خوشال خان خټګ د بهرنیانو په اند

حبيب ميرخېل

د خوشال خان د ژوند، افکارو، آثارو او ملي غورځنګ په هکله لرو او برو پښتنو او د ادبياتو، مؤرخينو، ليکوالو اوختيځ پوهانو ډېرڅه ليکلي دي؛ په تېره بيا په دې وروستيو دېرشو کالونو کې دومره څه ويل شوي دي، دومره مقالې او کتابونه ليکل شوي چې د ده د کړنلارې دوه برخې يې څه ناڅه روښانه کړې دي.

په افغانستان کې د خوشال خان د لمانځنې او درناوي له پاره دوه لوى او درانه نړيوال سيمينارونه هم نيول شوي دي چې په پايله کې يې دوه لوى کتابونه د (ننګيالي پښتون) او(توريالي پښتون) په نومونو په (١٣٤٥او ١٣٤٦ ) کالونو کې د پښتو ټولنې لخوا چاپ او خپاره شوي. مګر دا او داسې نور ډېر څه  په خروار کې د يوه خورد مثال لري. د خوشال د آثارو او ژوندانه له پاره اوږده څېړنه پکار ده، ځکه چې توره اوغيرت، فکر او سياست، ورکړه او سخاوت، ليکوالي اوکتابت دا ټول د خوشال خان خټک په وجود کې يو ځاى شوي اوغږ يې له خولې نه راوتلى دى:

که سخا ده اوکه توره که خامه ده

په دا درى توګه زما تللــې نامه ده

د خوشال په اشعارو اوآثاروکې د ټولنې د ژوندانه مختلف اړخونه انځور شوي دي.

د ده په اشعارو کې د پند، سياست، ننګ، مېړانې، تورې، پت، ښېګڼې، وفا، درنو خويونو، علم، هنر او کار، هېواد پالۍ، انتقاد، زر او مال، د خانۍ ښونې، دوستۍ، مينې اومحبت، آزادۍ، بشرپالنې او… مسايل شته چې دلته يې يوازې نومونه ذکرشول. په همدې ډول خوشال خان په پښتو ژبه کې د شعر ډېرى ژانرونه لکه غزل، بوللــه، څلوريځه، قطعه، مثنوي، مسدس، مخمس او… دود کړل. لنډه دا چې خوشال پښتو ادب ته ډېر څه ورکړي چې په هکله يې خپله پښتنو او بهرنيانو ګڼ شمېر ليکنې کړې دي؛ ما په دغه لیکنه کې يوازې هغه ليکنې او نظريات راټول کړي دي چې د بهرنيانو لخوا د خوشال په هکله ليکل شوي دي.

که څه هم له دې نامتو او نړيوال شخصيت سره نيږدې ګرده ادبي نړۍ پېژندګلوي لري، خو خوشال داسې يوکس دى چې ډېر لوړ او جامع شخصيت لري؛ هغه د جګړې په ميدان، د ولس په غم اوښادۍ کې، د ولسونو په روغه جوړه او پخلاينه کې، د مينې او الفت په چاپېريال کې، د علم او عرفان په ناپايه سمندر کې، د شعر او نثر په څپانده او توپاني نړۍ کې، د ټولنې په سيکالوژۍ سوشيالوژۍ کې، د ټولنې د دردونو او د هغه د درملو په لاره کې او… لنډه دا چې د ژوندانه په ټولو اړخونو او صحنوکې د ده ځلانده څېره منعکسه کوي. که تاريخ يا د خوشال بابا کلياتو ته وګورو، دى په دې ټولو لوړو او ژورو کې داسې برېښي چې پښتني ټولنې د ګوتو په شمار دغسې سړي او مېړونه ليدلي يا زيږولي دي. په دې کې هېڅ شک نشته چې د ده علمي،فکري، شعري او په ټولنيز ډول ادبي لارښوونې زموږ او راتلونکو نسلونو له پاره د ژوندانه په لوړو ژورو او ټيټو هسکو کې د لارې مشال ګرځېداى شي. که څه هم د خوشال خان د شخصيت د پېژندنې له پاره ښايي زيات څه وليکل شي؛ ځکه که چېرې  ټاګور او شکسپير په څو شعرونو او ډرامو نړيوال شهرت موندلاى شي نو پرموږ څه شوي چې د خوشال په څېر مفکر شاعر چې د شعرپه نړۍ کې يې هغه څه پښتني ټولنې ته په ميراث پرېښي دي چې هېڅ يو ملي شاعر يا ملي شخصيت هومره خپل قوم او ټبرته نه دي پرېښي. د خپلو نورو فرهنګي مواريثو په څېر تر خاورې لاندې کړو او خپل موجود او راتلونکي نسلونه پرې خبرنه کړو؟

د دغه نړيوال شخصيت د ژوند، کارنامو، وياړنو، شعر او ليکنو په هکله د بهرنيو او کورنيو ليکوالو لخوا ډېرڅه ليکل شوي دي او دا خبره د دې استازيتوب کوي چې خوشال خان يونړيوال ادبي شخصيت دى. د مثال په توګه د هغوختيځ پېژندونکو اوبهرنيو پوهانو څخه چې د خوشال په باب يې په زړه پورې څېړنې او ګروږنې کړې دي د ډورن، راورټي، هيوز، ډارمسټټر، مارګنسټرن، مکنزي، بيلو، بيد ولف کيرو، الفنسټون، آرنولډ سن، ګيرسن او داسې نورو نومونه يادولاى شو.

پروفيسور ډورن په منتخباتو، راورټي په ګلشن روه او پښتو ګرامر، هيوز په کليد افغاني، او ډارمسټټر په پښتونخوا هار او بهار او نورو د خوشال خټک د اشعارو د ژباړې او په هغو باندې د مقالو کښلو له لارې ډېر ګټور مطالب خوندي کړي دي.

په اروپايي هېوادونو کې مونت سټوارټ الفنستن غالباً لمړنى اروپايي پوه دى چې د خان ځینې آثار يې په انګريزي ژباړلي او د ده په باب يې ځينې يادونې خپرې کړې دي. د الفنسټن دغه پيل کړى کار په نولسمه پېړۍ کې د انګريزانو او نورو اروپايانو لخوا وپالل شو چې په شلمه پېړۍ کې يې ساحه امريکايي او آسيايي سيموته هم پراخه شوه. د ختيځپوهنې په څانګوکې د خوشال خان د ژوند او آثارو د څېړنې په ترڅ کې د ده آثار هم په ختيځو اروپايي او آسيايي ژبو وژباړل شول. ختيځپوهانو په انګريزي، روسي، فرانسوي، جرمني، ډنمارکي، نارويژي، چکي، ازبکي، پولنډي او ايټالوي ژبو د خان په باب يادونې او څېړنې کړې دي او د ده د کلام منتخبات يې لږ او ډېر پرې ژباړلي دي.

اسلامي انسايکلوپيډيا د ده په هکله ليکي: ((خوشال خان خټک يو توريالى شاعر  او مشهور خان و، د ده اشعارله هېواد پالنې څخه ډک دي ( ٢ ټوک، ١٧٦ مخ). جورج ميجر راورټي هم د ده په سترتوب او نړيوال شخصيت اقرار کوي او وايي: ((خوشال خان خټک د پښتو ژبې ترګردو مشهور اديب دى چې اشعار يې نه يوازې په  سيمه کې بلکې په يورپ او ټوله نړۍ کې ډېر قدر لري؛ ده په خپل کتاب (ګلشن روه) کې چې په ١٨٦٠ ز کال چاپ شوي دى، د خوشال خان منتخب اشعار اخيستي دي اوپه ډېرلوړ حق ورته قايل دى)).

همدا ختيځ پوه په يوه بل ځاى کې د خوشال خان د شاعرۍ د جامعيت او تنوع په هکله وايي: ((د نورو افغاني شاعرانو په پرتله چې ذکر يې په دې کتاب کې شوی دی (سليکشنز فرام ډي پويټري آف ډي افغانز سريزه)، د خوشال خان په کلام کې په لوړه کچه تنوع او رنګارنګي ليدل کيږي؛ ځکه چې د لوېديځ د شاعرانوپه څېر داسې يو مضمون نه شته چې ده ته دې پردى او بېګانه وي. پرنورو شيانو سربېره، دى په علم او پوهه کې دخپلو هېوادوالوهغه خاموالى هم له پامه نه غورځوي چې له نن څخه دوه پېړۍ وړاندې ترسترګو کېده…)).

يوبل ختيڅ پوه ډار مسټټر بيا د خان په هکله وايي: ((خوشال خان د تورياليتوب او شعرګډ روح درلوده)). د دې خبرې مانا دا ده چې لوى خان هم پوره توريالى او جګړن و اوهم يو پياوړى اديب او شاعر. همدېته ورته خبره ښاغلى ګريرسن کوي او وايي چې:

((خوشال خان د خټکو توريالى مشراو لارښود و، د ده شعر د نورو شاعرانو په پرتله ډېرخوږ او اوچت دى)).

سي. آى. بېډولف په خپل يوه کتاب کې چې په ١٨٩٠ ز کال په انګلېنډ کې چاپ شوى، د خوشال خان ١٥ قصيدې، ٤٦ غزلې، ١٨ قطعې او يو ترجيح بند په انګليسي ژبه ژباړلي او د ده په هکله داسې وايي:

((خوشال خان ډېر لوى استعداد او فوق العاده پوهه درلوده، هېڅ مضمون نه دى پاتې چې ده په شعرکې يې نه وي ويلى؛ د ده اشعار د هېواد پالۍ اړخ لري)).

د پترزبورګ د ساينس د ايرېل اکاډمۍ غړى ډاکټر بيرنهارډ ډورن پخپل کتاب کې د خوشال خان خټک له عياردانش څخه چې د فارسي له عياردانش څخه په پښتوژباړل شوى دى (٢٦ مخه)  اقتباس کړي دي. خوشال خان د شعر پر ديوان سربېره چې د بيتونو دشمېرپه هکله يې خپله داسې فرمايي:

د ديوان مې که بيت بيت سره په شمار کړى

له څلوېښت زره به تېرشي په سږ کال

نور ګڼ شمېر تاليفات او ژباړې هم لري چې ځينو ختيڅ پوهانو يې شمېر نيږدې سل ټوکه ښودلى دى. نامتو ختيځ پوه جورج ميجر راورټي د ده د آثاروپه هکله وايي چې خوشال خان کابو(٢٥٠) جلده آثار ليکلي دي.

که څه هم د خوشال خان خټک د شاعرۍ ډېره برخه ملي، وطني او حماسي اړخ لري او زياتره  د افغانانو د ملي شاعر په توګه پېژندل شوى دى؛ د ده شاعري هر اړخيزه او جامع وه او ښايي چې د انساني ژوند او فکر داسې اړخ به نه وي چې د ده له خوا نه وي انځور شوى. حضرت مولانا عبدلالمجيد سعدي افغاني ديوان په سريزه کې وايي: ((خوشال خان د يوه سردار او شاعرڅخه سربېره يو پياوړى فليسوف او حکيم و؛ ده ته د خپل قوم او اولس ټولې ښېګڼې او اخلاقي کمزورتياوې په بشپړه توګه مالومې وې او د هر ډول ناروغۍ د درملنې له پاره يې مناسب درمل تجويزکول)). دى خوشال خان د جامعيت او عموميت په سبب له سعدي شيرازي سره تشبيه اوپرتله کوي.

خوشال خان نه يوازې شاعر،اديب، فيلسوف، ډاکټراو پياوړى سياستوال و بلکې په پوره مانا ټولنپوه هم و. علامه اقبال لاهوري وايي:

((خوشال خان خټک يوازې يو شاعر نه و، بلکې نوموړى هغه افغان پېژندونکى شاعر، د افغان ولس رنځ پوه، حکيم او د افغانانو د قومي او ولسي ناروغيو معالج و. دى په يوه قوي شاعر او ديب سربېره، يو تکړه مفکر ا و فليسوف هم و)). له دې نه دا خبره جوتيږي چې علامه اقبال د پښتون شاعر او لېډر خوشال خان خټک په افکارو او اشعاروکې ډېره ژوره مطالعه کړې ده. دى د ((بال جبرئيل)) په حاشيه کې ليکي: ((خوشال خان خټک د پښتو ژبې مشهور وطندوست شاعر دى چې افغانستان يې له مغلو څخه آزاد کړ او په سرحد کې يې د پښتنو قبايلو يوه ډله جوړه کړه. د اپريدو قوم تر آخره پورې ورسره ودرېدل؛ د ده د سلو نظمونو انګريزي ژباړه په ١٨٦٢ ز کال د لندن نه خپره شوه.))

د خوشال خان شاعري ډېره با عظمته او پرتمينه ده؛ د ده شاعري واقعا ً د خپل ولس د غوښتنو، جذباتو او هيلو هنداره ده. دى هغه شاعر دى چې پښتو ژبه يې له شعر او ادب سره آشنا کړه. دى وايي:

ما خوشال چې په پښتو شعر بيان کړ

د پښتو ژبه به اوس په آب و تاب شي

په همدې هکله يوبله ختيځ پوه بډلف وايي: ((زما په اند خوشال خان يو جامع اديب دى؛ د ده شاعري  د هغه د ولس د ملي کرېکټر او د هغه د ژوندانه د حالاتو او پېښو ښکارندويي کوي، په شاعرۍ کې يې له جنګيالي غوښتونکو جذباتو او احساساتوسره يو ځاى د فلسفي، مذهبي او وجداني افکارو او خيالاتو يو غيرمعمولي امتزاج او همغږي ليدل کيږي.))

ستر خوشال خان د پښتنو په تاريخ او په ځانګړې توګه په پښتو ادب کې هغه نامتو هراړخيز شخصيت دى چې د څو پيړيو په اوږدو کې يې پښتو ادب سارى ونه موند. د همدې خبرې په تائيد د ايران نامتو ليکوال، د تهران پوهنتون استاد او د ((شيروخورشيد سُرخ)) مؤسسې رئيس دوکتور منوچهري دغه لوى او ستر شخصيت داسې راپېژني: ((سعدي، حافظ او فردوسي چې درى واړه له اجتماعي، تصوفي او حماسي پلوه سره يوځاى شي، يو خوشال خان ځنې جوړيږي. دى د خپلو خبرو په دوام کې زياتوي چې: د خداى (ج) جلالي او اجمالي صفات د خلکو په اعمالو کې انعکاس مومي چې د جلالي صفاتو له جملې څخه يې مېړانه، زړورتوب او شجاعت هغه خواص دي چې په خوشال خان کې موجود دي؛ همدارنګه شعر او ادب د هغه د اجمالي صفاتو پرتو دى.)) د ايران يوبل تن اديب، دتهران پوهنتون استاد او د ملي شورا مرستيال ښاغلى خطيبي د خوشال په هکله خپل نظر داسې څرګندوي: ((زه پوهېږم چې لکه څرنګه چې رودکي د پارسي شعر پلار دى، خوشال هم بايد د پښتو شعر پلار وګڼو. هغه د تورې او قلم مېړه و،که څه هم چې د خپل ژوندانه ډېره برخه يې په جنګ جګړو کې تېره کړه خو بيا يې هم په ادبياتو، لغت، ادبي فنونو، دينې او اخلاقي علومو کې پوره استادي او تبحر درلود او پياوړى شاعر او قوي ليکوال و)) (د خوشال خټک د ٢٨٦ تلين دنمانځنې لنډ علمي راپور).

خوشال خان خټک ديوه سترګور او ځيرک سردار او يوه با احساسه پښتون په توګه پر پښتو او پښتنو ډېر څه لورولي دي. خوشال خان پښتو ادب ته هم په نثر او هم په نظم کې ډېرڅه ډالۍ کړي دي؛ د شوروي ازبکستان د تاشکند اوسېدونکى ښاغلى عارف عثمانوف چې په پښتوادبياتوکې يې د شوروي اتحاد له علومو اکاډمۍ څخه د دوکتورا درجه اخستې ده او څه موده يې د تاشکند په پوهنتون کې د پښتو ژبې او ادبياتو د تدريس دنده پرغاړه درلوده، د خوشال خان په هکله په خپله يوه مقاله کې چې (د خوشال خان په رباعياتوکې هيومانتيک افکار) نوميږي، د خوشال خان په انسان دوستۍ افکارو پوره رڼا اچوي او وايي چې خوشال د يوناني هيرودېت، ايراني سعدي او خيام، انګريزي شکسپيراو بايرون، ازبک نوايي، آذربايجاني فضولي، ارمني سايت نوا، روسي پوشکين او تولستوى، قزاقي اباى قونياى، هندي ټاګور او پاکستاني اقبال لارهوري غوندې يو انسان پاله شاعردى. دى خپله مقاله دا ډول پای ته رسوي:

 ((راځئ چې د خوشال خان دا کليزه د دغې پټې خزانې (د پښتوکلاسيک ادبيات) د لمړي ځلانده جوهر يانې د خوشال خټک عجيبه ادبي او علمي آثار او شريف ټولنيز فعاليت د زده کولو له پاره لمړى او مهم ګام وګڼو)) ( د خوشال خټک د ٢٨٦ تلين دنمانځنې لنډ علمي راپور).

د شوروي اتحاد يو بل علمي شخصيت، د افغان شوروي د دوستۍ د ټولنې مرستيال او د پښتو ټولنې افتخاري غړى ښاغلى دوريانکوف په خپله څېړنه کې ليکي:

 ((خوشحال خان د خپلې زمانې زوى و او هغه په افغاني ټولنه کې د خانۍ د ټينګولو دوره وه. ده د خپلې زمانې د يوه پياوړي شخصيت په توګه د ژوند د ډېرو خواو او علومو په ډګر کې فوق العاده اغېزه درلوده او زيات آثار يې په کې پرېښودل. دى په سياست، اخلاقو، فلسفه، شعر او نورو څانګو کې لوى لاس لري؛ نو په دې اساس معاصره خټک پېژندنه خوشال خان ته لوړ او منلي لقبونه ورکوي، لکه: ( د آزادۍ لمر، ملي قهرمان، د پښتو شعر پلار، د پـښتو د کلاسيکې دورې د اعياني شاعرۍ مؤسس او نور چې دا ټول منصفانه او حق په جانب دي.)) سراولف کارو په خپل کتاب پښتانه کې ليکي چې خوشال خان د پرديو په ضد په خپله وينه کې تضاد درلود او دا د ټولو پښتنو نژادي خصلت دى؛ خوشال خان د هر بل پښتون په څېر د پرديو منت او جګ غږ پر ځان نه مني، داسې خلک يوازې په دوستۍ او احترام کې وفادار پاتي کيږي. وفاداري د دوى شخصي ملکيت دى؛ له چاسره يې چې کوي هغه هم د دوى د زړه خوښه ده. دا بېخي ګرانه ده چې د سړې وينې امپراتور او د سرزورى قبيلوي خان دې سره جوړه شي، دپښتونولۍ وياړ دې تر پښو لاندې کړي او امپراتور ته دې سر ټيټ کړي.

موږ په دې برخه کې هغو دايرة المعارفونو او فرهنګونو ته اشاره کوو چې د خوشال خان يادونه په کې شوې ده:

۱. آريانا دايرة المعارف: دري او پښتو دواړو ايډيشنونو کې دخان يادونه راغلې ده.

۲. اردو انسايکلوپيډيا: فيروز سنز لاهور،١٩٦٨ ز کال چاپ.

۳. شوري تاجيک انسايکلوپيډيا کې د خان يادونه د افغانستان ترنامه لاندې د افغانستان په ادبياتو کې شوې اوپه ځانګړي ډول يې د ختيځ د يوسترافغان شاعر په توګه هم يادونه راغلې ده.

۴. ازبکستان دايره المعارف خوشال ديوه سترافغان کلاسيک شاعر په توګه ور پېژني.

۵. دا نشنامه ادب فارسي، په دريېم ټوک کې پرخوشال خان خټک يو اوږد بحث کړى.

۶. په ستر روسي دايره المعارف کې هم دخان احوالوته ځاى ورکړل شوى دى.

۷. د شرقي ادبياتو فرهنګ: په دې فرهنګ کې دپښتو د زړو شاعرانو احوال دوکتور ميکنزي ليکلي دي او ترمنځ يې د خوشال خان لنډه پېژندنه راغلې ده، دا فرهنګ په انګريزي ژبه دى.

اخځليکونه:

۱. خوشال خان، دوست محمد خان کامل مهمند، دانش

۲. ملي قهرمان خوشال خان خټک، ګل پاچا الفت، دانش خپرندويه، ١٣٨٥ل.

۳. کابل مجله (7-8) ګڼه، ١٣٨٥؛ د عبدالقيوم زاهد مشواڼى ليکنه.

۴. خوشال خان خټک او يوڅو نور فرهنګيالي خټک، سرمحقق عبدالله بختانى خدمتګار، ١٣٨٠ کال.

۵. پټانز، سراولف کارو، ژباړن شيرمحمد کريمي، دانش خپرندويه ١٣٨٣ ل.

۶. د خوشال په باب د خاريجي پوهانوليکنوته ژوره کتنه، دوست محمد خان کامل، ژباړه شيرمحمد کريمي، دولتي چاپخونه ١٣٦٣ ل ل.

۷. ننګيالى د زمانې، سرمحقق زلمى هېواد مل؛ د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه  ١٣٨٠ ل ل، جرمني.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *