کابل کې د فرانسوي مجلې ضد لاریون په تاوتریخوالي واوښت

د کابل ښار هودخیلو سیمه کې نن سهار سلګونه تنو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د کاریکاتور د خپریدو له امله لاریون وکړ، چې په ترڅ کې یې د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ د شخړې په پایله کې کم له کمه دوه لاریون کوونکي وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د پژواک په وینا لاریون هغه وخت په تاوتریخوالي واوښت، چې پولیسو د قابل بای په سیمه کې د لاریون کوونکو د ایسارولو هڅه وکړه او لاریون کوونکو په پولیسو تیږې وورولې. د پیښې یو شاهد پژواک ته ویلي، چې پدې وخت کې پولیس په شا شول او لاریون کوونکو ترې پاتې شوی رینجر موټر په تیږو او لرګیو خراب کړ.

د هغه په وینا لدې وروسته د لاریون کوونکو او پولیسو تر منځ ډزې بدلې رابدلې شوې، چې پکې دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شول.

د کابل امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحیمي بیا رسنیو ته ویلي، چې په پیښه کې یواځې دوه تنه ټپیان شوي. نوموړی وايي دا لاریون پولیسو ته له مخکني خبر پرته شوی او یو شمیر بې مسئولیته کسانو له فرصت نه په ګټې په پولیسو د تفنګچې او کلاشنکوف ډزې وکړې.

د رحیمي په وینا پولیسو لاریون کوونکي تیت کړي او د پیښې د اصلي عاملینو نیولو په موخه تلاشي روانه ده.

لدې مخکې هم په کابل او نورو ښارونو کې لس ګونه زره افغانانو د فرانسوي مجلې چارلي ایبدو له خوا د محمد صلی الله علیه وسلم د کاریکاتور خپرولو په ضد لاریونونه کړي، چې ټول ډیر منظم او سوله ایز وو. دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې د دې مجلې په ضد لاریون په تاوتریخوالي اوړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *