کرزی: لویدیځ باید له مسلمانانو سره خپله رویه بدله کړي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې ورځ د افراط او تفریط تر نامه لاندې د اعتدال مرکز په دویم څیړنیز کنفرانس کې د لویدیځ په کړنو نیوکه وکړه او په لویدیځ هیوادونو یې غږ وکړ، چې د نړۍ د مسلمانانو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

 هغه وویل، چې لویدیځ باید لداسې کارونو لاس واخلي، چې د خلکو د بدنامۍ سبب کیږي. په وینا یې لویدیځ باید د مسلمانانو په اړه خپل نظر او د هغوی په وړاندې خپله تګلاره باندې له تجدید نظر وکړي او داسې وسایل ونه کاروي، چې د دوی په ګمان ګټور دي خو په اصل کې د مسلمانان بدناموي.

کرزي وویل لویدیځ هیوادونه پدې وپوهیږي، چې مونږ یې دین ته درناوی لرو او له سیاسي اړیکو او دوه اړخیزو ګټو پرته هیڅ تضاد تر منځ نشته.

د اعتدال مرکز د کرزي د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی، چې موخه یې په نیکیو امر او له بدیو منع کولو او له افراطیت سره مبارزه ده.

له بلې خوا د یاد مرکز مشر نعمت الله شهراني وویل د نړۍ ډیری اسلامي هیوادونه دا مهال د افراطیت په اور کې سوځي، چې په وینا یې لدې وضعیت نه د وتلو لپاره لازمې هڅې باید وشي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *