره په ښوونځیو کې دکمونیزم درې ګوني نظریه ( الفبا مبارزه، مټریالیزم ډیالیکتیک او جبر تاریخ) زده کوونکوته ور ښوول او د لایزال خدای جله جلاله څخه به یې د کمونیزم په نظریه متنفر کول او ورته ویل به یې چې دنیا پنځه مرحلې لري او آخري مرحله یې دا ده چې د انسان مرګ او ژوند به په خپله خوښه سره وي.

د محمد سر ور په نوم د همدې لیسې یو بل شاګرد وایې: ((مونږ لمونځ په ښکاره توګه نشو کولای دا ځکه چې بیا مونږ د خلقیانو او پرچمیانو لخوا په نښه کیدو او بالاخره خبره تر تروره رسیدله)). نوموړی زیاتوي چې کمونستانو به اسلام د استعمار او استسمار وسیله ګڼله او که به مو ورسره زیات بحث وکړ نو د هغه قدرت په واسطه چې دوی په دولت کې لرلو ځورولو به یې او په راز راز توطیو به یې ککړولو.

د جهاد او د اسلامي تحریکونو په نتیجه کې دا هر څه له ماتې سره مخامخ شول او لږ تر لږه، نه تنها په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې یوکس څوک له لمانځه او یا اسلامې شعایرو د ادا کولو څخه نشي ګرځولای، بلکې بر عکس ټول اسلامي کړنې په افتخار سره تر سره کوي او نور وګړي هم ورته دعوت کولای شي. بر سیره پردې د وخت دکمونیستي رژیم مبارز او مسلمان ځوانان  شاهدي وایي چې فحشا، زنا او بد لمني تر دې حده رسیدلې وه چې هر ه ښځه او هر نر چې وغواړي په هغه ډول فحشا کولای شي.

د اسلامي مبارزي او جهاد له پیل سره سم او په دا وروستیو کې، نه یوازې فحشا شرم او ناروا عمل ګڼل کیږي بلکه په ډیره لویه پیمانه یې غندنه هم کیږي او حتی ډیر کمونستان او د وخت خلقیان اوس له دې کاره نور منع کوي او په دې کار د شرم احساس کوي. زما په آند دا ټول د افغان جهاد ګټې دي. د مخکیني جهاد بله ګټه دا ده چې مجاهدین او مسلمانانو ته په حکومت کې غوښنه ونډه ورکړل شویده او دا چې مجاهدین ترې مثبته او یامنفې ګتنه پورته کوي دا بیله موضوع ده خو مجاهدین د سیاسې قدرت یوه پیژندل شوې او مټیزه طرف بلل شوي دي.

زما او د ټولو مسلمانانو او ځوان کهول هیله دا ده چې مجاهدین له خپل ورکړل شوي قدرت څخه د کړیدلي، ځوریدلي او در په دره ولس په بلیدلو زخمونو د تل لپاره یوه وړ او طبیبي پټۍ ور وتپي او له خپل اسلامي او قوي ذهن څخه د ترکیې د عدالت او پرمختګ ګوند په شان داسې ګټه پورته کړي چې ځان د ټول ملت استازي او د هر وګړي په زړه کې د سکون او آرام ستنه جوړه کړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *