افغان کرکټ لوبډله نړیوال جام ته روانه شوه

مدثر اسلامي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه د جمعې ورځ استرالیا ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته ویلي ولسمشر محمد اشرف غني د لوبډلې له روانیدو مخکې د کرکټ بورډ له چارواکو او د لوبډلې له غړو سره په لیدنه کې لوبډله وهڅوله او ډاډ یې ورکړ، چې په نړیوال جام کې د هغوی د بریا لپاره ټول ولس دعا کوي. ولسمشر همدارنګه ویلي په خپله لوبډله ویاړي، چې هیواد ته یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، چې د لوبډلې د رخصتولو لپاره کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ورغلی وه، هیله څرګنده کړه، چې ملي لوبډله به هیواد ته لا ډیر ویاړونه وګټي.

ټاکل شوې کرکټ نړیوال جام د فبروري میاشتې په ۱۵مه په استرالیا او نیوزیلانډ کې پیل شي. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبروري په ۱۸مه له بنګلدیش سره ولري.

د کرکټ بورډ مشر نعمت الله اندیش له ولسمشر غوښتي، چې له بنګلدیش سره د افغانستان د سیالۍ له نږدې لیدو لپاره استرالیا ته لاړ شي.

لوبډله به له نړیوال جام مخکې په اسټرالیا کې له هندوستان، عربي متحده اماراتو او د استرالیا دوه کلبونو سره دوستانه لوبې وکړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *