دولت باید د شخصي روغتونونو څارنه وکړي

مدثر اسلامي

په هیواد کې دننه د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د کموالي له امله زرګونه افغانان هر کال بهر هیوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته، د درملنې لپاره ځي.

ډیری ناروغان درملنې لپاره بهر ته د تلو لاملونه ښه تشخیص، مجهز طبي وسایل، باکیفیته دارو او د ډاکټرانو ښه رویه په ګوته کوي.

د بدخشان اوسیدونکې دیده، چې اوس مهال د مور او خپلوانو د درملنې لپاره اسلام اباد ته تلې وايي، افغانستان کې شخصي روغتونونه پیسې ډیرې اخلي، خو باور نشي پرې کیدای. په هماغه پیسو په پاکستان کې ښه درملنه کیږي. د نوموړې په وینا بهر کې د ډاکټرانو رویه هم له ناروغانو سره ډیره ښه ده.

په وروستیو څو کلونو کې په هیواد کې شخصي روغتونونو زور اخیستی او ګڼ شمیر ډاکټران او نرسان له بهره د کار لپاره افغانستان ته راغلي. خو ډیری پدې نظر دي، چې شخصي روغتونونه تجارتي بڼه لري او داسې هم شوي، چې له بهره راغلی نرس په شخصي روغتون کې د ډاکټر په توګه کار کوي. دیده وايي، داسې قضیې ډیرې پیښ شوي .

د نوموړې په وینا دولتي روغتونونه ښه دي، باور پرې کیدای شي، خو د ډاکټرانو رویه ډیره بده ده. د پاکوالي خیال هم نه پکې ساتل کیږي. یو بستر وي او ۴۰ ناروغان، ۴۰۰ بستریز روغتون کې شاوخوا ۱۰۰۰ ناروغان وي.

هغه وايي کابل کې د فرانسوي روغتون د ډاکټرانو په نظر زما د ماما د زوی زړه غټ دی او مرۍ یې د ډوډۍ خوړولو پر مهال نه راټولیږي او ډوډۍ له معدې بیرته مرۍ ته ورګرځي. پداسې حال کې، چې د پاکستان ډاکټرانو ورته ویلي وو د ماشوم زړه رک روغ دی، یواځې په دوا به ښه شي.

د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره دولت د پام وړ هڅې کړې، خو ډیری سیمې، په ځانګړې توګه لرې پرتې هغه، تر اوسه له اساسي روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

د دیده په باور دولت باید دولتي روغتونونه ډیر کړي او له شخصي هغو منظمه او کلکه څارنه وکړي، تر څو د ډاکټرانو په جامه کې بهرني نرسان د افغانانو له ژوند سره لوبې ونکړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *