افغان ځوانان؛ اقتصادي ستونزې اوحل لارې

محمد ریاض سادات

پدې لیکنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې مؤسسې غړی او د سلام پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ استاد ښاغلی ریاض سادات د ځوانانو د فعالیت او اقتصادي ودې ترمنځ اړیکې څېړلي، د ځوانانو اقتصادي ستونزې یې په ګوته کړي او ورته ممکنې حل لارې یې وړاندې کړي.

ځوانان د ټولنې د پرمختګ لپاره د ملا د تير حیثیت لري، خو کله چې همدا د ملا تیر ستونزمن شي او سالم فعالیت نشي کولای نو طبیعتاً به د ټولنې پرمختګ هم ټکنی کېږي. همدغه ستونزمن ملاتیر د افغانستان د پڅ اقتصاد یو مهم لامل دی. د ځوانانو اقتصادي ستونزې او د بېکارۍ موضوع د ټولې نړۍ لپاره مهمه ده. په اکثره هېوادونو کې د ځوانانو د بېکارۍ سلنه د هېواد د ټولې بېکارۍ د سلنې څخه لوړه وي. ټول هېوادونه په دې لټه کې دي چې څنګه د ځوانانو د وړتیا او انرژۍ څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د ځوانانو د ستونزو څخه به پېل وکړو، خو د ملامتولو او تورلګولو د لوبې څخه به تېر شو. د نړیوال معیار په اساس د ځوانۍ عمر د ۱۵ کلنۍ نه تر ۳۰ یا ۳۵ کلنۍ پورې دی. په ۱۵ کلنۍ کې (خوشبخته) افغانان تازه د لېسې تر کچې رسېدلی وي. بحث د ځوانانو په اړه دی، ستونزې به یې هم د همدې ځایه پېل کړو.

څوارلس کاله کېږي چې افغانستان د آزاد بازار (کپیټلېزم) سیستم د خپل اقتصادی سیستم په نامه منلی. دا سیستم په خپل ځان کې ښې پرېمانه ستونزې لري. لکه څرنګه چې افغانستان د غربي نړۍ، نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او داسې نورو نهادونو مرستو ته اړ دی، نو مجبور دی چې آزاد بازار هم د شته ستونزو سره ومني. په ټولیز ډول کپیټلېزم د ځوانانو لپاره په تاوان دی ځکه ځوانان هغه څوک دي چې مالي سرمایه نلري او د صفر څخه شروع کوي. د کپیټلېزم یو لوی نقص همدا دی چې شتمن پکې نور هم شتمن کېږي او غریب پکې نور هم بېوزله کېږي. د ۲۰۰۷ کال اقتصادي رکود چې د آزاد بازار پایله وه، تر هر چا زیات ځوانان وځپل.

 په هر حال، د افغانستان چاپېریال ته راځو. اقتصادي ستونزو ځوانان مجبور کړي چې تعلیم او تحصیل ته شا کړي او شپو سبا کولو لپاره د هرې ممکنه وسیلې او لارې څخه استفاده وکړي. د هېواد په نا امنه سیمو کې د دولت د مخالفه وسله والو سره د ځوانانو شتون د نورو دلایلو په څنګ کې د اقتصادي ستونزو زېږنده ده. دولت هغوی ته د کار زمینه نده برابره کړې، او هغوی ته تر ټولو اسانه لاره هم د څو روپو په مقابل کې د وسلې پورته کول دي. دا چې  په لویه کچه د ځوانانو لپاره د تحصیل او کار زمینه کمه ده یا نشته،ځوانان دهقاني کوي او یا هم وسله ګرځوي، دا د کلیو او بانډو تصویر دی. په ښارونو کې وضعیت بل ډول دی. دلته د دولت واک شته خو د اغېزمنو پالیسیو او پایداره تحصیلي او کارموندنې پلانونو کمبود له ورایه مالومېږي. په دې لیکنه کې هم د همدې ډول ځوانانو په ستونزو تمرکز شوی.

په ښوونځیو کې د تدریس ټیټ معیار: ستونزې تقریباً ټوله غریبه نړۍ په غیږ کې نیولې. نړیوال سایکالوجستان دا مني چې همدا ټیټ معیار تدریس د ځوانانو د راتلونکو اقتصادي ستونزو سرچینه ده. په افغانستان کې ستونزه دا ده چې په دې وخت کې هم اکثره کورنۍ د متعلم څخه د کورخرڅ د برابرلو تمه لري. له یوې خوا ځوان متعلم د کورني اقتصادي ستونزو له خوا تر فشار لاندې وي او له بله پلوه تدریسي معیار ټیټ شي، پایله یې دا شي چې د نوموړي ځوان د پوهنتون لپاره یو ضعیف بنسټ کېښودل شي.

له لېسې تر پوهنتونه: دا د ځوانانو لپاره برخلیک ټاکونکی وخت دی. د هر افغان ځوان لومړۍ خوښه بهرنی بورس دی، که هغه نه وي دولتي پوهنتون او که هغه هم نه شو نو بیا شخصي پوهنتون. دا هر څه په لیاقت او پیسو پورې تړلي دي. په افغانستان کې د اداري فساد څخه دا ځای هم ندی پاتې شوی. دا مهال د شتمنو او واکمنو کورنۍ ځوانانو ته هېڅ د تشویش ځای ندی، خو نورو ځوانانو ته د لیاقت تر څنګ بخت هم ډېر اړین دی.

له پوهنتونه تر دندې: هغه (نېکمرغه) ځوانان چې تر پوهنتونه یې ځانونه راورسول، اوس د دندې پیدا کولو په فکر کې دي. له بده مرغه دا مهال د فساد شتون او د اغېزمنو پالیسیو د نه شتون له وجې د افغانستان د دندو بازار ډېرې دوزخي شپې ورځې سبا کوي. په دولتي او غیر دولتي کورنیو مؤسسو کې د وظیفو پیدا کول تر بل هر کار ستونزمن دی. د پوهنتون تر څنګ نیمه ورځ کار کول په ټوله نړۍ کې معمول دی. د همدې نیمو ورځ کار (part time jobs) نه شتون له وجې د بېوزله کورنیو ځوانان مجبور دي چې پوهنتون پرېږدي.

د دولتي او شخصي پوهنتونونو یوه ستونزه هم د عملي کار ټیټه کچه ده. یوازې په تیوري او تدریسي کتابونو د پوهنتون ژوند نه شي خلاصه کېدلای. ددې لپاره چې د پوهنتون څخه د فراغت پر مهال ځوانان د دندې لپاره اماده وي، دا ډېره اړینه ده چې محصل په تېرو درې یا څلور کلونو کې په کافي اندازه عملي کار کړی وي.

په همدې ډول نورې لویې او وړې اقتصادي ستونزې شته چې افغان ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي، خو الحمدالله افغان ځوانان ډېرې داسې مثبتې نقطې لري چې که ترې سالمه ګټه واخستل شي نو د افغانستان راتلونکي ته په ډاډه زړه خوشبینه کېدلای شو. افغان ځوانان د لیاقت او انرژۍ ترڅنګ کافي احساس لري. دا نو اوس د دولت او نورو مسؤولو نهادونو دنده ده چې څرنګه ددې لیاقت، انرژۍ او احساس څخه مثبته ګټه اخستلای شي. د بېلګې په توګه، په افغانستان کې مظاهرو او لاریونو ته وګورئ. نږدې اتیا سلنه ګډونوال یې ځوانان دي. دا یو ښه خبر دی. خو دا چې څنګه ددې احساس، رضاکارۍ او انرژۍ څخه د لارې بندولو پرځای د لارې پاکولو لپاره ګټه واخستل شي، او څرنګه د ځوانانو د انرژۍ او حوصلې څخه په خېمو کې د میاشتو تېرولو پرځای د هغوی څخه د تحقیق او سروی لپاره ګټه پورته شي، دا د دولت او مسؤولو نهادونو دنده ده.

هر کله چې افغان ځوانانو ته د درس او تحصیل سالمه زمینه برابره شوې، په داخل او خارج کې دوی په زبات رسولې چې دوی له چا کم نه دي. که چېرې افغان ځوانان خپلو ضعیفو نقطو ته متوجه شي او هغه په مثبتو ټکو واړوي، همدا یې د بریالیتوب راز دی. په افغاني ټولنه کې یوه منفي نقطه د ځوانانو په منځ کې د رضاکارۍ د کلتور کم شتون دی. له بده مرغه رضاکارۍ (volunteerism) ته د بېګار په سترګه لیدل کېږي. حال دا چې په نوره نړۍ کې نږدې هر وګړی په یو ډول رضاکار دی. افغان ځوانانو ته پکار ده چې رضاکارۍ ته کافي وخت ورکړي، دا نه یوازې چې د دندې پیداکولو په مهال د هغوی په تجربه کې حسابېږي بلکې د هغوی د اخلاص او فداکارۍ ښکارندوی کوي.

بله منفي نقطه چې د اکثره افغان ځوانانو ډیری وخت ضایع کوي هغه د ټکنالوژۍ څخه ناسالمه ګټه اخیستنه ده. دا ډېره ښه خبره ده چې د نړۍ ترټولو نوې ټکنالوژي او انټرنت په افغانستان کې شته. ستونزه داده چې افغان ځوانان فیسبوک د ورځې شل وارې ګوري خو وېکېپېډیا او نورو پوهنغونډونو ته په میاشت کې سر نه ورښکاره کوي. ځوانان باید د تفریح لپاره په کمپیوټر کې د بېمعنا او وخت ضایع کوونو فلمونو پرځای معلوماتي مستند بحثونه او فلمونه (documentaries)وګوري چې د معلوماتو د اضافه کولو لپاره ترټولو ښه لاره ده. په ځیرک مبایلونو کې د ګېم او چټ پرځای تازه معلوماتي مقالې او بحثونه ولوستل شي، دا به د ټکنالوژۍ څخه مثبته استفاده وي.

ستونزې شته، مثبتې او منفي نقطې لرو. لکه مخکې مو چې وویل، د بریالیتوب راز مو په دې کې دی چې د ستونزو جرړې پېدا کړو، منفي عادتونه مو په مثبتو عادنونو واړوو او مثبتې نقطې مو لا پسې قوي کړو تر څو د ستونزو لپاره د حل ممکنه لارې چارې ولټوو. دا د دولت دنده ده چې په هېواد کې ټولو هغو خلکو ته وظیفې پیدا کړي چې څوک ورپسې ګرځي، خو په افغانستان کې ځوانانو ته پکار نه ده چې د دولت په تمه کښیني، کنه ځواني به یې په انتظار کې تېره شي. په خپلو شته مثبتو نقطو فکر وکړي او د هغو څخه کار واخلي. هر انسان پټې ښېګڼې او د قوت نقطې لري. مطالعه، ژباړه، لیکل، هنر پنځول، تحقیق او داسې نور هغه کارونه دي چې انسان خپلو قوي نقطو ته متوجه کوي.

د رضاکارۍ دودول هغه څه دي چې د کورنۍ، کلي، ښار او بلاخره د هېواد په سطحه باید ورته جدي پاملرنه وشي. هر ځوان باید د ښوونځي او پوهنتون او حتی د رسمي دندې تر څنګ په یو ډول ټولنیز او اقتصادي بهیر کې رضاکارانه ونډه ولري.

د مثبت او ابتکارانه نوښت فکر باید د هر ځوان په مغز کې ځای ولري. د ټولنې ضعف د ټولنې د پرمختګ لپاره په مثبته انرژۍ واړوئ. د بېلګې په ډول زمونږ په ټولنه کې د سوالګرو لوړه کچه زمونږ د ټولنې ضعف دی. که چېرې څو فکري ځوانان پر داسې یو سیستم کار وکړي چې په هغې کې د سوالګرو په وسیله د سړکونو او کوڅو څخه پلاستیکونه او بوتلونه راغونډ کړي او د یو شرکت په وسیله د پلاستیکونو، کاغذونو او بوتلونو څخه بیاځلي (recycle)استفاده وشي. (په چین کې د استعمال شوو پلاستیکي بوتلونو څخه مالوچ جوړېږي). داسې یو ابتکار به ټولو خواوو لپاره یو ګټور اقدام وي، له یوې خوا څو سوالګر د سوال څخه خلاص او په کار مصروفېږي، چاپېریال ورسره پاکېږي او اقتصاد ورسره په خپله کچه پیاوړی کېږي.

دولت ته پکار ده چې د نوښتګرو ځوانانو او سرمایه اچوونکو ترمنځ ټینګ ارتباطي پُل جوړ کړي. ځوانان نوي فکرونه او ابتکارانه نظریې لري خو د عملي کولو لپاره یې سرمایه نلري، له بله پلوه سرمایه اچوونکي د یوې داسې نظریې په لټه کې دي چې ډېره ګټه لاس ته راوړي. دا د دولت دنده ده چې یو داسې پلټفارم یا سیستم جوړ کړي د نوښتګر ځوانانو او پانګه اچوونکو تر منځ واټن را کم کړي. دغه اصل د اروپايي هېوادونو د چټک پرمختګ د مهمو لاملونو څخه دی.

دولت باید د لوړو زده کړو د پالیسۍ په اساس په دولتي او غیر دولتي پوهنتونو کې د عملي کار کچه لوړه کړي. په افغانستان کې تر دولسم ټولګي وړیا زده کړې برابرول د دولت وجیبه ده. دلته باید چارواکي د کمیت تر څنګ کیفیت ته هم جدي پاملرنه وکړي. او د رضاکارۍ کلتور دودلو ته پایداره سیستم جوړ کړي.

د اخرنۍ مشورۍ په توګه ځوانانو ته دا توصیه ده چې د لېسې پر مهال د انګلیسي ژبې زده کړې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، همدا انګلیسي ژبه ورسره د پوهنتون په وخت کې د انټرنټ او نورو کتابونو څخه د استفادې او تحقیق لپاره ډېره مرسته کوي. همدا رنګه د پوهنتون پرمهال د انګلیسی تر څنګ عربي او یا د خپلې خوښې کومه بله بهرنۍ ژبه زده کړي. د هرې نړیوالې ژبې زده کړه ځوانانو ته ځانګړې چانسونه او موکې برابرولای شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *