دا نجم دی!

مدثر اسلامي

د شپې ناوخته له غونډې خلاص شوم. له کوټې راووتم. بله کوټه کې بریښنا لګیده. دروازې ته، چې نږدې شوم غږیدا مې اوریده. زړه نازړه مې ور خلاص کړ. دننه څو ځوانان په کوم کار راټول وه. د دروازې په خلاصیدو یې د ننوتو بلنه راکړه. مینه ناک انداز یې ورسره کیناستو ته مجبور کړم.

څو شیبې مو بنډار وکړ بیا زه خپلې کوټې ته لاړم. د سهار لمانځه ته چې راویښ شوم، د ځوانانو غم راسره وه. نیغ کوټې ته ورغلم. هغوی هماغسې په کار سرونه ټیټ کړي وو. کرۍ شپه یې ویښه تیره کړې وه. زړه مې ورته له مینې ډک شو. چې راوتم لیمو مې د اوښکو لامده احساسول.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *