سید جمال الدین افغان د ګل پاچا الفت په ژبه (شعر)

ګل پاچا الفت

بې حسابه څاڅکي توی په بحر و بر شي

له لکونو کروړونو يو ګوهر شي

رنګ په رنګ ګلان پيدا شي غرو رغو کې

په کې يو نيم د ليلی پېکي ته ورشي

مرغلرې ډېرې وځي له دريابه

ځينې ځينې ښکلو پېغلو ته زېور شي

د خلقت له کارخانې نه کله کله

په جهان پيدا يو بل شانې بشر شي

چې رڼا يې په ملکونو کې خپرېږي

ټول عالم لره څرګنده لکه لمر شي

د کونړ د لوړو غرونو په لمن کې

نابغه فرزند پيدا د سيد صفدر شي

پښتنه مور هسې زوی واخلي په غېږ کې

چې د دهر او جهان نامي پسر شي

ډېر پوهان ورته سر ټيټ په شاګردۍ کړي

ډېر شاهان يې په تعظيم مخې ته ورشي

همېشه یې قدر کېږي په عالم کې

څوک چې لوی په علم و فضل او هنر شي

هسې نوم هسې نشان يې شي په برخه

چې لوی فخر د ملت او خپل ټبر شي

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *