د رسالت فرهنګي انجمن غونډه

رسالت فرهنګي انجمن د خپلو ادبي او کلتوري غونډو په لړ کې دا ځل د دلوې د میاشتې په ۲۷ مه نیټه د خوشحال خان په سید جمال الدین تالار کې خپله غونډه دایره کړه.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. د ستیج چارې یې له عبد الله جهادوال سره وې چې په سر کې یې د رسالت فرهنګي انجمن مشر استاد محمد مدثر اسلامي ته د مونوګراف په اړه د درس د وړاندې کولو لپاره بلنه ورکړه.
استاد اسلامي د مونوګراف د تعریف، برخو او لیکلو په اړه تفصیلي درس وړاندې او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
له درس وروسته د اسد الله ریان په لیکنه، کره کتنه وشوه چې ګډونوالو پرې خپل نظرونه واورول.

د تیرو غونډو په شان په دې هغه کې یې هم د ژباړې لپاره مقالې وویشل شوې تر څو ګډونوال یې د بلې ناستې تر وخت پورې وژباړي.  دا مقالو د مسؤلو کسانو له خوا ارزیابي کیږي او د رسالت سره په اړونده رسنیو کې خپریږي.
د غونډې په پای کې مشاعرې ته ځای ورکړل شوی وو چې ګډونوالو پکې خپل او د نورو شاعرانو شعرونه واورول.

1 دیدگاه برای «د رسالت فرهنګي انجمن غونډه»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *