د استاذ قمر الزمان د اعدام په اړه د نجم اعلامیه

د حسینه واجد په مشرۍ د بنګلدیش خپل سري او مستبد نظام د یکشنبې ورځ په دې هیواد کې تکړه لیکوال او ژورنالیست، وتلی سیاسي او دیني شخصیت او د اسلامي جماعت یو بل مشر اعدام کړ.

لدې مخکې هم حاکم نظام بیلا بیل دیني شخصیتونه او په ځانګړي ډول د اسلامي جماعت مشران له رڼې محاکمې پرته اعدام کړي. د سیاسي مخالفانو په وړاندې د غچ اخیستنې پالیسي د حاکم سیاسي ګوند (عوامي لیګ) تل پاتې تګلاره ده، چې د حسینه واجد د پلار مجیب الرحمن له وخت راهیسې راروانه ده.

د عادلانه او رڼې محکمې په غیاب کې د غچ اخیستنې له مخې د سیاسي مخالفینو ټکول او وژل د ټولو بشري او نړیوالو حقونو خلاف کار دی.

نجم پداسې حال کې، چې د ازادۍ اتل، دیني عالم او اغیزمن سیاسي مشر استاذ قمر الزمان وژنه غندي، په حکومتونو غږ کوي، چې د غچ اخیتسنې سیاست پر ځای د تفاهم او ګډ کار لار خپله کړي. له نړیوالې ټولنې غواړو، چې په بنګلدیش او نورو اسلامي هیوادونو کې د حکومتونو له لوري په بیلا بیلو بهانو د دیني او سیاسي مشرانو بندي کولو او وژلو مخه ونیسي.

د نړۍ ظالم حکومتونو ته دا هم په ډاګه وایو، چې د اشخاصو په بندي کولو او وژلو د اسلامي کار مخه نه ډپ کیږي، بلکې د الله په لاره کې د دعوت کار نور هم ګرندی او ایمان پرې پخیږي.

دا پداسې حال کې ده، چې د ۲۰۱۳ کال په ډیسمبر میاشت کې د اسلامي جماعت یو بل مشر عبدالقادر ملا د شیخ حسینې حکومت له لوري اعدام شو. د ۲۰۱۳ کال په ترڅ کې د اسلامي جماعت سل ګونه کارکوونکي هم د حکومت له خوا ووژل شول.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *