د حجاب نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د فبروري په لومړۍ ورځ د نړۍ میلونونه مسلمانو او نامسلمانو میرمنو له مسلمانو میرمنو سره د همدردۍ او د هغوی انتخاب ته د درناوي په موخه د یوې ورځې لپاره اسلامي حجاب په سر کړ.

د لندن میشتې نامسلمانې ایلیزابیټ کروشر په نظر، چې آن اسلام ویب پاڼې ته یې ښکاره کړی، دا مهمه ده، چې په نورو دینونو او فرهنګونو پوه شو او تجربه یې کړو.

کروشر د حجاب نړیوالې ورځې پروګرام ته لومړی ځل د ۲۰۱۴ کال په ترڅ کې هغه مهال معرفي شوه، چې دا په امریکا کې اوسیده. هغه وايي د دې لپاره، چې د یوې میرمنې په توګه د مسلمانۍ په معنی پوه شو د حجاب په سر کول یوه ښکلې او نوې لاره ده.

هغه همدارنګه زیاتوي، چې دا تجربه کولی شي د اسلام او په عمومي ډول نړۍ په اه یو پراخ تصور وړاندې کړي.

د فبروري په لومړۍ ورځ د ۱۴۰ هیوادونو میلونونه مسلمانې او نامسلمانې میرمنې سړکونو ته راووتې، څو د حجاب نړیوالې ورځې دریمه کلیزه ولمانځي.

د حجاب نړیواله ورځ د نیویارک یوې اوسیدونکې نزما خان نظر وه، چې موخه یې د دینونو تر منځ د پوهاوي او تحمل روحیه پیاوړي کول وه.

نزما دا ورځ د دې لپاره وړاندیز کړې څو نامسلمانې میرمنې مخکې لدې، چې د مسلمانو میرمنو د حجاب په اړه قضاوت وکړي، حجاب په سر کول په خپله تجربه کړي.

د مانچستر یوه زده کوونکې، چې پدې لمانځنه کې یې تیر کال او سږکال ګډون کړی آن اسلام ته ویلي که ریښتیا ووایم دا تجربه هیڅ هسې نه وه، چې ما یې تمه کوله. زه څو مسلمانې ملګرې لرم او غوښتل مې د هغوی په نظر وپوهیږم او خپله وګورم، چې د حجاب په سر کول انسان ته څه ډول احساس ورکوي.

عفیفه لندن کې میشته پاکستانۍ میرمن وايي د حجاب نړیوال ورځ د مسلمانو میرمنو په اړه د ناوړه قضاوتونو په بدلولو کې مهمه پیښه ده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *