عنایت الله میاخیل

یو کافر دی، عتبه بن ابی وقاص، هغه له یوې خوا یو تیګه راواخیسته او د رسول الله صلی علیه وسلم په لور یې ښه په زور سره وغورځوله. د صحابه کرامو رضی الله عنهم ټوله توجه د تورو او نیزو خوا ته وه، د هغوی له سترګو تیګه تیره شوه او سیده لاړه د محبوب الهی صلی الله علیه وسلم په مخ ولګیده. هغه مبارک شا په تخته ولوید، څټ یې په ځمکه ولږیده او بیهوشه شو. غاښ یې هم په کې شهید شو او مخ مبارک یې په وینو رنګ شو.

صحابه کرامو داسې فکر وکړ چې د الله سبحانه وتعالی رسول شهید شو، ټولو صحابه کرامو په ژړا شروع وکړه. لږه موده وروسته بیرته په هوش راغی. صحابه کرامو ورته وفرمایل: ای د الله رسوله صلی الله علیه وسلم، اوس خو دې خلکو ته خیرا وکړه، چې الله یې هلاک کړي، خو څرنګه چې امام الانبيا، خاتم النبين او سید المرسلین په خپل امت ډیر زیات رحم لرونکی وه، ډیره زیاته مینه یې ورسره لرله او همیشه یې ورته د رحمت دعاوې کړي، لکه یو شاعر څه ښه وايي:

وه نبيو مے رحمت لقب پانے والا

مرادے غریبو کے بولانے والا

غریبو کا والی یتیمو کا مولا

اوس خو یې حق وه،چې خیرا یې ورته کړې وای، د هغه په مخ کې امت نه وه ولاړ، کفار وه، نو لاسونه یې پورته کړل او ویې وفرمایل: الهم اغفر لقومی فانهم لایعلمون (ای الله زما قوم وبښې، ځکه دوی ته زما باره کې علم نشته.)

ګورئ زما وروڼو، چا چې کفارو سره دا رنګه همدردي کوله او قاتلینو ته یې د مغفرت دعا کوله، مونږ او تاسو په همدې مسلمانۍ کې یو بل ته سلام اچول پریښي دي، یو بل پسې مو لمونځونه کول پریښي دي، ناست یو په یو بل د کفر فتوې ورکوو.

تاسو ما ته ووایاست چې اخر تاسو زما نبي سره څه کوئ؟ هغوی تاسو په فرقو تقسیم کړي وئ چې لاړ او که تاسو یې یو امت جوړ کړي وئ؟ ولې په دې نادانه لوبه خپل ژوند بربادوئ؟ ولې تاسو د مسلمان په حیث ژوند نه کوئ؟ په دې امت کې اختلاف له شروع نه موجود وه او تر قیامته پورې به دا اختلاف وي، خو تر دې اخوا مه ځئ چې یو بل باندې د کفر فتوې ورکړئ. جنت ته به څوک ځي؟ سونیان وايي وهابیان کافر دي، وهابیان وايي سنیان کافر دي، بریلویان وايي دیوبندیان کافر دي، دیوبندیان وايي بریلویان کافر دي. شیعه سني ته او سني شیعه ته کافر وايي، اخر جنت ته به څوک ځي؟

وروڼو، یو څه خو زما د نبي د محنت قدر وکړئ. زما نبي خو دې لپاره راغلی وه، چې پردي خپل کړي او مونږ خپل پردي کړل. زما نبي خو د عبدالله بن ابی د جنازې دعا لپاره ولاړ وه، د چا چې کفر د ابوجهل نه هم لوی دی. ابوجهل به د ټولو دوزخیانو په سر وي او عبدالله بن ابی به د ټولو دوزخیانو لاندې وي. د عبدالله بن ابی ځوی راغی، وایي یارسول الله زما پلار مړ دی، خپل چپن به رانه راکړې چې ورباندې یې وغوړوم؟ هغه ورته خپله چپن وباسله، ور یې کړه، داسې یې ورته ونه فرمایل چې ځه ورک شه.

هغه خو منافق دی، ځوی یې بیا ورته وویل چې یارسول الله، ایا تاسو به زما د پلار جنازه وکړئ؟ ورته ویې فرمایل چې هو! د نورو منافقینو پته بغیر د الله او رسول نه بل هیچا ته نه وه معلومه، مګر د عبدالله بن ابی منافقت خو ټولو صحابه کرامو ته معلوم وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې جنازې ته ودریده، حضرت عمر رضی الله عنه یې مخې ته راغی او ورته یې وویل، یارسول الله دا پیژنې څوک دی؟ هغوی ورته وفرمایل ما ته معلوم دی، دا څوک دی، نو تاسو د ده جنازه ولې کوئ؟ هغوی وویل چې شاید الله سبحانه وتعالی یې وبښي. عمر رض ته یې وویل، چې شاته شه ما ته معلوم دی دا څوک دی، زما رب وايي ته که د ده لپاره دعا وکړې او که ونه کړې، زه دا نه بښم، خو زه ورته دعا کوم. بیا یې وفرمایل، چې زما الله وايي که ته اویا ځلې ده ته دعا وکړې،خو ځه دا نه بښم. که زما الله راته فرمایلي وه، ای زما محبوبه که ته ده ته اویا ځلې دعا وکړې ،نو ځه به یې وبښم! نو ما به د دې کمبخت اویا ځلې جنازه کړې وه.

اوس تاسو ما ته دا ووایاست،چې تاسو دا دین د کوم ځای نه راوړی؟ چې تاسو په فرقو کې ویشل شوي یئ، نفرتونو کې نښتي یئ. تاسو ته د الله او د رسول واسطه کوم چې یو امت شئ، مسلمان غوندې ژوند وکړئ، په خپلو عقایدو پابند اوسئ خو د بل لپاره ګنجایش پریږدئ.

زه چې د کالج وخت نه تبلیغ ته د لومړي ځل لپاره ووتلم، نو د تبلیغي مرکز نه لرې یو کلي کې مسجد ته لاړو، څه وخت چې د مسجد امام خبر شو، راغی نو مونږ ته یې د مور او پلار کنځلې وکړې، په لوړ اواز یې وویل چې مسجد ته سپیان راغلي، د دوی دا بسترې د مسجد نه بهر وغورځوئ. زه هک حیران او پریشان پاتې شوم، ما خو هیڅوک نه پیژندل، زه له دین نه هیڅ نه وم خبر. چې مذهب څه دی، فرقه څه ده. زه خو یو عادی کس وم، کالج کې به موږ ګډاګانې کولې، سندرې به مو ویلې، جنید جمشید غوندې زه هم له هیڅ نه وم خبر. ما ته خو دین د تبلیغ له وجې معلوم شو. زه خو ډیر حیران وم چې دې مولانا مونږ ته ګوستاخ رسول ویل، او دا د مسجد په داخل کې مونږ د مور پلار او حتی د خور کنځل کوي، اخر معیار د دین څه دی؟ دومره زیات نفرت؟ اګر که مونږ کافر هم وو، باید مونږ یې په غیږ کې نیولي وای، مونږ یې پوه کړي وای، مونږ ته یې اوبه او ډوډۍ باید راکړې وای، د مسلمانانو تر منځ دومره لویه فاصله!

مونږ په خټه زمینداران یو، کنځلې کول زما د پلار نیکه رواج دی، زمونږ په خټه کې کنځلې کول شته دي، خو د مسجد په داخل کې به یې چا ته کم عقل نوم هم نه شو اخیستلای، که به یې واخیسته، په ریږدیدا به شول. زما پلار په خپله ډیر زیات غصه ناک شخص و، په ډیره معمولي خبره به یې خلک وهل ټکول، خو ما تر اوسه مسجد کې له هغه یوه وړه بې ځایه خبره نه ده اوریدلې او ملا صیب مونږ ته هغه کنځلې دننه په مسجد کې وکړې. چې څه یې په خوله راتلل، زما د محبوب صلی الله علیه وسلم په دور کې خو به کفار راتلل او مسجد کې به اوسیدل.

زما ورونو څه چې تاسو ته وایم، تاسو سره د زړه درد شریکوم، د دې درد په سنګینیو ځانونه پوه کړئ. دا پاونډ او ډالر بیا مونږ نه شي بچ کولای. که مسلمان امت نور هم په خپل منځ کې ټوټه شي، ما ته الله سبحانه وتعالی په دنیا کې د ګرځیدو توان راکړو او بیا بیا یې راکړی، د ټولو نه زیات چې زه ډیر غمجن شوم هغه د سپین هیواد وه، زه په دې نه وم خفه چې د مسلمان امت دلته اته سوه کاله حکومت وه او هغه ختم شو، مسجد قرطبه کې زه ځکه په ژړا شوم چې له کومو وجو چې اته سوه کلن حکومت له منځه لاړ هماغه وجې اوس هم د مسلمان امت تر منځ شته. په مذهب جنګ، په سیاست جنګ، په دین نفرت، په سیاست نفرت، په قوم نفرت، په ولایت نفرت په مسلک نفرت، نفرت، نفرت او نفرت.

 زما خوږ نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د اسلام ټولو نه مظبوط عمل څه شی دی؟ صحابه کرامو وویل لمونځ، هغه مبارک وفرمایل نه، صحابه کرامو وویل جهاد، هغوی وفرمایل ، نه!، صحابه کرامو وویل روژه، هغوی وفرمایل نه، صحابه کرامو وویل حج، هغوی وفرمایل نه!، صحابه کرامو وفرمایل ،چې ای د الله رسوله تاسو ووایاست، هغه کوم عمل دی؟ رسول الله صلی الله وسلم وفرمایل، زمونږ د دین له ټولو مظبوط عمل محبت دی، محبت، محبت، محبت.

د یو عالم دین له ویناو ژباړه