په ګرم سير سيمو کې د تعليمي کال په پیل کيدو د نجم اعلامیه

نهاد جوانان مسلمان (نجم) په ګرم سير سيمو کې د ۱۳۹۲ شمسي کال د نوي تعليمي کال په پیل کيدو ددغه سيمو د پوهنتونونو، دارالمعلمینونو، معهدونو، ليسو او ديني مدرسو محصلينو او متعلمینو ته د زړه له کومې مبارکي وايې، هيله ده چې زمونږ ورونو او خويندو به د دوبي ګرمي په هوساينې او آرامۍ سره تيره کړي وي او په پوره شوق او کلکې ارادې سره به د دنوي تعليمي کال د پيل سره سم خپلو تعليمي ادارو ته د ميني او محبت ګامونه پورته کوي، پدغه توګه (نجم) د ټولو محصلینو او متعلمينو مور، پلار او کورنیو ته هم مبارکي وايي او د لوي الله څخه غوښتنه کوي چې د دوي بچيان (زامن او لوڼې) په خپل تعليم کې بریالي او د هيواد او ملت لپاره يې د خدمت سرچينه وګرځوي. نجم د ټولو په اسلام، هيواد او ملت مينو هيواد والو څخه غوښتنه کوي چې خپل بچيان په پوره شوق سره د تعليمي ادارو خواته وليږي او د هغوي سره د تعليم په ټولو مراحلو کې پوره همکاري وکړي.
نجم د خپلو ټولو محصلينو او متعلمينو ورونو او خويندو څخه هيله کوي چې په ډير شوق سره خپل تعليم ته ادامه ورکړي، په خپلو درسونو کې کوشش وکړي، د خپلو تعليمي ادارو ساتنه وکړي، د خپلو استاذانو احترام او قدر وکړي، او د خپل وخت د ضائع کولو څخه دې ډډه وکړي، پدغه توګه دوي بايد د تعليم تر څنګ خپلې روزنې ته هم پاملرنه وکړي او خپل ځان په اسلامي عاداتو او اخلاقو سمبال کړي، او په تحصيلي او تعليمي ادارو کې د ټولو هغه چلندونو څخه ځان وساتي چې د یو محصل او متعلم د شان سره نه ښائي.
نجم د ټولو محترمو استاذانو څخه غوښتنه کوي چې د شاګردانو په تعليم او تربيه کې زیار وګالي، او په اسلامي او افغاني ارزښتونو د هغوي په روزنه کې کوشش وکړي، او تحصيلي او تعليمي چاپيريال د هر قسم تعصباتو، نفرتونو او کرکو څخه پاک وساتي.

نجم د افغانستان د دولت او په ځانګړې توګه د لوړو زدکړو او پوهنې د محترمو وزارتونو، د ولايتونو د معارف د ریاستونو او د ولسواليو د مديريتونو څخه په جدي توګه غوښتنه کوي چې محصلينو او متعلمينو ته د درس سالم چاپيریال اماده کړي، ټول اړونده درسي مواد ورته په لاس کې ورکړي او د کميت د ډير والې سره د کيفیت د پورته بوتللو طرف ته هم پاملرنه وکړي.
 د یو اباد، ازاد، خپلواک او هوسا افغانستان په هيله
نهاد جوانان مسلمان (نجم) افغانستان

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *