ترکیه کې اسلامي حرکت او ځوانان

اجمل جلال

د اسلامي خلافت له سقوط وروسته، تر ټولو بنیادي کار چې اسلامي هیوادونو کې د اسلام پر ضد او د سیکولریزم د بنسټ د ټینګولو لپاره شوی دی، په ترکیه کښې دی. مصطفی کمال له فرد څخه نېولې تر حکومتي اداراتو پورې، په هر ځای او هر ډګر کې هر هغه څه چې اسلامي او حتی عربي و له مینځه یوړل. د ترکانو اړیکې یې د قرآن سره داسې وشکولې چې تر اوسه یې هم تاثیرات پرځای پاتې دي او د له مینځه وړلو لپاره یو نسل مبارزه غواړي.

د اسلامي خلافت د سقوط څخه وروسته د اسلامي حرکت په نوم خوځښتونه پیل شول. دا اسلامي حرکتونه په دې  تکل را مینځ ته شول چې قدرت او صلاحیت بېرته اسلامي امت ته په لاس ورشي. مصر او ورو ورو په ټوله اسلامي نړۍ کښې د بېرته را بېداریدو فکر پیدا شو، دا خبرې او حوادث ټولو ته معلوم دي چې زه دلته له زیات تفصیل څخه تیرېږم. راځم اصلي موضوع ته، چې هغه په ترکیه کې د جمهوریت د رامینځ ته کېدو څخه وروسته د مسلمانانو مبارزه او په دغه مبارزه کښې د ځوانانو ونډه ده.

ترکیه کې د مسلمانانو مبارزه تر ډېره حده د نورو اسلامي هیوادونو د مسلمانانو د مبارزې سره توپير لري، چې ترکي ځوانان هم د دې مبارزې په اوږدو کښې د همدې توپېر تابع پاتې شوي دي. دا توپېر تر ډیره حده دوه عمده لاملونه لري.

لمړی لامل یې د جمهوریت د رامینځ ته کېدو څخه وروسته د ترکيي سخت حالات دي. په دې دوره کښې د مسلمانانو او په ټوله کې د اسلامي فرهنګ سره سخته مبارزه روانه شوه، د مسلمانانو وهل او ټکول یو عادي امر و ګرځېد، او په ټوله کې دولتي قدرت د مسلمان پر ضد د یوه جنګي ماشین حیثیت غوره کړ. په همدې دلیل مسلمانانو د آزاد حرکت توان له لاسه ورکړ، او تر ډېره حده پر باطني تربیت او حد اقل ایمان ساتلو یې اکتفا وکړه، خپله مبارزه یې تر معنویاتو، د الله د موجودیت پر اثبات او ځینو تصوفي بحثونو پورې محدوده وساتله.

دویم لامل د قرآن او اسلامي علومو سره د اړیکو شکېدل دي. د جمهوریت په را مینځ ته کېدو، نوی نسل د عربي رسم الخط سره نا آشنا وروزل شو، د قرآن لوستل د عربي پر ځای په ترکي ژبه پیل شول، دینی علوم تر ډېره حده کم شول او په کومو ځایونو کې چې لوستل کېدل هم، هغه د مستشرقینو نظریات و چې د ګټې پر ځای یې تاوان زیات و. دا کار  د دې باعث شو چې د ځوان نسل اړېکې د قرآن، نبوي سیرت او اسلامي تاریخ سره کاملا وشلیږي. همدا دوه علتونه د دې باعث شول چې له هماغه سره بیا تر ننه پورې په ترکیه کې اسلامي فکر، اسلامي پوهه او اسلامي مبارزه د نورو هیوادونو هغو سره فرق ولري.

ترکیه کې هم مسلمانان د نورو اسلامي هیوادونو په څېر په ډلو ویشل شوي دي. په مجموعي توګه دا ټولې ډلې په دوو ګروپونو تقسیموی شو.

لمړی ګروپ صوفي ډلې دي چې پر باطني امورو ډیره اتکاء لري، دا ډلې اغېزناکې ډلې وې چې په دې وروستیو کښې یې اغېز کم شوی دی. دوی د ځوانانو په جذبولو سره هغوی تر ډېره حده له اجتماعي او سیاسي مبارزې څخه منع کول او د نفس اصلاح ته یې رابلل، ځکه چې د دوی اصل له سیاست څخه نفرت کول دي. په دې ډلو کښې ځوانان تر ډیره حده د پلان جوړونې او قیادت لپاره نه غوره کيږي بلکې پلانونه پر دوی عملي کیږي.

دویم ګروپ سیاسي اسلامي ډلې دي. سیاسي اسلامي ډلې خپله ټوله پاملرنه سیاسي مبارزې ته لري. د دوی موخه د سیاسي قدرت د لاس ته راوړلو له لارې اسلامي تغییر راوستل دي. دا ډلې هم ځوانانو ته خاصه پاملرنه لري. د ځوانانو په مینځ کښې د سیاسي اسلامي ډلو د کار طریقه تر ډېره حده سیاسي روزنه ده. سیاسي اسلامي ډلې په دې وروستیو کې خپله مبارزه د ځوانانو پر مټو په ډېر ماهرانه شکل مخ ته بیایي. په ځوانانو کښې د کار لپاره د سیاسي اسلامي ډلو اتکا پر مدني ټولنو ده.

د ترکیې په هر ښار کښې په لس ګونو او ځېنې ځایونو کې په سلګونو مدنې ټولنې را مینځ ته شوې دي. دا ټولنې له یوې بلې څخه بېلې او مستقلانه عمل کوي، خو ټول د یوه هدف لپاره، چې په ټولنه کښې اسلامي-سیاسي شعور را مینځ ته کول دي، کار کوي.

د نويو علومو په برخه کښې د ارزان بیه او کله کله د وړیا کورسونو د دایرول، تفریحي او علمي سفرونه برابرول، د عمرې زیارت لپاره د کاروانونو تنظیمول، د محصلینو لپاره د ارزان بیه لیلیو آماده کول او اداره کول، د قران کریم درسونه تیارول، علمي کمپونه برابرول او داسې نور کارونه چې د ځوان نسل پاملره جلبوای شي، د دې ټولنو اساسي کار دی. د همدې کارونو له لارې را جذب شوي ځوانان د اسلامي سیاسي ډلو ټولنیز ځواک دی چې څه کم ۱۳ کاله یې خپل سیاسي قدرت پرې ساتلای دی.

له هغو دوو لاملونو چې په ترکیه کښې د اسلامي مبارزاتو پر څرنګوالي یې اغېز پروت دی نن د لمړي لامل اغېز له مینځه تللای، اما دوهم لامل لا هم په خپل ټول ځواک د اسلامي مبارزو پر څرنګوالي خپل اغېز لري. په همدې دلیل په ترکیه کښې د ټولنې په مینځ کښې د فرد د اسلامي تربیې کار ډیر تت او حتی په نشت حساب دی.

د قرآن څخه ناخبري، د نبوي سیرت څخه ناخبري او د ټول اسلامي تاریخ سره نابلدي هغه ستونزه ده چې تر ننه هم تقریبا ټول ترکان ورسره لاس او ګرېوان دي. د سیاسي مبارزاتو تله درنه ده، ټول وخت او ځواک په همدې برخه کښې مصرفیږي، فردي اصلاح او تربیې ته دومره توجه نه کیږي. چې همدا د ترکیې د اسلامي مبارزاتو تر ټولو لوی نقص دی. علت یې هم هماغه د اسلام او اسلامي تاریخ څخه غلط برداشت دی. د احادیثو ضعیف علم، د نبوي سیرت څخه کم معلومات د دې باعث شوي چې سیاسي مبارزه باندې اکتفا وشي او ځوانان په همدې مبارزه کښې مصروف پاتې شي.

که په ترکیه کښې د مسلمانانو د مبارزاتو څخه د درس اخیستو او د دوی د تجربو څخه د ګټې اخیستو په اړه فکر کېده نو څو خبرې باید جدا په نظر کښې ونیول شي؛ لمړی د سیاسي مبارزې به برخه کښې ترکیه ډیر څه لري چې نور مسلمانان هم ترې درس اخیستی شي. دویم په ایماني او اخلاقي روزنه کښې ترکیه کامیابه تجربه نه لري او د نورو هیوادونو د اسلامي حرکتونو لپاره ښه الګو نشي کېدای. دریم د سیاسي او  ایماني – اخلاقي مبارزې تر مینځ مناسب انډول ساتل هغه موضوع ده چې د ترکیې څخه باید د عبرت د درس په توګه زده شي. که یوې برخې ته توجه کیږي او بل اړخ کمزوری کیږي، چې دا اوس په ترکیه کښې همدا حالت روان دی، نو د ښې پایلې لاس ته راوړل سختیږي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *