هغوی ولې له پیغمبر سره دښمني کوي؟

پوهندوی محمد مزمل اسلامي

هلته خورا ډیر اسباب او لاملونه دي چې هغوی یې دیته اړ ایستلي دي څو د  الله له پیغمبر سره مخالفت او دښمني وکړي.

د دې لاملونو اصل او بنسټ یو دی خو څانګې او فروع یې ګڼ او متعدد دي. د مخالفت او دښمنۍ د لاملونو بیخ او بنسټ دا دی چې دغه خلک د خپل ځان په اړه د خپل زړه نه پرته د هیچا امر، فرمان، قید او شرط نه مني. نه په فکر کښې، نه په قول کښې او نه په عمل کښې. د دوی په وړاندې باید هیڅ شی نه حرام وي، نه ممنوع وي او نه حتی مکروه.

دوی د هیڅ هغه شي التزام او پلوۍ ته غاړه نشي ایښودی چې د دوی د ذهن، ژبې او لاسونو ازادي د تقیید او تحدید پر ځای حتی تنظیم کړي، او یا پرې ځینې ځانګړي افکار، اقوال، او اعمال حتمي او لازمي کړي.

په بل عبارت هغوی د خپل سر له پاسه داسې یو ذات، جهت، او مرجع منلو ته تیار ندي چې د دوی اراده، واک او اختیار تحدید او کنټرول کړي.

د الله د پیغمبر لومړنۍ خبره همدا ده چې انسان به ځان د الله پاک بنده ګڼي او د هغه بندګي به کوي. خپل فکر، قول او عمل به د هغه د حکم او فرمان تابع ګرځوي. او د ده واک، اختیار، عزم او اراده به د هغه د خوښې مطابق او د هغه د معرفي کړي شریعت او نظام په ډانچه او چوکاټ کښې دننه وي.

د هغه فرایضو او واجباتو ته به التزام لري او هغه به پلي کوي او د هغه له محرماتو او منهیاتو څخه به په کلکه ځان ژغوري.

د همدغه بنسټیز لامل پر اساس پیغمبر صلی الله علیه وسلم د الله پاک د منلو کلمه ویل، لمونځ کول، روژوه نیول، زکات ورکول او حج ته تلل په جدي توګه لازمي او حتمي ګرځولي دي. په همدې توګه رښتیا ویل، پر ژمنو او وعدو وفاکول، انصاف او عدالت کول، ښه خبره کول، پر بې وزلو زړه سوی او ترحم، پر کشرانو شفقت، د مشرانو احترام او درناوی، صله رحمي پالل، مور او پلار سره احسان کول، د ګاونډي، مسافر او سوالګر حقوق رعایتول،… لازم ګرځولي دي چې دوی په هیڅ صورت د دې التزاماتو تکلیف په غاړه نشي اخستی.

په همدې توګه د الله پیغمبر انسانان له حرام خوراک، حرام څښاک، غلا، خیانت، بډو او رشوت، زنا، فحشا، لواطت، شرابو، نشې، قمار، سود، ظلم، ښکنځلو، د خنزیر غوښه خوړلو، د وینې څښلو د مردارې خوړلو،… څخه په کلکه منع کړي او هغه یې پرې حرام ګرځولي دي چې دوی یې هیڅکله پریښودلو ته تیار ندي.

ښه نو تاسو ووایاست چې دوی باید د الله له پیغمبر سره دښمني ونکړي؟!

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *