د مصر د ورستیو پيښو په اړه د نجم د ارکانو د اجتماع پريکړه ليک

 بسم الله الرحمن الرحیم
د مصر د ورستیو پيښو په اړه د نجم د ارکانو د اجتماع پريکړه ليک
نهاد جوانان مسلمان افغانستان (نجم) د خپلو ارکانو اجتماع د ۱۳۹۲ هجري شمسی کال د اسد له ۲۳ مې څخه تر ۲۵مې نيټې پورې چې د ۲۰۱۳ ميلادي کال د اګست د ۱۴مې نيټې څخه تر ۱۶مې نيټې سره موافقه ده په داسې حال کې جوړه کړه چې د اسلامي امت په یو ستر مسلمان هيواد مصر کې د دغه هيواد د کودتايې واکمنو لخوا د خلکو لخوا د ټاکل شوي ولس مشر دکتور محمد مرسي د طرفدارانو په اعتراضی غونډو باندې په ظالمانه او وحشیانه یرغل کې په زرګونو بې ګناه خلک چې په منځ کې یې کوچنيانو، ښځو، بوډاګانو او معيوبینو هم ګډون درلود شهيدان او په زرګونو نور يې ټپيان کړل شول.
د نجم د ارکانو اجتماع د دغې خواشينونکې پيښې په اړه خپل پریکړه ليک په لاندې ټکو کې د نړيوالو مخې ته وړاندې کوي.
۱- نجم د مصري کودتاچيانو دغه عمل د ټولو انساني، اسلامي او بين المللې اصولو خلاف ګڼي.
۲- نجم د بين المللې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د دغه پيښې عاملین په بين المللې توګه محاکمه او مجازات کړي.
۳- نجم د دغه پيښې له امله له مسلمانو هيوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان له اسلامي دولت څخه په جدي توګه غوښتنه کوي چې له مصر هیواد سره د قانوني او د خلکو د منتخب دولت تر بېرته راستنيدو پورې خپلې ټولې سفارتي اړيکې ودروي.
۴- نجم د افغانستان د دولت او د پارلمان له دواړو مجلسونو څخه غوښتنه کوي چې د مصري کودتاچيانو دغه ظالمانه عمل وغندي.
۵- نجم په دغه اړه د بشري حقوقو د ټولنو، مدني ټولنو او د سيکولر ليبراله ټولنو خاموشي شرمونکي ګڼي او د هغوی څخه غوښتنه کوي چې د اسلام د مخالفت له امله نه بلکه د بشر د حقونو او د ديموکراتيکو اصولو سره د ټکر له امله د مصر د نظاميانو کودتا او د اعتراض کوونکو عامه وژنه وغندي.
په پای کې د نجم د ارکانو اجتماع له الله جل جلاله څخه د دغې پيښې د ټولو قربانيانو لپاره د مغفرت او جنت او د ټپيانو لپاره د عاجلې شفا غوښتنه کوي، الله دې وکړي چې د مصر د مسلمان ملت د ستونزو تر څنګ د افغانستان، سوريې، فلسطین، برما او ټولې نړۍ د مسلمانانو ستونزې هم پای ته ورسیږي. (الله اکبر ولله الحمد)

په افغانستان او ټولې نړۍ کې د امن، سولې، ارامۍ او هوساينۍ په هيله.
د نهاد جوانان مسلمان افغانستان (نجم) د ارکانو اجتماع – کابل
۲۵ اسد ۱۳۹۲ هـ ش
۱۶ اګست ۲۰۱۳ ميلادي

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *