د هرات د پيښې په اړه د نجم اعلامیه

نهاد جوانان مسلمان افغانستان (نجم) په ډيره خواشينې سره د روژې د مبارکې مياشتې په لومړۍ ورځ په هرات کې د يو ځاي پر ځاي شوي ماين د چودنې خبر تر لاسه کړ چې په دغه خونړۍ پيښه کې زمونږ د مظلوم او کړيدلي ملت ۱۲ ميرمنې او ۴ ماشومان هم شهيدان شويدي.
نجم دغه پيښه یوه ستره غميزه بولي او د ټولو اسلامي، انساني او اخلاقي اصولو خلاف عمل يې ګڼي، او په هيڅ وجه دغه شان تروريستي عمليات د زغملو وړ نه بولي.
نجم ددغه غميزې د ټولو اغيزمنو سره ځان په دغه ستر غم کې شريک ګڼي، او دټولو قربانيانو لپاره يې د لوي الله جل جلاله څخه د مغفرت او د هغوي د کورنيو لپاره د صبر او د عاملينو لپاره يې په دنيا او اخرت کې د سختې سزا غوښتنه کوي.
نجم ددغه پيښو په عاملينو غږ کوي چې نور دې د بې ګناه انسانانو په وينو خپل لاسونه نه ککړوي، د روژې د مياشتې د حرمت او د انساني کرامت احترام دې وساتي، او ددغه شان کړنو څخه دې خپل لاسونه بند کړي.
نجم د خپل ملت څخه د صبر او ثبات غوښتنه کوي، او ورڅخه غواړي چې د روژې په مبارکه مياشت کې دې په خصوصي توګه په خپل وطن کې د امن، استقرار او صلحې لپاره دعاګانې وګړي

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *