د جدي د شپږمې په راسيدو ځوانانو د نجم پيغام

محترمو ځوانانو ورونو!

د جدي شپږمه ورځ زمونږ د ګران هيواد افغانستان په معاصر تاريخ کې هغه توره ورځ ده چې د هغه وخت د پرلپسې کودتاچي واکمنانو لخوا دافغانستان په مسلمان او متدين ملت باندې د ټوپک په زور د خپلو کمونستي افکارو د تحمیلولو لپاره دکميونزم بنسټګر هيواد شوروي کميونستي اتحاد ته د اشغال بلنه ورکړل شوه، او زمونږ هيواد يې نژدې د دايمي اشغال او زمونږ ملت يې د تل پاتې کړاؤ سره مخ کړ. هغه بدبختۍ چې د دغه کودتاچيانو لخوا د ثور په اومه پيل شوې وې، د شوروې اشغال له امله يې قوت وموند، چې په پايله کې يې میلونونه هيواد د پرديو هيوادونو ته په هجرت مجبور شول، نږدې دوه نيم ميليونه هيوادوال ووژل شول، په ميليونو نور معيوب شول، په سلهاؤ زره کوچنيال يتیمان شول، او په سلهاؤ زره ميرمنې کوڼدې شوې، او هيواد په کنډواله بدل او دهر چا د ګټو لپاره په خوندې ځاي بدل شو .

کميونستي افکار چې د بل ځاي څخه راوړل شوي افکار وو، زمونږ مسلمان ملت ته منلو وړ نه وو نو ځکه يې د دغه افکارو سره خپل مخالفت ښکاره کړ چې کمونستانو د دغه مخالفت جواب په ټوپک او د پرديو لخوا په اشغال ورکړ، او د افغانستان مسلمان ملت د جهاد په مقدسه وسيله د کميونستي افکار مقابله او د خپل اسلامي هويت څخه يې دفاع وکړه .

ددې هر څه نه دا معلوميږي چې اسلام او تدين د افغانانو په خټه کې پروتل دی او هرګز د اسلام پرته نه بلې مفکورې ته تسلميږي او نه اجازه ورکوي چې په خاوره يې د اسلامې مفکورې پرته پل مفکوره واکمني وکړي، نو لدې امله نهاد جوانان مسلمان (نجم) ټولو هيواد والو او په ځانګړې توګه ځوان نسل ته پدغه موقعه پیغام ورکوي چې د خپلو پلرونو او نيکونو په څير د خپلې اسلامي عقيدې او مفکورې څخه په هر وخت کې دفاع وکړي، هرګز د بهر څخه راوړل شوې مفکوره ونه مني او نه ورته په خپل هيواد کې د پلي کيدو اجازه ورکړي، د نورو د افکارو، ارزښتونو او عنعنونو پر ځاي په اسلامي مفکوره، اسلامي ارزښتونو او خپلو ملي عنعنانو وياړ وکړي، او بريالیتوب او کاميابي يواځې او يواځې په الهي اسماني دین اسلام کې وګوري، او کوشش وکړي چې په حقيقي توګه د اسلام د صحيح پوهې په رڼا کې د خپل ځان روزنه وکړي، او په منظمه توګه په ټولنه کې د مثبت بدلون او په ملي پرمختيا کې ګډون وکړي، اسلام د انساني ژوند د ټولو ستونزو حل دي، راتلونکی د اسلام دی، بريالیتوب د مسلمانانو په برخه دی، الله د هغه رسول او مؤمنانو د عزت خاوندان دي. الله اکبر ولله الحمد

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *