نجم هیواد جوړوي

مدثر اسلامي، د نجم رئیس

مونږ څوک یو؟

د افغانستان بې ثباته وضعیت ځوانان په دوه ډلو ویشي. یوه ډله د وضعیت په اړه نهیلي کیږي او دوه لارې اختیاروي. ځینې له هیواده د تښتیدو په تکل د ایران، ترکیې او یونان دښتې او اوبه پل او ګز کوي، چې ډیری یې د اوبو د ګردابونو خس او خاشاک شي. پاتې ځوانان د روان وضعیت په وړاندې د تسلیمي لاسونه پورته کوي او د زمانې د طوفانونو خوراک کیږي.

دویمه ډله د وخت د تیزو څیلیو په وړاندې دریږي او د وضعیت بدلول غواړي. دا ډله د بدلون لپاره فکر کوي، پلان جوړوي او عمل کوي. د همدې ډلې کوښښونه رنګ راوړي او حالات ښه کیږي. نهاد جوانان مسلمان (نجم) دویمه ډله ده، چې په ټولنه کې د مثبت بدلون او ملي پرمختګ لپاره منظم کار کوي.

مونږ څه کوو؟

لومړی: ځوانانو ته د اسلام اصیل پیغام رسول

د نجم له موخو یوه اساسي موخه د ځوان نسل تر منځ د اسلامي پیغام خپرول دي. زمونږ لپاره د اسلام اصیل پیغام هماغه دی، چې له قرآن او سنتو اخیستل شوی وي. له قرآن او سنتو اخیستل شوی پیغام هاغه شامل او جامع فهم دی، چې د انساني ژوند په هره مرحله کې د ژوند هرې برخې لپاره ځانګړې نظري او علمي برنامه وړاندې کوي. داسې فهم مونږ ته د اعتدال او وسطیت لار ښيي، چې نه افراط مني او نه تفریط.

دا، چې د سواد د عمومي کچې د ټیټوالي او په هیواد کې د دیني مرکزونو د کمښت له امله د ځوانانو تر منځ دیني پوهه کمزورې ده، نجم د خپل کار له لومړیتوبونو څخه ګڼي، چې پدې برخه کې د ځوانانو روزنه وکړي. دې موخې ته د رسیدو لپاره نجم د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ۱۵ ورځني تربیتي اجتماعات فعال کړي دي، چې دا مهال شاوخوا ۲۰۰۰ ځوانان پکې په منظم ډول برخه اخلي. په تربیتي اجتماع کې د قرآن، حدیثو او اسلامي فکر درسونه وړاندې کیږي. د دې تر څنګ د دیني لارښوونو د عملي کولو لپاره ځوانانو ته د اخلاقو او اجتماعي ادابو دندې سپارل کیږي.

هغه ځوانانو ته، چې لوست کولای شي د دیني معتبرو کتابونو یوه مجموعه چمتو کیږي، چې په لوستو یې د ځوان د دیني فهم کچه لوړیږي. د کتابونو مطالعه په فردي او اجتماعي بڼه او د ګروپي بحث او مناقشې په ډول ترسره کیږي.

د ځوانانو د نفسي تزکیې لپاره عبادتي برنامې لکه قیام اللیل، روزه او نور په پام کې نیول شي دي، چې د نجم د تربیت څانګې له خوا پلي کیږي. په ځوانانو کې د نظم، اطاعت او رهبري خصوصیتونو د پیاوړي کولو په موخه تربیتي رحلې ترسره کیږي، چې په ترڅ کې یې ځوانان په طبیعي فضا کې د دیني-اجتماعي اصولو د عملي کیدو تمرین کوي.

دا ټول د دې لامل کیږي، چې ځوانان په نظري او عملي ډګر کې له دین سره وتړل شي او د تنګ نظري او جمود پر ځای خلاص فکر او فعال نظر ولري.

دویم: د هیواد هراړخیر پرمختګ لپاره د ځوانانو روزنه

مونږ په افغانستان کې منظم او روزل شوی ځوان نسل غواړو، چې په ټولنه کې د ګټور سمون او په هیواد کې د هراړخیر پرمختګ لپاره کار وکړي.

مونږ تنکي زلمیانو (هلکانو او نجونو) ته د باکیفیته زده کړو برابرولو په برخه کې د دولتي او نادولتي ادارو ملاتړ کوو. په اجتماعي ژوند کې د اغیزمنتوب لپاره ځوانانو کې بیلا بیلو مهارتونو لکه: لیکل، لوستل، ارتباطات ټینګول، ویندويي، رسامي، خطاطي او نورو ته وده ورکوو. د لوړو زده کړو نظام کې د لازمو سمونونو په وړاندیز کولو او ځوانان لوړو زده کړو ته د هڅولو له لارې د داسې نسل روزنه کوو، چې لوړې زده کړې ولري. تر څنګ یې ځوانانو ته د بازار له اړتیاوو سره سم د مسلکي او تخنیکي زده کړو فرصتونه چمتو کوو. د تعلیمي او تحصیلي ادارو د اداري او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه د اړتیا پر مهال مدیرانو او ښوونکو ته د لنډمهاله کورسونو له لارې د لازمو زده کړو موکه برابروو.

وړ ځوانانو ته د اړونده دندو موندلو په برخه کې له بیلا بیلو دولتي او نادولتي ادارو سره سلامشورې او ګډ کار کول غواړو. د روږدو ځوانانو د رغیدو لپاره او نورو ځوانانو ته د سالمې بوختیا د پیدا کولو په موخه فرهنګي، تفریحي او ورزشي برنامې عملي کوو. د ادبي او فرهنګي انجمنونو، غونډو او سیمینارونو له لارې په ځوانانو کې اسلامي او افغاني فرهنګ رواجوو، له وطن او ولس څخه د دفاع روحیه یې پیاوړې کوو او له ناوړه رواجونو سره مبارزې ته ځوانان چمتو کوو. د همکارې ټولنې رامنځ ته کولو لپاره د ځوانانو پام اړینو فردي او اجتماعي مسؤولیتونو ته اړوو او په ټولنیزو پریکړو کې د ځوانانو د ونډې ډیرولو لپاره له کورنیو او مشرانو سره په مشوره مناسب فرصتونه رامنځ ته کوو. د ټولنې په سیاسي تصامیمو کې د ځوانانو د استازیتوب لپاره په بیلا بیلو (محلي، ولایتي، ملي) کچو کې د ځوانانو د مشارکت لپاره لار هواروو. له سیاسي مشرانو او سیاسي جهتونو سره د ارتباط او تفاهم له لارې ځوانان له سیاسي وضعیت نه خبروو او د وضعیت په اړه د هغوی د پوهې کچه لوړوو. په پورته یادو شوو برخو کې د ځوانانو د اغیز ډیرول به په اوږدمهال کې هراړخیز پرمختګ ته لار خلاصه کړي.

دریم: پوهې ته د ځوانانو هڅونه

مونږ پدې باور یو، چې د ټولنې د ښیرازتیا او هوساینې لومړۍ اړتیا پوهنه ده. په ټولنه کې پیاوړی تعلیمي نظام او مناسب تعلیمي خدمتونه د پوه، همکار او اغیزمن نسل پیلامه ده. نجم غواړي هغو زلمیانو او ځوانانو ته، چې ښوونځي یا پوهنتون ته لاسرسی نلري، د تعلیم او تحصیل زمینې برابرې شي. هغوی، چې لا د مخه په ښوونځي یا پوهنتون کې دي هڅه وکړي، چې د نورو ځوانانو لپاره د زده کړې، نوښت او زیار په ډګر کې نمونه شي.

نجم د لنډمهاله او اوږدمهاله تعلیمي دورو له لارې د زده کوونکو د زده کړې د کیفیت ښه کولو لپاره هڅې کوي. د پوهنتون ملي ازموینې (کانکور) لپاره د دولسم فارغانو د چمتو کولو په موخه په بیلا بیلو ولایتونو کې د کانکو د تیاري دورې او ازمیښتي کانکور ازموینې جوړوي. په ټوله کې د تعلیمي نظام د لا ښه کیدو لپاره د ولایتونو او هیواد په کچه بیلا بیل تعلیمي کمپاینونه او سیالۍ ترسره کوي او پدې لړ کې د حکومتې او ناحکومتي ادارو او ټولنو همکاري جلبوي.

دیني تخصصي زده کړو او تخنیکي او مسلکي زده کړو ته د ارزښت په اساس درناوی کوي او په بیلا بیلو تخصصونو کې د ځوانانو روزلو ته لار هواروي.

د تعلیمي او تحصیلي ادارو خوندیتوب او ساتنه، د زده کړې لپاره مناسب چاپیریال او په تعلیمي ادارو کې ښې انساني اړیکې زمونږ د کار موخه ده. مونږ له کورنیو او ولس سره د اړیکې له لارې هڅه کوو، چې له ښوونځي بهر زده کوونکي، په ځانګړي ډول نجونې، ښوونځي ته لاړ شي. د ولس او ښوونځي تر منځ د اړیکې جوړولو له لارې غواړو د تعلیمي نظام په اړه پریکړو کې د خلکو غږ واوریدل شي او له تعلیمي بهیر څخه د څارنې په پروسه کې د زده کوونکو کورنۍ او عام ولس ګډون وکړي.

د ځوانانو د اجتماعي ټولنې په توګه د لوړو زده کړو په موسساتو کې د ځوانانو د جذب د وړتیا لوړولو لپاره د حکومت او نړیوالې ټولنې جدي پاملرنه غواړو. له بل پلوه پوهنتونونه او نورې تحصیلي ادارې دې ته اړ باسو، چې د علمیت، څیړنې، ابتکار او تولید مرکزونه شي تر څو له یو پلوه د پوهنتونو فارغان له شرایطو سره سم د کار بازار اړتیاوې پوره کړي او له بل پلوه د انساني ژوند د پرمختګ لپاره ګټور علمي او عملي تولید ولرو.

څلورم: له ټولنې د هر راز تبعیض او فساد له منځه وړلو لپاره د ځوانانو منظمول

مونږ که څه هم د ذوقونو، ژبو، رنګونو، سیمو او قومونو بیل والي ته درناوی کوو، هیڅ چا ته په سپکه نه ګورو. زمونږ په باور غوره والی یواځې پدې کې دی، چې څوک د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د الله پاک مخلوق ته خدمت وکړي او ټولنې ته د ښیګڼې لامل شي.

په ټولنه کې د بې ځایه تبعیض او د فساد د بیلا بیلو ډولونو د له منځه وړلو لپاره د کمپاینونو، غونډو، لاریونونو او خپرونو له لارې ځوانان له فساد او تبعیض سره مبارزې ته منظم کوو. پدې توګه له یوې خوا د هیواد او ټولنې یووالي او اصلاح ته کار کوو او له بل پلوه ځوانان په ګټورو اجتماعي فعالیتونو کې بوختوو.

پنځم: په ځوانانو کې د ازادي غوښتنې، ځمکنۍ بشپړتیا، وطندوستي او له اسلامي او ملي هویت او عامه ګټو څخه د دفاع روحیه پیاوړې کول

نجم غواړي ځوانان یو خپلواک او په ولس متکي افغانستان ته باوري وي. د افغانستان د خاورې بشپړتیا ورته له لومړیتوبونو وي او له هیواد او خلکو سره بې ساري مینه وکړي. نجم ځوانان داسې روزي، چې په اسلام او افغانیت وویاړي او د عامه ګټو خوندیتوب له نورو ټولو ګټو وړاندې وګڼي او د ساتنې په برخه کې یې د مسئولیت احساس وکړي.
دا کار د هیواد تاریخ او کلتور او د خلکو عقیدې او ارزښتونو ته د درناوي له لارې کیږي. نجم هڅه کوي د بیلا بیلو لنډمهاله او اوږدمهاله تربیتي، تعلیمي، فرهنګي او اجتماعي برنامو له لارې ځوانان له اسلامي او ملي فرهنګ سره ونښلوي. د برنامو په ترڅ کې ځوانانو ته له وطن او هیوادوالو سره د مینې او همکاري عملي درس ورکوي او د عامه ګټو خوندیتوب ته د ژمنتیا له لارې ځوانان د یادو ګټو ساتلو ته هڅوي. د نجم په باور افغان ځوانان اړ دي، چې له هر چا وړاندې خپلو هیوادوالو ته خیر او ښیګڼه ورسوي او تر څنګیې د اسلامي امت او ټولې نړۍ لپاره د خیر او نیکي پیغام ولیږدوي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *