د ګوشتې په پيښه د نجم دریځ

د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د اهدافو څخه يې يو په ځوانانو کې د هيواد د خپلواکۍ، ځمکني بشپړتيا، وطن دوستۍ، د اسلامي او ملي هویت څخه د دفاع او عامه ګټو د ساتلو روحيه پياوړي کول دي، نو لدې امله نجم د ګران هيواد افغانستان په حریم باندې هر قسم یرغل په کلکو ټکو غندي، دغه يرغل د امريکا، ناټو او نو…رو یرغلګرو هيوادونو لخوا وي او که د پاکستان، ايران او نورو ګاونډيو هيوادونو لخوا په یوه بهانه اوبله بهانه د هيواد خاوره لاندې کول وي.
مونږ د پاکستان د حکومت او فوځ لخوا د افغانستان د پولو او د ډيورنډ د کرښې ديخوا ته لاس غزونې نه شو زغملاي او د خپل وطن د لويشت لويشت څخه دفاع خپل حق ګڼو.
مونږ د پاکستان په فوځ او حکومت غږ کوو چې د ګاونډ په احترام ساتلو سره دې د افغانستان په خاوره تيرې نه کوي او د افغانستان د اوسني حالت څخه دې ناوړه ګټه نه پورته کوي.
پدغه توګه مونږ د پاکستان د مسلمان ملت څخه غوښتنه کوو چې د خپل حکومت او فوځ د دغه ناوړه عمل مخه په کلکه ونیسي، او پرينږدي چې د يو څو خرڅ شوو مشرانو او افسرانو له امله د دوه مسلمانو ملتونو تر منځ تاؤ تريخوالی ایجاد شي.
په دغه توګه مونږ د افغانستان د مسلمان او مجاهد ملت څخه هم غوښتنه کوو چې د پرديو دسيسو او سازشونو ته پاملرنه وکړي، د خپلو احساساتو د ښکاره کولو په وخت کې داسې شعارونه پورته او داسې کارونه ترسره نه کړي چې دتوطیه ګر دښمن سازشونه بریالي او د دواړو ملتونو تر منځ واټنونه ایجاد کړي.
په اخير کې د نجم په نظر د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړو اصلي لامل بهرنۍ لاس وهني، د امريکا او اروپا منافقانه سياست، په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو شتون او ددواړو خواوو د بې کفايته مشرتابه موجوديت دی چې د خپلو ملتونو پر ځاي ډير د ملتونو دشمنانو ته وفادار دي.
د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکني بشپړتيا او استقلال په هیله

د نجم د رهبري هيئت لخوا
16/2/1392

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *