د ځوانانو په زده کړو دې پانګونه وشي

افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له راتلو سره سم په هیواد کې تعلیمي بهیر له پخوا څو چنده ګړندی شو او تیرې یونیمې لسیزې په ترڅ کې یې د د څومره والي او څرنګوالي  له اړخه یې ښه پرمختګ وکړ. اوس مهال د هیواد په کچه هر کال سلګونه زره هلکان او نجونې له دولسم ټولګي خلاصیږي او ډیر شمیر یې د کانکو ازموینه کې برخه اخلي. د لوړو زده کړو موسسې او تحصیلي مراکز یواځې د محدود شمیر فارغانو د جذب وړتیا لري. کورنیو پوهنتونو کې د کیفیت ټیټوالي او د جذب وړتیا د کموالي له امله ډیری افغانان غوره ګڼي، چې بهر هیوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره لاړ شي.

د نجم ویب پاڼې د امریکا د کولراډو پوهنتون ماسټري دورې محصل محمد طاهر غزنوي سره د ځوانانو د تحصیل په اړه مرکه کړې، چې پکې په هیواد کې دننه تحصیلي وضعیت، بهرنیو هیوادنو کې د تحصیل ارزښت او ګټې او د بورسونو د موندلو په لارو چارو بحث شوی.

مرکه: مدثر اسلامي

نجم: لومړی راته د خپلو زد ه کړو په اړه ووایئ.

غزنوي: ابتدایه زده کړې مې د پیښور په کمپونو او خصوصی ښوونځيو کې ویلي او بیا مې د پاکستان د پرسټن پوهنتون نه په کمپیوټر ساینس کې لسانس اخیستی. هیواد ته له راستنیدو وروسته مې د کابل پوهنتون طب پوهنځي ولوست. اوس امریکا ته راغلی یم او د کولراډو پوهنتون د روغتیايي خدمتونو پالیسي په برخه کې ماسټري کوم.

نجم: په نظر مو ولې ډیر افغانان د لوړو زده کړو لپاره بهر هیوادونو ته د تګ لپاره مجبوریږي؟

غزنوي: د تیرو نږدې څلور لسیزو ناخوالو او جګړو افغانان دې ته پرینښودل، چې کدرونه وروزي او د افغان ځوانانو د لوړو، مسلکي او معیاري زده کړو تنده په هیواد کې دننه خړوبه شي .

د دې لپاره چې لوړې زده کړې یې د نړیوال مارکیټ له غوښتنو او په نړیوالو معیارونو برابرې وي، افغانان هڅه کوي چې د پرمختللو هیوادونو په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي. په پرمختللې نړی کې زده کړې په شخصي لګښت ډیرې ګرانې دي، ځکه نو هر افغان کوښښ کوي چې ځان ته د بورس یا سکالرشیپ له لارې زمینه برابره کړي او زده کړو ته بهر لاړ شي.

نجم: تاسې بورس څنګه پیدا کړ؟ ځوانانو ته د بورس پیدا کولو په اړه څه لارښوونه کوئ؟

غزنوي: بورس مې د انترنیټ له لارې پیدا کړ . دا مې لمړی ځل نه دی، چې د بورس لپاره مې هڅه وکړه. تر دې مخکې د انګلستان د شیوننګ سکالرشپ، د جرمني د ډااډ سکالرشپ او د اروپایي اتحادیې د ایراسموس موندوس سکالرشپ ته کامیاب شوی وم . خو د کور له مجبوریتونو مې نشوای کولای چې بهر ته سفر وکړم. بلاخره مې د فل برایټ سکالرشپ د فیسبوک له لاری له ملګرو پیدا کړ او په پروسه مې ډیر دقیق کار پیل کړ تر څو، چې پکې کامیاب شوم. د فل برایټ سکالرشپ د نورو په پرتله د فارم په ډکولو، مرکه او د ښوونځي د وخت ریاضي او ساینسي علومو په تکرا کې ډیر کار وغوښت. د انګلیسي ژبې لپاره می هم درس ووایه تر څو ښی نمرې واخلم. د الله مرستې او د مشرانو دعاګانو کامیاب کړم.

ځوانان باید له هر فرصت نه استفاده وکړي، هر فرصت د دوی لپاره یو چانس دي. هر چانس ته خواري او زحمت به دوی د راتلونکي چانس لپاره پیاوړي کړي او د دوی کامیابي به یقیني کړي.

نجم: د هیواد پوهنتونو کې د جذب ظرفیت او د زده کړو کیفیت څنګه ارزوئ؟

غزنوي: د افغانستان پوهنتونونه د نړۍ له پوهنتونو سره د مقایسې وړ نه دي. افغانستان غښتلو استاذانو او ډیرو پوهنتونو ته اړتیالري . د افغانستان د لیسو نه فارغ ځوانان د هیواد راتلونکې لپاره اړینه سرمایه ده.‌ په دوی، چې هر څومره ډیر لګښت وشي دوی به د هغه څو چنده ګټه هیواد او ولس ورسوي. په تیرو لسو کلونو کی چې د جګړو نه کوم ښارونه او ولایتونه په نسبي توګه په امن دي هلته په ځوانانو کې د لیک لوست شوق ډیر شوی، خو ورسره د پوهنتونو د جذب ظرفیت په هماغه اندازه ندی لوړ شوي. دولتي ادارې د موجوده اداري فساد او سیاسي او نظامي بې ثباتۍ له امله ندي توانیدلي، چې په پوهتنونو او استاذانو لازمه پانګونه وکړي. په خواشینۍ سره ډیر کم ځوانان کولی شي، چې پوهنتونو ته لار ومومي او د لوړو زده کړو ارمان یې پوره شي . افغانستان په ټوله کې باید په دې اړه ډیر جدي کار وکړي.

نجم: دولت او نورې ادارې د ځوانانو ته د کار موندنې او ګمارنې په برخه کې څه باید وکړي؟

غزنوي: تر ټولو لمړی که اداری فساد مخه ونیول شي، وړ ځوانانو ته د کار زمینه برابریږي. د وړ ځوانانو په ګمارنې د دولت کار غوره او چټک کیږی او تر څنګ یې عایدات ورسره ډیریږي.

په دویم قدم کې په ځوان هدفمنده پانګونه باید وشي. پدې معنا، چې دولت په کومو سکتورونو کې د کدر کمی لري په هماغه سکتورونو کې دې د نوي ځوانانو د روزنې لپاره پانګونه وکړي، تر څو د دولت د کاري قوې اړتیاوې له خپلو بشري سرچینو نه پوره شي.

دریم قدم کې دولت په بااستعداده ځوانانو په هغه سکتورونو کی هم پانګونه کولای شي، چې پکې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو په کچه د کار موندنې فرصتونه ډیر موندل کیږي. دا ځوانان چې په راتلونکې کې په سیمه ایزو هیوادونو کې د کار او عایداتو فرصت پیدا کړي دوی هم کولای شي، چې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي او هم کولای شي له بهر نه افغانستان ته پانګونه تشویق کړي او یا یې جلب کړي. د داسې کار ښه مثال چین، بنګلدیش او هندوستان په څیر ممالک دي، چې بشري قوه یې له عربي او غربي ممالکو ډیره سرمایه خپلو وطنونو ته را جلب کړې ده.

له ځوانانو مې هیله ده، چې په هر کار کې تقوا غوره کړي، له تقوا پرته په کار کې اخلاص نشي پیدا کیدای. تقوا هم د دې دنیا ګټه خوندي کوي او هم اخرت ته ګټه رسوي. بله دا چې د خپلو مشرانو او استاذانو درناوی د دوی کامیابي حتمي کوي.

ځوانانو ته زمونږ د مشرانو او کوچنیانو ډیرې هیلې دي . دا هیلې یې باید له خاورو سره ور خاورې نه کړي.

راځئ همدا نن هوډ وکړو، ځان ته د کامیابۍ لوری‌ و ټاکو او پر هماغه مسیر روان شو. په نړۍ کې داسې هیڅ کار نشته، چې د افغانستان ځوانان یی نشی تر لاسه کولای. دوی دې له خپلو ناکامیو، خطاوو او کمزوریو نه ټکني کیږي، همدا خطاوې او ناکامي مونږ ته ډیر څه را زده کولای شي. همدا مو د کامیابۍ او نیکمرغۍ په لوري لوړو څوکو ته رسولای شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *