نجم ځوانانو ته څه ورکوي؟

مدثر اسلامي

له یوه ځوان سره مې د نجم په اړه خبره کوله، نوی نوی کوم سیاسي ګوند ته جذب شوی و، ویل پلانی ګوند ځوانانو ته هغه او دغه اسانتیاوې برابروي، تاسې ځوانانو ته څه ورکوئ.

زه د پوهنتون له لومړیو کلونو له ټولنیز-دیني کار سره مل یم، پدې ترڅ کې د دې تر څنګ، چې یوه ټاکلي او منظم تربیتي نظام زما شخصیت جوړ کړی، ګڼ شمیر داسې ګټې یې هم رارسولي، چې د ورځنیو چارو په ترسره کولو کې یې د بریا تر کچې رسولی یم.

نجم د دې تر څنګ، چې د بیلا بیلو دیني، تعلیمي، فرهنګي، اجتماعي او فرهنګي برنامو له لارې د اصیلو اسلامي لارښوونو په رڼا کې ځوانان د ټولنې بدلون او پرمختګ لپاره روزي، لاندې فرصتونه ځوانانو ته چمتو کوي:

۱. د رضاکار فعالیت تجربه: نن سبا د مسلکي سي وي (CV) یوه برخه د رضاکاره فعالیتونو یادولو ته ځانګړې کیږي او ګمارونکې ادارې پدې برخه حساب کوي. یعنې هغه نوماند، چې رضاکاره تجربه ولري، تر هغه غوره ګڼل کیږي، چې دا ډول تجربه نلري. رضاکاره فعالیت همدارنګه د ټولنیز مسئولیت د پوره کولو او زړه د خوښۍ لامل کیږي، ځکه له هر ډول مادي بدلې پرته له ټولنې سره مرسته کیږي.

۲.د مدیریت وړتیا: د ټولنیز کار په ترڅ کې د بیلا بیلو غونډو، سیمینارونو، کنفرانسونو، ورکشاپونو او عامو برنامو اداره ځوانانو ته سپارل کیږي، چې په لړ کې یې د ځوانانو تر منځ د مدیریت مهارتونه روزل کیږي.

۳. د اړیکو مهارت: د ځوانانو کار کې وخت په وخت د دې اړتیا رامنځ ته کیږي، چې په بیلا بیلو کچو د چارو له مسئولینو سره اړیکې وشي. د ټولنې د ننه له مرکزي قیادت، ولایتي ادارو او ساحوي ادارو نیولې بیا له ټولنې بهر له نورو ټولنو، دولتي ادارو، چارواکو او د ټولنې اغیزمنو شخصیتونو سره اړیکه د ځوانانو د کار اړتیا ده. په هره کچه اړیکې ځانته مهارتونه غواړي؛ دکار په ترڅ کې ځوانان دا مهارتونه په عملي ډول زده کوي. ځوانان همدارنګه کولای شي لدې لارې له بیلا بیلو ټولنو او مطرحو اشخاصو سره پیژندګلوي او رابطه رامنځ ته کړي.

۴. د غونډې جوړولو او سمبالولو لارې چارې: د ځوانانو د کار اساس سلا مشوره جوړوي او د همدې لپاره اړتیا ده، چې د کارونو لپاره غونډې او مجلسونه دایر شي. د دې غونډو د جوړولو او سمبالولو مسئولیت د ځوانانو په غاړه دی. نجم ځوانانو ته موکه ورکوي، څو د عملي تجربې له لارې د غونډې جوړولو او سمبالولو لارې چارې لکه: اجنډا جوړول، د وخت مدیریت، د بحث رهبري، د پریکړو تعقیب او نور یادې کړي.

۵. د راپور لیکنې مهارتونه: راپور لیکنه د دندې اخیستلو لپاره د پام وړ مهارت دی. د کارونو او پیښو دوه ډوله راپورونه لیکل کیږي: اداري او رسنیز. باوري یم، چې د نجم له تاسیس راهیسې ګڼ شمیر ځوانانو دواړه ډوله راپور لیکلو کې د مهارت تر کچې رسیدلي دي.

۶. د وینا کولو وړتیا: په لویو او وړو غونډو کې نجم ځوانانو ته فرصت ورکوي، څو د کمو او ډیرو اوریدونکو په وړاندې وینا وکړي. د وینا کولو مهارتونه خپلول د لویو شخصیتونو د بریا لوی راز جوړوي.

۷. عامه پوهاوی: نجم د ولسي خلکو د عامه پوهاوي ډیرولو په موخه  مختلف پروګرامونه په لار اچوي. له ولسي خلکو سره د کار تجربه او د عامه پوهاوي بیلا بیلې لارې چارې هغه وړتیاوې دي، چې د ګمارنې ډیری ادارې ورته د سرمایې په سترګه ګوري.

وړاندیز مې دا دی، چې د کاري مرکو پر مهال دا پورته یاد شوي مهارتونه په پوره ډاډ یاد کړئ، له نورو نوماندانو به مو د امتیازاتو پله درنه شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *