سپین ږیرتوب، اندیښنې او هیلې

پوهندوی محمد مزمل اسلامي

هغه بله ورځ د پاسپورټ دفتر ته ورغلم. ډیر اوږد کتار جوړ و. د کتار سرته ولاړ پولیس نه مې د کار پروسه وپوښتله. هغه په ډیر احترام د کتار په سر کښې ودرولم، د سپین ږیرو دا ځای دی. زیاته یې کړه دفتر ته د ننوتو اجازه چې وشوه نو ته به په لومړي سر کښې ورشې.

د اجازې له اعلان وروسته د اوږدې لیکې له منځه پولیس سپین ږیري یو یو بیل کړل او جلا کتار کې یې ودرول. ماته یې هم په همدې نوي کتار کې د ودریدو وویل. پدې توګه لومړی سپین ږیري مخکې شول او بیا نور ورپسې روان شول.

حیران شوم چې سپین ږیري جلا کول او لومړی وخت ورکول په هیچا بد نه لګیده، بلکې ټولو له احترام سره سره په ډیره خوښۍ استقبالول.

زما عمر نږدې پنځوسو کالو ته رسیدلی او په ږیره کښې مې لږ تارونه تور پاتې دي خو بیا هم ځان راته هماغسې زلمی ښکاري او هیڅ مې زړه ته نه لویږي چې زه دې سپین ږیری شوی اوسم! (يهرم ابن آدم وتشب منه اثنتان الحرص على المال والحرص على العمر(

که د سپینې ږیرې په خاطر د خلکو د احترام او درناوي غږونه نه وي چې کاکا دلته راشه، تره دلته کښینه، مشره وبښه… نو زما سپینه ږیره به ما د ځوانۍ له اوږدو هیلو، رنګینو خیالونو او خوندوروغفلتونو څخه یوه لحظه هم جلا نشي کړای!

ریښتیا چې اسلامي ټولنه، اسلامي افکار او اسلامي آداب څومره ستر نعمتونه دي چې انسان یې کله کله په قدر او قیمت پوه شي.

هو، په ټولنه کښې د بابا، پلاره، تره، مشره… اوازونه انسان خپل ځان، خپل مسیر او خپل وضعیت او موقعیت ته متوجه کوي؛ ځکه خو په اسلام کښې له ټولنې ګوښه کیدل او رهبانیت غوره کول حرام بلل شوي دي (لارهبانیة فی الاسلام(.

واقعیت دا دی چې زما په عمر یو انسان دیته جدي اړتیا لري چې په ورځ کښې څو ځله د ټولنې لخوا پرې د مشره، تره، پلاره او بابا غږونه وشي!

زه په تکرار سره خپل ځان د دنیا او آخرت د تجاذب او کششونو په منځ کې وینم. باور وکړئ د دنیا تجاذب او کشش دومره ځواکمن دی چې بدن او صورت یې ټول خپل کړی او (زړه) بیچاره د آخرت له مینې سره د پاتې بدن او د هغه د غوښتنو په وړاندې د یوازې توب، کمزورۍ او بې وسۍ احساس کوي! (کلا بل تحبون العاجلة وتذرون الآخرة(

څو ورځې مخکې مې د ښاغلي احمد محمود وړه لیکنه چې ښاغلي محمد جمالزهی ژباړلې (عزیزم ۶۰ساله شدی، پس کی!) ولوسته، ډیره استفاده مې ترې وکړه او ډیر خوند مې ترې واخست. هلته مې ځینې داسې احادیث ولوستل چې معنا يې وه: کله چې انسان شپیتو کلونو ته ورسیږي نو پر هغه باندې د الله پاک حجت او دلیل قایم شو او ده ته نور د الله په وړاندې کوم ډول عذر پاتې نه شو!

مَنْ أتت عليه ستون سنة فقد أعذر الله، عز وجل، إليه في العمر” او له ځینو تابعینو څخه د شلو، دیرشو، څلویښتو او پنځوسو کلونو خبره هم را نقل شوې ده.

د مبارکو احادیثو دغو تعبیرونو ډیر ولړزولم:

د چا چې عمر څلویښت، پنځوس او شپیتو کلونو ته ورسیږي نو پر هغه باندې د الله پاک حجت او دلیل قایم شو او ده ته نور د الله په وړاندې کوم ډول عذر پاتې نه شو!

د دې خبرې معنا او مفاد دا ده چې د انسان او الله پاک ترمنځ یوه ډیره جدي موضوع او مسئله پرته ده چې هغه ارومرو راتلونکې او پیښیدونکې ده او تر څلویښتو کلونو پورته انسان ورسره تر هر چا زر مخامخ کیدونکی دی او همدغه ټکی د اندیښنې او اهتمام وړ خبره ده.

دا چې د الله پاک مخلوق تا ته ستا د سپینې ږیرې په خاطر درناوی او احترام کوي دا په حقیقت کې په تا باندې د هغوی ترحم، زړه سوی او شفقت دی ځکه پر تا باندې د ستر الله حجت او دلیل قایم شوی دی او ته هغه سره پرته له کوم ډول عذر درلودلو څخه د مخامخ کیدو په درشل کې یې!

هو، له الله پاک سره د دغسې سترې او جدي موضوع په اړه د بريمن مخامخ کیدو که کومه هیله او توقع ده نو هغه د همدغه ستر الله سمه او صحیح بندګي ده، د هغه دین او شریعت سم پیژندل او په هغه باندې سم او صحیح عمل کول دي.

دعوت سره ځان تړل، دعوت ته خپل ځان، مال، فکر او وخت وقف کول هغه سترې هیلې دي چې انسان له الله جلت عظمته سره له مخامخ کیدو او د هغه له سترې محاسبې څخه د هغه د خوښۍ او تلپاتې جنتونو په لور بریالی اوباسي!

زه هیله لرم چې زه او زما نور همځولي همدغسې اوسي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *