مسلمان کیمیا پوه جابر ابن حیان وپیژنئ!

عبدالحی قانت

جابر ابن حیان د هغو مسلمانو کیمیا پوهانو له ډلې څخه ده، چې د ساینس په دنیا کې یې د کیمیا د موجد نوم ګټلی. جابر په ۷۲۱ زیږدیز کال کې د خراسان په طوس کې نړۍ ته راغلی. په ماشومتوب کې د پلار له شفقت څخه محروم شو او پاتې عمر یې د خپلې مور په تربیت کې تیر کړ. جابر له خپلې مور سره په ماشومتوب کې له خراسان څخه کوفې ته هجرت وکړ او د ځوانۍ عمر یې د درمل جوړولو او درمل پلورلو د فن څخه پيل کړ .

جابر ابن حیان د خپل وخت د زیرکو او با استعداده ځوانانو څخه شمیرل کیده. هغه د مذهب د مطالعې ترڅنګ د کیمیا، حکمت او منطق په اړه هم قوي مطالعه کوله. په ځوانۍ کې یې د مختلفو درملو کامیابې تجربې وکړې چې له امله یې د حکمت په میدان کې پوره کامیابي ترلاسه کړه. د حکمت پرته یې د کیمیا په برخه کې هم ډیرې لاس ته راوړنې درلودې، چې ځینو تجربو یې خلک دې ته اړ کړل چې په اړه یی لا زیاته څيړنه وکړي .

جابر ابن حیان همیشه د نوو تجربو په اړه فکر او مطالعه کوله چې بلاخره یې داسې نتایج ترلاسه کړل چې د ساینس په دنیا کښې یې د کیمیا بنسټ کیښود. د کيميا په میدان کې د نوموړي څو مهمې لاسته راوړنې په لاندې ډول دي :

اول. د اوسپنې جوړښت: د اوسپنې په اړه جابر دا نظر وړاندې کړ چې د ټولو اوسپنو ترکیبي اجزاء ګندک او پاره ده، اوسپنه په مختلفو حالاتو او تناسب کې د ګندک اوپاره د ترکیبي اجزاوو څخه جوړه شوې. د جابر په فکر اوسپنو کې فرق د اجزاوو نه، بلکې د وخت او تناسب په اساس ده .  

دویم. قرع النبیق: جابر د قرع النبیق په نوم د یوې الې موجد دی. دې آلې دوه برخې لرلې چې په یوه برخه کې به یې کیمیايي مادې پخیدلې او په بله حصه کې به د دې مادو څخه خارج شوي بخارات جمع کیدل، چې د سړيدو څخه وروسته به ترې مایعات جوړیدل. دا آله تر نن ورځې  کیمیاوي تجربو کې استعمالیږي چې په واسطه يې مختلف کیمیایي مایعات جوړیږي. په اوسني ساینس کې دې آلې ته ریټاټ وایي .

دریم. تیزاب: یوه ورځ په قرع النبیق کې له تجربې وروسته جابر وکتل چې د قرع د دویمې برخې څخه خړ رنګه بخارات خارجیږي، جابر ته دا بخارات عجیب وو، چې هغه ته یې د لاس په وروړلو سره لاس وسوزید نو دې بخاراتو ته یې د تیزاب نوم ورکړ. دا هغه تیزاب ول چې د سرو زرو څخه علاوه يې ټولې اوسپنې ویلې کولې. بلاخره جابر په دې وتوانید چې داسې تیزاب جوړ کړي چې اوسپنه هم ويلي کړي .

په همدې ډول جابر ابن حیان نور هم ډیر اختراعات لري چی د نوي ساینس د پراخه پرمختګ سبب ګرځیدلي. جابر کاربونیټ، ارسینک، سلفاییډ، او الکول د اول ځل لپاره خالص تیار کړل. د کيمياوي موادو د جوړولو په طرز او طریقه او د کیمیایی مرکباتو په جوړولو کې يې هم مختلفې بريالۍ تجربې وکړې .

د نوموړي کتابونه :

جابر ابن حیان د ۲۰۰ نه زیات تصانیف لري. د دې ليکنو ترڅنګ يې د  اقلیدس د کتاب “هندسه” او د بطلیموس د کتاب “محبطی/مجسطی” شرحه هم لیکلې. د شاعرۍ او منطق تصانیف يې هم د لیکنو برخه ده .

همداسې څو مشهور کتابونه يې په دې ډول دي :

  • کتاب الملک
  • کتاب الرحمہ
  • کتاب التجمیع
  • زیبق الشرقی
  • کتاب الموازین الصغیر

له پورتني بحث څخه دا نتیجه ترلاسه کولی شو چې غرب نن په کومو ساینسي پرمختګوونو وياړي، د دې لویه برخه د مسلمانانو لاسته راوړنې جوړوي چې جابر ابن حیان یې يو مثال ده. خو دا هم حقیقت دی چې مسلمانانو له ډیره څیړنې ته شا کړې او د نورو ډګرونو په څیر علمي ډګر کې هم نورو ته محتاج دي .

پدې اړه اقبال (رح) فرمایي :

تجهی آبا سے اپنے کوئی نسبت ہو نہیں سکتی

که تو گفتار وہ کردار، تو ثابت وہ سیارہ

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *