د وینې د لوړ فشار کنټرول لپاره خواړه

ژباړه: جاوید همیم کاکړ

د وينې فشار يا بلډ پرېشر چې ورته (پټ قاتل) هم ويل کېږي، ورو، ورو بدن په بېلابېلو ناروغيو اخته کوي او په اخر کې انسان د مرګ کومي ته وغورځوي، پر دې ناروغۍ اخته وو کسانو ته ډېره غوسه ورځي او کله ناکله له ډېرې غوسې د دماغ رګونه وشلېږي او انسان فلج شي.

پر دې ناروغۍ اخته کسان بايد له مالګې پرته ځانګړي خواړه وخوري، دغه لاندې خواړه هم د خولې مزه جوړوي او هم د وينې د فشار لپاه ګټور دي:

کېله:

کېله ډېر پوتاشيم لري، کله چې په بدن کې پوتاشيم کم وي، نو پر جسم ناوړه اغېزه کوي، په ځانګړې توګه پر بندونو او زړه باندې. کيله کې پوتاشيم ډېر وي خو سوډيم (مالګه) کم وي چې د وينې د لوړ فشار لرونکو ناروغانو لپاره ډېره ګټوره ده.

مستې:

مستې له کلسيم څخه ډک خواړه دي، په بدن کې چې کلسيم کم وي، نو د فشار د لوړېدو امکان ډېر وي، په مستو کې سوډيم هم کم وي او د ورځې په درې ځلې خوړو سره د وينې فشار په کنټرول کې ساتي.

بې مالګې مساله:

په دوکانونو کې چې ګډوډه مساله واخلئ، نو په هغې کې داسې شيان ګډوي چې مالګه لري چې بيا د وينې فشار ته ضرر رسوي، هڅه وکړئ چې په خپله بېلابېل ډول توکي واخلئ او بيا يې سره ګډ کړئ.

دار چيني:

دار چيني د ونې د ډډې د پوستکي په څېر يو ډول مساله ده چې ډېرى مهال په وريژو او نورو خوړو کې کارول کېږي، دار چيني نه يواځې د وينې فشار ټيټوي، بلکې د وينې غوړ هم کموي.

کچالو:

په کچالو کې د پوتاشيم کچه زياته وي او پوتاشيم د وينې فشار په ټيټولو کې مهم رول لوبوي، دغه راز په الوګانو کې سوډيم هم کم وي، غوړ هم نه لري، په اوبو کې د الوګانو جوشول يا له نورو سبزيجاتو سره يې ګډ پخول ډېره ګټه لري.

کب:

په کبانو کې پروټين او ويټامين زيات وي او دا دواړه عنصر د وينې فشار په کمولو کې مهم رول لوبوي، دغه راز کبان د وينې غوړ هم کموي.

وربشې:

وربشې چې له جوشولو وروسته وخوړل شي، د وينې فشار ټيټوي، د هضم نظام هم کنټرولوي، دا له تازه سبزيو سره هم خوړل کېداى شي.

لوبيا:

لوبيا د وينې لوړ فشار لرونکو لپاره ډېره ګټوره دي، دا پروټين، فايبر او پوتاشيم لري، تر جوشولو وروسته يا نورو سبزيو سره يې خوړل ګټور دي.

پالک:

پالک له وسپنې، فايبر، ويټامن اى او سي څخه ډکه غذا ده، کلسيم هم ډېر لري، دا ډول د وينې لوړ فشار راټيټوي.

د هندوانې زړي:

دا زړي هم د وينې د لوړ فشار په ټيټولو کې مهم رول لوبوي، دغه راز د وينې غوړ هم کموي، د سهار ناشتې پر مهال له مستو سره يو ځاى خوړل يې ډېره ګټه لري.

سر چينه: ډان ورځپاڼه

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *