کندهار کې د پاکستاني ښځینه سندرغاړو په کنسرت بندیز ولګید

اختر د خوشالیو او لمانځنو موسم دی. لمانځنه او خوشالي هغه وخت ګټوره ده، چې د دیني لارښوونو او ټولنیزو منل شوو ارزښتونو سره سم ترسره شي.

کندهار کې نامعلوم شخص پدې ولایت کې د اختر لمانځلو په پلمه سندریز کنسرت کې د پاکستاني نڅاګرو او سندرغاړو د ګډولو لپاره د ده په وینا سل زره ډالر لګولي وو. د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لومړي سر کې د کنسرت د جزیاتو د نه معلوموالي له امله کنسرت ته اجازه ورکړې ده.

وروسته، چې د ولایت وګړو د کنسرت لپاره په جوړو شوو اعلانونو کې د بربنډو ښځو عکسونه ولیدل، حساسیتونه راوپاریدل او د براخ فیس بوکي کمپاین له لارې د خلکو اندیښنې د کندهار والي ته ورسیدې.

د کندهار والي د یوه نیک ګام په ترڅ کې پدې کنسرت بندیز ولګاوه. نجم د کندهار والي دا هڅه ستایي او یادونه ورته کوي، چې د کندهاریانو دیني او کلتوري باورونو ته د درناوي په پار په یاد ولایت کې د فحشا خپرولو مخه ونیسي.

دا پداسې حال کې ده، چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د کندهار پخواني والي توریالي ویسا پدې ولایت کې د نجم له خوا جوړې شوې دیني برنامې مخه نیولې وه.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *