د لاهور مدیریتي علومو پوهنتون (LUMS) د بورسونو لارښود

قدرت الله جاهد

د لاهور مدیریتي علومو پوهنتون (LUMS) د افغانستان د دولت په لګښت (چې وروسته کيدای شي د پاکستان دولت هم په کې همکاري وکړي) د افغان محصلينو لپاره د افغانستان سکالرشېپ پروګرام (ASP) له لارې د لیسانس او ماسټرۍ بورسونه اعلان کړي چې د مدیریت او ساينس پوهنځي په کې شامل دي.

د دې بورسونو د نومليکنې لپاره يو شمېر سخت شراېط ايښودل شوي تر څو يواځې قوي محصلين جذب کړي. په دې لارښود کې هڅه شوې چې د ټولو مسايلو او شرايطو په هکله يو څه لنډ معلومات او لارښوونې وړاندې شي.

د اسنادو د تسليمولو وروستۍ نېټه: د مۍ ۱۸مه ۲۰۱۵
د لیسانس امتحان (SAT I&II) نېټه: د مۍ ۲مه ۲۰۱۵
د ماسټرۍ امتحان (GRE/GMAT) وروستۍ نېټه: مۍ ۱۵، ۲۰۱۵
د صنف شروع: اګسټ/سپتمبر ۲۰۱۵

د لیسانس امتحان SAT I د کانکور په شان عمومي امتحانونه دي، خو زيات تمرکز يي په منطقي سوالونو، انګليسي او رياضياتو دی. محصلين به د SAT I څخه لږ وخت وروسته SAT II امتحان هم ورکوي؛ دا د رشتې مطابق مضامينو کې اخيستل کيږي. د ځينو پوهنځيو لپاره SAT II ضرور نه دی. دا به تاسو ته د پوهنځي له انتخاب وروسته معلومه شي. د SAT د هر امتحان فېس تر $80 ډالرو دی.

د ماسترۍ امتحانونه GMAT يا GRE د لسانس سويه معلوموي. له دوی څخه يو امتحان ورکول ضرور دی، د ادارې زدکړو لپاره GMAT او د ساينس لپاره GRE. د GRE فېس $200 او د GMAT فېس $250  دی. د ټولو امتحانونو فېس د محصل په غاړه دی.

کله چې تاسو د خپلې خوښې پروګرام لسانس/ماستري انتخاب کړ د همغې ډګري لپاره تاسو ته مشخص شراېط (تېرې ډکرۍ د نمرو اوسط، د امتحان نمرې، اضافي ټسټونه، د رشتې انتخاب او نور) در معلوم شي.

د SAT لپاره نومليکنه په دې لېنک کې وکړئ: https://www.collegeboard.org
د GRE لپاره: http://www.ets.org/gre
د GMAT لپاره: http://www.mba.com/global/the-gmat-exam/register.aspx

دا ډېره مهمه ده چې تاسو د امتحان لپاره ژر تر ژره نومليکنه وکړئ، ګنې کيدای شي تاسو دا زرين چانس له لاسه ورکړئ.

د اپليکېشن لارښود: http://lums.edu.pk/page.php/admissions-applying-to-lums
د اپليکشن صفحه: https://admissions.lums.edu.pk

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *